افغانستان انتخابات سرسکالو سیاست

راتلونکې ټاکنې او بایللی باور؛ ولس، حکومت، رسنۍ او کمیسیون باید څه وکړي؟

لیکنه: ایمل مړوند

د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د ټاکنو د کمیسیون د اعلان له مخې شااوخوا درې میاشتې پاتې دي، د ټاکڼو کمیسیون وايي، ژمن دي چې دا ځل به ټاکنې پر خپل وخت او پرته له کوم ځنډ ترسره او پایلې به یې هم ژر اعلان کړې، خو پر ټاکنو د څار ځينې بنسټونه او عام خلک اندېښنه لري، چې ګوندې په ولسمشریزو ټاکنو کې به هم د ولسي جرګې د ټاکنو تجربې تکرار شي.

ټاکنې یا انتخابات

ټاکنې د پرېکړې کوونې یوه رسمي پروسه ده، چېرې چې خلک یا وګړي د حکومتي منصب د نېوونې په موخه یو څوک ټاکي. ټاکنې خلکو ته په خپل حکومت کې د دې آزادي ورکوي، چې د خپلې خوښې کسان، چې دوي فکر کوي د نوموړو څخه د حکومت په کچه ښه استازيتوب کولی شي، وټاکي. ټاکنې همداشان خلکو ته د دې زمینه برابروي، چې وکړای شي د هغو ډول ډول قوانینو او پالیسیو په اړه چې د رايې ورکوونې په پاڼه کې ځای پر ځای شوي دي، خپلې رایې ورکړي. دغه پروسه د هر هېواد د وګړو یوه برخلیک ټاکونکې پروسه ده. که څه هم په افغانستان کې لا ټاکنې ځوانې دي خو بیا هم موږ په تېرو شاخوا اولس کلونو کې د درې دورو ټاکنو شاهدان پاتې یوو او اوس باید ډېر ښه وپوهیږو چې د ټاکنو ارزښت زموږ د برخلیک په ټاکلو کې څومره اړین او مهم دی. که چېرته خلک د ټاکنو د ارزښت نه په سمه توګه خبر او اګاه شي نو د خپل برخلیک په ټاکلو کې به د ډېر فکر او غور نه کار واخلي ځکه هېڅوک هم نه غواړي چې راتلونکې يې خرابه شي.

خلک ولې بې باوره دي

ډیری افغانان د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو تر ترسراوي، لانجو او جنجالو وروسته چې بلاخره په کې په افغانستان کې د ملي وحدت په نوم ګډ حکومت رامنځ ته شو، د ټاکنو پروسې او بهیر ته د شک په نظر ګوري، دوی داسې انګیري چې ګوندې په افغانستان کې ټاکنې تر ډېره یو نمایشي پروسه ده او اصل کې سیاسي جوړجاړی مهم دی. د خلکو دغه باور هغه وخت لا دېر ژوبلیږي کله چې دوی د ولسي جرګې دا تېرې ټاکڼې تجربه کوي، چې د ځینو ولایتو پایلې ان له څو میاشتو ځنډ وروسته له اعتراضونو او جنجالونو سره یو ځای اعلان شوې.

د ولسي جرګې دې ټاکنو ولس تر پخوا څو چنده لا پر دغه ولسي او دیموکراتیکه پروسه بې باوره او پر خپله رایه پښيمانه کړ! لومړۍ ستونزه د رايې اچونې پر ورځ د کمیسیون تخنیکي ستونزې وې چې ډیری کسانو ونه شول کولی چې د تخنیکو ستونزو له امله خپله رایه وکاروي، همدارنګه ټاکل شوې وه چې د رايې اچونې بهیر به یوه ورځ دوام کوي، خو دوهمې ورځې ته هم رایې اچونې دوام پیدا کړ.

تر هغې وروسته د پایلو د اعلان مسله دومره وځنډيده چې ان یو شمېر خلکو او نوماندانو لاریونونه وکړل. همدارنګه د پایلو پر وخت نه اعلان د خلکو باور پر دغه بهیر نور هم زیانمن کړ او دا شک يې ورته پر یقین بدل کړ چې د ولس او خلکو رایه ارزښت نه لري، بلکې اصلي خبره سیاسي جوړ جاړی دی.

