سپورټ فوټبال

د والیبال ملي ټيم په مرکزي آسیايي سیالیو کي ګډون کوي

اعلان

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله په مرکزي آسیايي سیالیو کي د ګډون په موخه د تیري جمعې په ورځ سهار لومړی هندوستان ته ولاړه او بیا له هغه ځایه د نیپال په لوري ځي.

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به درې ورځي په هند کي وي  او له هغه وررسته به له هندوستانه راتلونکې سې شنبه نیپال هیواد ته سفر وکړي.

د افغانستان دا لوبډله به د ډهلي د والیبال لوبډلي سره دوې دوستانه سیالۍ هم په هندوستان کي ترسره کړي.

د نیپال هیواد په پلازمېنه کتماندو کي د رواني اګسټ میاشتي له ۱۸مي تر ۲۵مي نېټي پوري په مرکزي آسیايي سیالیو کي د مېشتو هیوادونو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره کیږي.

افغانستان به په یادو سیالیو کي د ګډون په موخه د راتلونکي سې شنبې په ورځ له هندوستانه ـ نیپال هیواد ته سفر وکړي.

د افغانستان دا لوبډله به په نیپال هیواد کي هم مرکزي آسیايي سیالیو ته د چمتوالي په موخه څلور ورځني تمرینونه ترسره کړي.

په مرکزي آسیايي سیالیو کي د افغانستان په ګډون نیپال، ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان، بنګله دېش، مالدیف او بوتان هیوادونو ګډون کړی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.