سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

۲۰۱۸ کې د افغان لوبډلې او لوبغاړو لس ریکارډونه

راپور: سمیع الله درانی

۲۰۱۸ م کال د افغان لوبډلې لپاره له لاسته راوړنو او پرمختګونو ډک و، افغان لوبډلې په ۲۰۱۸ م کال کې د ټېسټ لوبو بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ او دې سره، سره یې د ۲۰۱۹ م کال نړیوال ۵۰ اوریز جام ته هم لار وموندله.
د دې سربېره ډېر نور ریکارډونه یې هم جوړ کړل، چې دې لیکنه کې یې درسره شریکوو:

په ۲۰۱۸ م کال کې د افغان لوبډلې او لوبغاړو لس ریکارډونه:

لومړی ریکارډ:
د افغان نوي بالر له خوا په نوي توپ پنځه وېکټې اخېستل د افغان لوبډلې لپاره د نړۍ په کچه ستر ریکارډ و.

دا ریکارډ مجیب الرحمن ځدران جوړ کړ؛ هغه د ۱۷ کلنۍ په عمر وکولای شول، چې په یوه یو ورځنۍ لوبه کې یې د ۵۰ منډو په ورکولو سره پنځه وېکټې واخېستې؛ نوموړي دغه وېکټې د زِمبابوې خلاف په لوبلړۍ کې په شارجه لوبغالي کې واخېستې.

دغه مهال مجیب ځدران د ۱۶ کلونو او ۳۲۵ ورځو و، چې د پاکستاني وقار یونس ریکارډ یې مات کړ، وقار یونس د ۱۸ کلونو او ۱۶۴ ورځو و، چې د پاکستان لپاره یې شپږ وېکټې د ۲۶ منډو په ورکړې سره اخېستې وې.
خو مجیب ځدران په کم عمر کې د لوبې کولو ریکارډ خپل کړ او پاکستانی یې په ریکارډ کې وروسته کړ.

دوهم ریکارډ:
دوهم ریکارډ هم د مجیب ځدران دی، هغه په نړۍ کې دوهم سپېن، سلو یا څوکه توپ اچوونکی دی، چې په یوه یو ورځنۍ لوبه کې ۵ وېکټې اخلي.

له ده وړاندې د برموډا لوبډلې سپېن توپ اچوونکي ډوېن لیور راک د کینیا خلاف ۲۰۰۶ م کال کې د ۵۳ منډو په ورکړې سره ۵ وېکټې اخېستې وې او مجیب ځدران دوهم لوبغاړی شو، چې دا ریکارډ یې په اف برېک سپېنرانوکې جوړ کړ.
دریم بیا د سریلانکا اکېلا دننجایا دی، چې د افریقا خلاف یې د ۲۰۱۸ کال په نیمایي کې ۶ وېکټې واخېستې.

دریم ریکارډ:
افغان اف برېک توپ اچوونکو د نړۍ په کچه یو بل ریکارډ هم جوړکړ، چې دا د وېکټو په برخه کې و.
افغان لوبډلې د نړۍ په کچه په زِمبابوې د پنځه یو ورځنیو لوبو په لوبلړۍ کې د ۳۷ وېکټو اخېستو ریکارډ جوړکړ، دا د نړۍ په کچه د پنځه یو وځنیو لوبو په لوبلړۍ کې تر ټولو زیاتې وېکټې دي.

څلورم ریکارډ:
د تنکي ځوان راشدخان لوبډلمشري ده، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې د سکاټلېند خلاف لوبډله رهبري کړه.
راشدخان د ۱۹ کلونو او ۱۶۵ ورځو و، چې لوبډلمشر شو، دا د نړۍ په کچه په نارینه او ښځینه وو لوبډلمشرانو کې لومړی د کم عمر کپټن و، چې دا ریکارډ هم افغان لوبډلې په ۲۰۱۸ م کال کې خپل کړ.