همدارنګه د ټاکنو پر کمیسیون د فساد او بډو اخیستو تورنه هم ولګیدل او داسې ویل کیږي چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې لکونه ډالر لاندې باندې شوي دي او دا شک هغه وخت پر رښتیاو بدل شو چې حکومت د ټاکنو کمیسیون ډېری کارکونکي له دندو لرې کړل او ان یو شمېر يې څارنوالۍ ته معارفي کړل.

دا ټول هغه څه وو، چې د خلکو او ولس باور يې د ټاکنو پر بهیر بیخي ژوبل او زیانمن کړ او داسې انګیري چې په افغانستان کې ټاکنې هسې نمایشي بهیر دی او تر ډېره سیاسي جوړجاړی مهم دی، نو اړتیا نشته چې خلک دې د دومره پراخو امنیتي ګواښونو سره سره په رایه اچونه کې ګډون وکړي.

پر ټاکنو د څار ځينې بنسټونه او ددې بهیر ځينې شنونکي هم وايي، چې پر ټاکنو د خلکو باور خورا راکم شوی دی او دا کم باور به راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې هم زیانمنې کړي.

د ولس اراده که، سیاسي جوړ جاړی

یو ډله شنونکي باور لري، تېرو دوره ټاکنو ته په کتو د خلکو رایوو ته ډېر کم ارزښت ورکړل شوی او تر ډېره د خلکو او ولس د ارادې ځای سیاسي مصلحت او یا هم پیسو نیولی دی. دوی وايي، په حکومت کې سهامي شرکت، د ولسي جرګې د پایلو په ځنډ اعلان او وخت ناوخت د ټاکنو د نېټو وروسته کول هغه څه دي، چې له مخې يې داسې معلومیږي چې افغانستان کې د واک ویش تر ډېره پر سیاسي مصلحتونو او جوړجاړیو ولاړ دي. خو ځينې نور يې بیا باور لري چې د افغانستان سیاسي، امنیتي او ټولنیز وضعیت ته په کتو ځينې وخت د ټاکنو په پروسه کې ځنډ، خنډ او ځينې نورې تخنیکي ستونزې رامنځ ته کیږي، خو دا ستونزې او نیمګړتیاوې په ټوله کې دا مانا نه لري چې ګوندې حکومت او سیستم د ولس ارادې ته په کمه ګوري او هغه تر پښو لاندې کوي. دوی دا هم وايي چې د تېرو پارلماني ټاکنو د پایلو ځنډیدل ممکن د پایلو په ښه او شفافه توګه د اعلان لپاره وي.

خو په ټوله کې نن سبا په دغه پروسه د ولس باور بایللی ښکاري او داسې اندېښنه شته چې دغه بې باوري به د ټاکنو راروان بهیر ټکنی او د ستونزو سره مخ کړي. ځينې عام خلک او ان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځينې نوماندان وخت ناوخت دا اندېښنې هم شریکوي چې ګوندې موجوده حکومت د خپل ځان په ګټه په ټاکنو کې لاس وهنه کوي. خو حکومت تل دا ډول ادعاوې رد کړي او وايي، چې د ټاکنو چارې د ټاکنو خپلواک کمیسیون سمبالوي نه، حکومت.

د خلکو رول او مسولیتونه

ویښ او ژوندي ملتونه تل خپل راتلونکی په خپل ټاکي، هغه ملتونه چې ویښ وي، د خپل حق پوښتنه په خپله کوي او نه پرېږدي چې سیاسیون او یا کو بل څوک يې په راتلونکي لوبې وکړي. ټاکنې یا انتخابات د حکومتي منصب لپاره د خلکو د پرېکړې کوونې قانوني او دیموکراتیک حق دی، ولس مسولیت لري، چې په دغه پروسه کې په خپل ګډون سره هغه خلک واک ته ورسوي چې دوی فکر کوي چې ددوی د خوښې او ارادې ښه تمثل کولی شي.

حکومتونه خلک جوړوي او همدا خلک مسولیت لري، چې د حکومتي چارو نه څارنه وکړي او که چېرې د دوی د ارادې او خوښې تمثل په کې نه کیږي د مدني اعتراضونو له لارې يې ورته پام راوګرځوي.

د ټاکنو په بهیر کې هم د ولس رول او ونډه یوازې تر رایې اچونې پورې محدوده نه ده، بلکې دا د ولس حق دی چې ددغې پروسې نه څارنه وکړي او که چېرته ستونزه ویني باید غږ پورته کړي، همدارنګه ولس باید متوجې اوسي چې تر رایې اچونې وروسته يې څوک پر رایوو او اراده نامشروع معمله ونه کړي او که چېرې داسې احساس کوي باید چپ پاتې نه شي او خپل غږ اوچت کړي. بدبختانه به ووایم چې زموږ ولس هم خپل رسالت او مسولیت په سمه توګه نه دی ترسره کړې، سمه ده چې په سختو امنیتي شرایطو کې د ټاکنو په پروسه کې برخه اخلي، خو بیا يې نه نظارت کوي او نه د خپلې رایې او ارادې پوښتنه، نو کله چې ولسونه د خپلو خوړل شویو حقونو پر وړاندې چپ پاتې شي، هغوی به همداسې پایلو سره مخ کیږي.

تللی باور بیا څنګه راتلی شي؟

اوس د ټاکنو کمیسیون ته څه په کار دي چې خلکو دغه ژوبل او زیانمن شوی باور پر دغه پروسه باندې پیدا شي. تر ټولو مهمه خبره داده چې د ټاکنو کمیسیون باید په خپلو پرېکړو او خپلو چارو کې له جدیت کار واخلي، ولس ته باید وښيي چې دا کمیسیون رښتیا هم یو خپلواک کمیسیون دی او کولی شي چې خپلواکې پرېکړې وکړي. همدارنګه، د زورمندانو پر وړاندې هم جدي اوسي، پرېنږدي چې ددوی په چارو کې زورور کسان لاس وهنه وکړي، ان حکومت ته باید دا زمینه برابره نه کړي، چې د کمیسیون چارو کې لاس وهنه وکړي.

همدارنګه باید د خپلو کړو پرېکړو ځینې په کلکه او دفاع وکړي او عملي يې کړي او تر ټولو مهمه مسله داده چې په دغه کمیسیون کې د بډو اخیستو فساد مخنیوی وکړي، فساد دی چې دې ټولو بې باوریو ته لاره هواروي. په تېرو پارلماني ټاکنو کې یوه لویه ستونزه د ټاکنو کمیسیون د کارکونکو د ظرفیتونو ټیټوالی و، دوی د بایمیوتریک له الې کار اخیسته خو خپلو کارکونکو ته يې سمه روزنه نه وه ورکړې، نو دا ځل باید تر ټولو لومړی د خپلو کارکونکو د ظرفیتونو لوړولو کار وکړي چې د ټاکنو په ورځ يې چارې له خنډ سره مخ نه شي.

ددې ترڅنګ باید پر اعلان کړې نېټه ټاکنې ترسره کړي او پایلې يې ډېر ژر له خلکو سره شریکې کړي. دا چې شاخوا درې میاشتې ټاکنو ته پاتې دي، دوی باید د خلکو د عامه پوهاوي لپاره پروګرامونه جوړ او پلي کړي. خلکو ته د رسنیو او نورو تبلیغاتې لارو د ټاکنو د ارزښت په اړه معلومات ورکړي. د ټاکنو په ورځ باید د حکومت په مرسته ټولو افغانانو دا زمینه برابره کړي، چې په دغه پروسه کې برخه واخلي، ځکه د ټاکڼو یو اصل عمومي والي ټولیزوالی دی.

د حکومت مسولیت

حکومت تر ټولو لومړی باید خلکو ته د سراسري ټاکنو زمینه برابره کړي، داسې ټاکنې چې د افغانستان د ګوټ ګوټ اوسیدونکي په کې برخه واخلي، لکه مخکې مو چې وویل د ټاکنو یو اصل ټولیزتوب دی، نو حکومت مسولیت لري چې دا زمینه خلکو ته برابره کړي.

ددې ترڅنګ حکومت باید خپل بې پرېوالی وساتي او داسې زمینه برابره نه کړي چې ولس پرې د مداخلي کولو له امله شکمن شي. همدرانګه حکومت مسولیت لري چې د ټاکنو کمیسیون سره په هغو برخو کې پوره پوره مرسته وکړي چې حکومت پورې اړه لري او د حکومت مسولیت دی، لکه امنیت، د زورمندانو مخه نیونه او… تر چې خلک سراسري او رڼې ټاکنې ولري.

د رسنیو ونډه او رول

رسنې د ټاکنو د پروسې په څارنه کې مهم رول لوبوي. د ټاکنو پروګرامونه او کمپاینونو تر پوښښ لاندې راوستلو سره، رسنۍ د دې ډاډ ورکوي، خلک د هغه څه په اړه، چې روان دي خبر کړي. د رسنیو له لوري د ټاکنو په سمه توګه تر پوښښ لاندې راوستل کولي شي، چې د ټاکنو، نوماندانو، او د ټاکنو د اړونده مسلو په اړه د خلکو په مالوماتو کې زیاتوالی راولي.

د رسنیو په مرسته د ټاکنو تر پوښښ لاندې راوستل او د نوماندانو د کاري چوکاټ او د ټاکنو په اړه يي څېړنې، رايي ورکوونکو ته د هر نوماند په اړه د اړینو مالوماتو د ترلاسه کولو زمینه برابروي، ترڅو هغوی وکړای شي چې د رايې ورکوونې په ورځ د خپلې خوښې د نوماند په اړه په پوره پوهاوي سره رايي ورکړي. سربیره پر دې دغه کار، رايې ورکوونکو ته په رایه ورکوونې کې د ګډون په موخه د رايي ورکوونې ورځ، ساعت او د رايې ورکونې د مرکزونو په اړه کره مالومات هم ورکوي.

رسنۍ تر بل هر څه د ټاکنو د بهیر په څارولو کې ډېره زیاته او ستره ونډه پر غاړه لري. همدا رسنۍ دي چې خلک د ټاکنو د روانې پروسې له پړاو پړاو څخه خبروي او د ننګونو او بریاوو په اړه ورته کره معلومات ورکوي. د نوم لیکنې د بهیر نه نیولې ان د رایه اچونې تر ورځې پورې رسنۍ ملي او ژورنالستیک رسالت لري چې باید ولس ته ریښتني، کره او بې لوري معلومات ورکړي. که چېرته رسنۍ نه وي او یا هم خپل مسولیت په سمه توګه سرته ونه رسوي نو ولس به څنګه پوه شي، چې څوک د دوی د رايې اصلي حقدار دی.

همدارنګه څنګه به پوه شي چې کوم نوماند په واقعې ډول د دې هېواد او خلکو خادم او مشر کېدای شي. د ولسمشریزو ټاکنو لپاره خو لسګونه تنه خپل ځانونه نوموي چې د ډېرو لاسونه يې د دې ملت په وینو سره دي، خو همدا رسنۍ کولی شي چې خلکو ته د دې جنایتکارانو اصلي څېرې وښيي او د هغوی پر مخ اچول شوي نقابونه لري کړي. همدا رسنۍ دي، چې د خپلو بېلا بېلو خپرونو پر مټ د نوماندانو د پوهې، د هغوی د شخصي ژوند او سیاسي ریښې په اړه معلومات ورکوي او بلاخره ولس او وګړي قضاوت کوي، چې څوک او یا کوم کاندید يې د باور وړ دی.

خو که چېرته رسنۍ خپل ملي او ژورنالستیک رسالت تر پښو لاندې کړي او د ځينو زورواکو یا هغو کسانو، چې تر نورو يې په يو ډول نه په یو ډول اغېز زیات دی تر تاثیر لاندې راشي یا د هغوی په لاسونو کې د پیسو او نورو شیانو په وسیله پرېوځي نو د دې ولس او ملت راتلونکې به څه ډول وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ایمل مړوند