سپورټ فوټبال

فوټسال؛ چاپان ایران ته سخته ماته ورکړه او د افغانستان سره پایلوبي ته ووتئ.

د آسیا ۲۰ کلنو فوټسال جام په لړ کي نن دوې لوبډلي چاپان او افغانستان پایلوبي ته ووتلې.

نن دوې نیمه پایلوبي ترسره سوې، چي په لومړۍ لوبه کي افغانستان اندونیزیا ته ۴ پر ۳ ماتي ورکولو سره د یاد جام پایلوبي ته په لومړي ځل لاره پیدا کړه.

په دوهمه نیمه پایلوبه کي د چاپان ۲۰ کلني فوټسال لوبډلي ایرانۍ لوبډلي ته ۸ پر ۴ سخته او ستره ماته ورکړه او د افغان ۲۰ کلني فوټسال لوبډلي سره د دې جام پایلوبي ته لاره پیدا کړه.

افغان ۲۰ کلنه فوټسال لوبډله به د چاپانۍ لوبډلي خلاف د روان عیسوي کال د جون میاشتي پر ۲۲ نېټه راتلونکې شنبه پایلوبه ترسره کړي.

بل طرف ته به د یادي لوبي وړاندي د جام د دریم مقام لپاره اندونیزیا او ایران لوبه ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په حواله، چي د هیواد ولسمشر محمداشرف غني د فوټسال ۲۰ کلني ملي لوبډلي وروستۍ بریاوي او پرمختګونه ستایلي او مبارکۍ یې ورکړي.

فدراسیون پر خپل فېسبوک پاڼه لیکي چي ولسمشر ورڅخه مننه هم کړې او د آسیا جام د ګټلو هیله یې ښودلې ده.

افغان لوبډلي په ګروپي لوبو کي هانکانګ ته ماته ورکړه، خو له ایران فوټسال لوبډلي څخه یې ماته وخوړه.

له هغه وروسته نیمه پایلوبي ته د تګ لپاره یې ټایلینډ مات کړ.

د آسیا ۲۰ کلنو فوټسال جام دا ځل په ایران کي د آسیايي ۱۲ لوبډلو ترمنځ په ګروپي ډول پیل سوی وو.

افغانستان، ایران، هانګانګ، ټایلینډ، لبنان، قرغزستان، چاپان، ویټنام، تاجکستان، اندونیزیا، عراق او چین لوبډلي د یاد جام برخه دي.

د آسیا ۲۰ کلنو فوټسال جام په ۲۰۱۶ م کال کي رامنځ ته سو، چي لومړۍ اتلولي ایران په ۲۰۱۷م کال کي لاسته راوړل.

فوټسال فوټبال ته ورته لوبه ده، چي د فوټبال سره یې تر ډېره فرق په لوبغالي او د لوبغاړو په شمېر کي دئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.