پنځم ریکارډ:
راشدخان لومړی کم عمره توپ اچوونکی و، چې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د ۲۰۱۸ م کال په فبروري میاشت کې لومړی شو؛ نوموړي د لنډ وخت لپاره د یو ورځنیو لوبو د توپ اچوونکي په توګه په لومړي مقام راج وچلاوه، چې دی د هندوستاني جسپرېت بومرا له خوا بېرته له مقامه وغورځول شو او تر دې دمه دوهم دی.
راشدخان د ۱۹ کلونو او ۱۵۲ ورځو و، چې په ټولو شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو کې لومړی بالر و.

شپږم ریکارډ:
د راشدخان د سلو (۱۰۰) وېکټو پوره کولو ریکارډ دی، راشدخان په ۴۴ یو ورځنیو لوبو کې سل وېکټې واخېستې، دوهم مېچل سټارک دی، چې ۵۲ لوبو کې یې سل وېکټې پوره کړې وې.

اووم ریکارډ:


د راشدخان له خوا په شل اوریزو لوبوکې ۵۰ وېکټې اخېستل دي.
راشدخان تر ټولو ځوان او کم عمر بالر دی، چې په شل اوریزو لوبو کې یې ۵۰ وېکټې پوره کړي دي.
نوموړی د ۱۹ کلونو او ۲۵۶ ورځو و، چې پنځوس وېکټې یې په ۳۱ شل اوریزو لوبو کې پوره کړې.

اتم ریکارډ:
اتم ریکارډ بیا د افغان غوره الراونډر محمدنبي عیسی خېل او د افغان لوبډلې ګډ ریکارډ دی، چې دواړو سل یو ورځنۍ لوبې پوره کړې، یعنې محمدنبي عیسی خېل د افغان لوبډلې په سلو (۱۰۰) یو ورځنیو لوبو کې لوبېدلی او هیڅ ډراپ شوی نه دی.
افغان لوبډله ۱۴ مه لوبډله ده، چې د نړۍ په کچه یې سل یو ورځنۍ لوبې وکړې.
محمدنبي عیسی خېل بیا په ټولو ۱۰۰ لوبو کې لوبېدلی، چې تر اوسه پورې یوه لوبغاړي هم داسې ریکارډ نه دی جوړ کړی.

نهم ریکارډ:
راشدخان د خپلې زوکړې په ورځ افغانستان ته ریکارډ ثبت کړ؛ نوموړي د خپل عمر د شلمې کلیزې په مناسبت د بنګله دېش خلاف په ۳۲ توپونو ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې تر اوسه یو لوبغاړي هم د خپلې زوکړې په ورځ نیمه سلیزه نه ده جوړه کړې او راشدخان دا شهکار وکړ.
بل دا چې راشدخان له یوسف پټان څخه وروسته په ۲۰۱۸ م کال کې دوهم لوبغاړی شو، چې چټکه نیمه سلیزه یې ووهله.
یوسف پټان د انګلستان خلاف په ۲۹ توپونو نیمه سلیزه جوړه کړې وه، البته یوسف پټان دا نیمه سلیزه په ۲۰۰۸ م کال کې وهلې وه.

او لسم ریکارډ:
هغه ریکارډ چې افغان لوبډلې په لوبلړۍ کې هیڅ ماته نه ده خوړلې!
افغان لوبډلې په ۲۰۱۸ م کال کې ۷ شل اوریزې لوبې کړي، چې یوه یې هم نه ده بایللې او ټولې یې ګټلي دي.
دا په یو کال کې د یوې لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې شل اوریزې لوبې دي، له دې وړاندې انګلستان په ۲۰۱۵ م کال کې ۵ شل اوریزې لوبې کړې وې، چې څلور یې ګټلې وې او یوه یې مساوي شوې یا ټای شوې وه.

افغان لوبډلې په اسیا جام سیالیو کې هم لوبډلې تر پوزې راوستې، سریلانکا او بنګله دېش یې په لومړي پړاو کې مات کړل، پاکستان ورڅخه په خورا نازک حالت کې لوبه وګټله او هندوستان سره یې لوبه مساوي شوه.

تمه ده، چې د افغان لوبډلې د رښتینو ریکارډونو په اړه مو دا لیکنه خوښه شوې وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې