کلتور او هنر

د هندي سینما افغان لیکوال او اکټر قادرخان د مرګ او ژوند ترمنځ

لیکنه: یاران هنر

د هندي سینما یو مشهور اکټر قادر خان دا مهال د کاناډا په یو روغتون کې بې هوشه او په مصنوعي تنفس پايي. نوموړې له اوږدې مې مودې راهېسې ناروغ او په کاناډا کې دی.

که څه هم د یکشنبې په ورځ ځینو رسنیو د قادر خان د مړینې راپورونه خپاره کړل خو د نوموړې زوی سرفراز خان د خپل پلار د مرګ راپورونه رد کړل. د قادر خان زوی وايي، پلار یې ژوندی او روغتون کې دی، خو په تیرو څو ورځو کې یې روغتیايي وضیعت په خرابیدو دی. د نوموړې په وینا هغه بې هوښه او خپله ساه نه شي اخیستلی چې دا مهال نوموړې په مصنوعي تنفس پايي.

د قادر خان کورنۍ ویلي چې له نوموړې سره دا وخت زوی یې سرفراز خان او ننګور یې ښایسته روغتون کې دي.

قادر خان او هندي سینما

په خټه افغان قادرخان څو لسیزې نه یوازې د هندي فلمونو لیکوال پاتې شوی، بلکې د هندي سینما د یو مخکښ اکټر په توګه یې هم په دې سینما کې ځان ته جلا مقام او ارزښت خپل کړی.

دوه ورځې مخکې د هندي سینما نامتو اکټر امتیاب بچن له له خلکو د قادرخان د روغتیا لپاره د دعا غوښتنه کړې وه. امتیاب بچن پر خپل ټویټر لیکلي :

” د عظیم استعداد لرونکی لیکوال او اکټر قادرخان په روغتون کې ناروغ دی، د هغه د روغتیا لپاره دعا وکړئ. ما هغه پر سټیج د تمثیل پر مهال ولیده، او خپلو فلمونو کې مې نوموړې او دده پیاوړې لیکوالۍ ته هرکلی ووایه. … بهترینه ملګرتیا کوي… ښايي ډیر نه پوهیږې چې هغه د ریاضیاتو تدریس هم کړی. “

قادر خان او امتیاب بچن په ډیرو فلمونو کې شریک کار کړی، له دې ډلې، دو اور دو پنج، مقدر کا سکندر، میسټر نټورلال، سوهاګ، کولي او شاهنشاه د دواړو مشهور شریک فلمونه دي. قادرخان د کولي نمبر ۱ او نورو فلمونو مکالمې هم لیکلې دي.

قادر خان په هندي سینما خپل سفر له داغ فلم څخه په ۱۹۷۳ م کال کې پيل کړ. په دې فلم راجیش کنه له نوموړې سره لوبیدلی و. تر دې پيل راوروسته قادر خان په شا او خوا درې سوو هندي فلمونو کې کار کړی دی. البته هغه تر دې مخکې د لسګونو هندي فلمونو لپاره مکالمې لیکلې وې.

زده کړې یې

قادر خان د بمبيي له پوهنتون سره د تړلي اسمعیل یوسف کالج څخه فارغ شوی دی. نوموړې څه وخت د محمد حاجي سابو صادق په کالج د استاد په توګه هم تدریس کړی دی. قادر خان پر دې سربیره دیني زده کړې هم کړې، د قران پاک حافظ دی، د د یو شمیر کلتوري او دیني ټلویزوني خپرونو چلوونکی هم پاتې شوی دی.

د قادر خان کورنۍ

قادر خان په 1937 م کال په کابل کې زیږیدلی . پلار یې عبدالرحمن اصلا د کندهار او مور یې اقبال بیګم د پښین وه. قادر خان درې وروڼه لرل، شمس الرحمن، فضل الرحمن او حبیب الرحمن. هغه په خټه کاکړ، پښتون دی. قادر خان په سینما کې د کار کولو له کبله ډیرې جایزې او ایوارډونه هم تر لاسه کړي. زیاتره یې یا په فلمونو د بهترینې کومیډۍ او یا د ښه ډیالوګ لیکلو له کبله تر لاسه کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یاران هنر