سپورټ نړیوال کرکټ

ګلبدین نائب: کله چې کریکټ ګورم،د هند ملاتړ کوم

لیکنه:بهار سمسور

په نړیوال جام کې د افغانستان او هندوستان تر منځ لوبه پوره له خوند او جذبې ډکه لوبه وه.

سره له دې چې لوبه افغانستان په کم توپیر بایلودله، لیکن په دې خوندوره وه چې افغانستان لومړی هند پر کمو ۲۲۴ منډو وسوځوه؛ او بیا یې دغه هدف ته په ښه شکل ځان نیږدې کړ.

تر دغې لوبې وروسته د کریکټ مینوالو،چا پر افغان لوبډله انتقادونه وکړل،چا پر دې زړه تکیه کړ چې هند زیات کریکټ کړی،خو چا کیسه پر دې تماموله چې هند دوست هېواد دی او د لوبې بایلل ورته څه خبره نه ده.

تر لوبې وروسته مېچ کنفرانس کې افغان لوبډلمشر ګلبدین نائب وویل:

«زه نن د افغان لوبډلې له لوبې زیات خوښ یم؛ موږ فقط یو کم چانس مېس کړ، چې د کریکټ د نړۍ یوه غښتلې لوبډله مو ماته کړې وی.»

د محمد نبي د لوبې او دا چې په سوځیدو سره یې لوبه افغانستان بایلوده ګلبدین د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل:موږ دا چانس درلوده چې هندۍ لوبډله ماته کړو؛هندوستان د نړۍ قوي لوبډله ده.

دی زیاتوي:

«زه چې کله کریکټ ګورم، د هندۍ لوبډلې ملاتړ کوم. زما د خوښې لوبغاړی ویرات کوهلي دی، هندوستان اوسني عصر کې یو بهترین ټیم دی.»

افغانستان په دغه لوبه کې له هنده د ۱۱ منډو په توپیر لوبه بایلوده.

په روان نړیوال جام کې افغانستان شپږ واړه لوبې وبایللې خو له بنګلادېش سره به نن ماسپښین ۲:۰۰ بجې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

چې وروسته به په پاته لیګ لوبو کې د جون پر ۲۹مه له پاکستان او د جولۍ په ۴ مه به له ویسټینډیز سره په وروستۍ لوبه کې ولوبیږي؛خو که افغانستان درۍ سره لوبې وه هم ګټي له مخکې تګ بې برخې شوی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی