ټولنیز ژوند کورنی ژوند

هېڅکله خپلو ماشومانو ته دا جملې مه کاروئ!

ژباړه: محمد عزيز پردېس

( ته راته ارزښت نه لرې او زه تا نه غواړم ) پورته عبارت ښايي د ډېری پلرونو، ميندو او نورو مشرانو په خوله هغه مشهوره اصطلاح وي چې تل يې د خپلو ماشومانو لپاره کاروي.
آيا پوهېږئ چې د دې خبرې پايله څومره خطرناکه ده؟ نه، هېڅکله هم نه. دا او داسې ورته خبرې ماشوم په خپل ژوندانه کې وژني، ماتوي يې، ناهيلی کوي يې او له هرڅه يې پاتې کوي. آيا کله داسې وخت شوی چې خپلو اولادونو ته مو ويلي وي چې: ای کاش ته مې اصلا نه درلودی!؟

هېڅکله مو ماشومانو ته دا او داسې ورته جملې مه کاروئ:

۱- ته څومره احمق يې!
د اولادونو د روزنې يو اصلي موخه، په هغوی کې پر نفس د اعتماد پيدا کول دي. د داسې عبارتونو د کارولو پرځای به څومره ښه وي چې هڅوونکې او مثبتې خبرې اولادونو ته بيان شي. هغوی ته دا زده کړئ چې څنګه يو کار په سمه توګه ترسره کړي. د بېلګې په توګه خپل ماشوم ته مو د سرک څخه د تېرېدلو پر مهال ووايئ: هرکله چې له سرک څخه تېرېدې، نو زما او يا ( مشر … ) لاس به نيسې، کله چې يې ستاسو لاس ونيوه؛ نو دا ورته اضافه کړئ: اوس کولی شو چې په ارامه فکر سره له سرکه څخه واوړو.

۲- کله ناکله دا هيله کوم چې ای کاش مې اولاد نه درلودی!
هغه مفهوم چې ستاسو اولادونه يې د پورتنی عبارت څخه اخلي، دا دی: ته ماته اصلا ارزښت نه لرې او زه تا نه غواړم. هغوی دا خبره زړه ته اچوي او د عمر تر اوږدو يې په ذهن کې پاتې کېږي. د دې پرځای کېدای شي ووايئ: کله ناکله مې ډېر خواشينی کوې.

۳- چپ شه!
تاسو کولی شئ همدا خبره په بل ډول بيان کړئ: ستا د خبرې په تعقيب به زه ووايم. دا په ياد ولرئ چې اولادونه ستاسو کړه وړو ته ډېر متوجه وي. که غواړئ چې اولادونو مو با ادبه واوسي، بايد خپله مودبه واوسئ. څرنګه چې خپلو همزولو او يا هم لويانو ته د (چپ شه) کلمې ويلو څخه ډډه کوئ، همدارنګه ماشومانو ته هم د دې کلمې د ويلو څخه ډډه وکړئ.

۴- څه مهم نه دي!
ډېری داسې وختونه هم راځي چې موږ د ماشومانو احساساتو ته ارزښت نه ورکوو، خو دې مسئلې ته مو بايد ډېر پام وي. د ماشومانو لپاره معمولا هغه څخه مهم دي چې د لويانو لپاره دومره اهميت نه لري. نو هڅه وکړئ چې دې مسايلو ته د هغوی د ليد څخه وګورئ. له هغوی سره همدردي وکړئ او د هغه څه په اړه چې دوی غواړي پوه شي، مالومات ورکړئ.

۵- ولې دې دا کار وکړ؟
که ماشوم داسې يوه کار کړی وي چې هغه ستاسو نه خوښېږي، نو په سړه سينه او په ارامۍ د هغه سره خبرې وکړئ. که تاسو په غوسناکه لهجه ووايئ چې دا کار دې ولې وکړ، نو هغه به خپلو تېروتنو ته متوجه نشي.
تاسو کولی شئ په ارامۍ سره د هغه څخه وپوښتئ چې څه د دې سبب شوه دې کار ته لاس اوږد کړې، هغه به پخپله تاسو ته هرڅه ووايي او خپله پښېماني به څرګنده کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی