۲۰۱۸ اسیايي د کرکټ اسیايي جام لوبې سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

افغان ۱۹ کلنې لوبډلې نوي لوبغاړي او لومړنۍ بریا

د افغانستان د نولس کلونو کم عمره لوبډلې عربي متحده اماراتو ته ماته ورکړه.
د اسیا نولس کلونو کم عمره کرکټ جام سیالیو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له عربي متحده اماراتوسره ترسره کړه.

افغانستان د پچې په ګټلو سره لومړی توپ اچوونه وکړه.

عربي متحده اماراتو په ۴۳،۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۰ منډې وکړې او افغانستان ته یې ۱۴۱ منډې هدف ورکړ.

قېس څلور لوبغاړي وسوځول او څلور لوبغاړي بیا رن اوټ شول.

افغان لوبډلې دا هدف په ۲۷ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د عظمت الله عمرزي د ناسوځېدلې پنځوسیزې پرمټ پوره کړ او مقابلې لوبډلې ته یې په ۵ وېکټو او کابو ۲۳ اورونو ماته ورکړه.

افغانستان دوهمه لوبه د دوشنبې په ورځ له نېپال سره ترسره کوي.

اسیا جام سیالیوکې ۸ لوبډلې ګډون لري، چې افغانستان الف یا ای ګروپ کې لوبېږي.

افغانستان د دې لوبو اتلولي له ځان سره لري:

افغان لوبډلې په ۲۰۱۷ کال کې مالیزیا کې د اسیا جام سیالیو په لړ کې، پاکستان ته دوه ځلې ماته ورکړې وه، یو ځل لومړي پړاو کې او دوهم ځل بیا پایلوبه کې .

له هغې وړاندې یې له مالیزیا او هندوستان هم لوبې ګټلې وې، په ۲۰۱۷ م کال کې افغان لوبډله کې تر ډېره پورې لوبغاړي پیاوړي وو، دروېش رسولي چې په مېډل ارډر یا منځنۍ برخه کې ښه هېټر و په لوبډله کې موجود و. نوین الحق چې ښه لوبډلمشر او چټک توپ اچوونکی و هم په لوبډله کې شتون درلود.

اکرام علي خېل چې د پاکستان خلاف یې مهمه لوبه کې سلیزه ووهله، پیلوونکی کيڼ لاسی توپ وهونکی او وېکټ ساتونکی و، چې تر ډېره پورې به پرې لوبډله پیاوړې وه.

افغان لوبډلې په ۲۰۱۸ م کال نیوزیلېنډ کې په نړیوال نولس کلنو جام سیالیو کې نیوزیلېنډ ته ستره ماته ورکړه او په سیمې فاینل یا نیمه پایلوبه کې یې له اسټرالیا څخه ماته وخوړه.

افغان لوبډلې په نړیواله کچه څلورم مقام خپل کړ او اسټرالیا بیا اتلولي واخېسته.

سږ کال د افغان نولس کلونو کم عمره لوبډلې لوبغاړي نوي دي، یواځې رحمان الله ګوربز، عظمت الله عمرزی او قېس احمد پخواني لوبغاړي دي، چې په لومړۍ لوبه کې یې د عربي متحده اماراتو پر وړاندې بریا کې کلیدي رول ولوباوه.

سږ کال هم افغان لوبډلې ته خوشبیني شته، چې تر ډېره به ښه مخته لاړه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې