لوبې

له ایرلنډ سره سبا پیلیدونکي څلور ورځنۍ سیالي د افغانستان لپاره مهمه لوبه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سه شنبې په ورځ د ایرلېنډ خلاف څلور ورځنۍ سیالۍ پیلوي.

دا سیالۍ د تېر شل اوریزو او پنځوس اوریزو سیریزونو څخه هم ډېره مهمه ګڼل شوېده. خو په دې لوبه کې بیا ځیني مشهوره لوبغاړي نه دي اخیستل شوي، او ځوانانو ته په کې ډير چانس ورکړل شوی دی.

که چېرې افغانستان په راتلونکې څلور ورځنۍ لوبه کې بریا ترلاسه کړي؛ نو د ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلې څخه به یې امتیازونه هم ډېر شي.

دا مهال د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډله د انټر کانټېنینټل (لویو وچو) سیالیو د نامه لاندې ۵۸ امتیازونه لري؛ خو افغانستان بیا د لویو وچو سیالیو د ټورنمیټ د نامه لاندې ۵۶ امتیازات لري.

د یادونې وړ ده که چېرته د افغانستان کرکټ ملي لوبډله راتلونکې څلور ورځنۍ سیالۍ وګټي؛ نو ددې ترڅنګ چې ستره بریا به په خپل نوم کړي، بلکې د ټيسټ دریځ د ترلاسه کولو لپاره به ډېر سترګام هم پورته کړی شي.

دا چې دا لوبه د ټیسټ دریځ د ترلاسه کولو لپاره ترسره کیږي؛ او هره لوبډله چې خپل امتیازونه ډېر او لوبه په خپل نوم کړي؛ نو د ټيسټ لوبډلې سره به سیالۍ وکړي؛ او که هغه هم وګټي نو ۹۰٪، یا هم تر ۹۵٪ سلنه پورې د ټيسټ درېځ ترلاسه کونکی بلل کیدلی شي.

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د ایرلنډ خلاف د راتلونکې څلور ورځنۍ سیالۍ لپاره لاندې سکواډ خپور کړی دی.

لوبډلمشر اصغرخان ستانکزی، شهزاد محمدي، حشمت الله شهیدي، نورعلي ځدراڼ، ناصر جمال احمدزی، ظاهرخان، شبیر نوري، محمد نبي عیسی خیل، دولت ځدراڼ، یمین احمدزی، راشېدخان، رحمت شاه زرمتی، جاوید احمدي او افسر ځاځی هغه لوبغاړي چې په دې سیالۍ کې د لوبیدو لپاره غوره شوي دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */