اقتصاد ټولنیز ژوند

په خپله اداره یا کارځای کې مو دا ۱۰ جملې مه وایئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

آیا تاسو هم له خپلو همکارانو سره د کار او کاري پروژو د ترسره کولو پرمهال مشوره کوئ؟ آیا ستاسو خبرې کولای شي، په نورو باندې تل پاتې اغېزه وکړي؟ آیا هغه تګلاره، چې په مرسته یې په کاري چاپېریال کې خپل نظریات، باورونه او لیدونه له نورو سره شریکوئ، ستاسو په بریا باندې اغېزه کوي؟
په دې ټکي باندې پوهېدل ډېر مهم دي، چې مدیر او همکاران مو، ستاسو خبرو او هرې هغې کلمې ته چې په کاري چاپېریال کې یې په خوله راوړئ، پام کوي؛ نو له دې امله تل له خبرو کولو څخه مخکې فکر وکړئ.

له خپل مدیر او همکارانو سره په اړیکه ټینګولو کې، له هرې تېروتنې او غلطۍ څخه د مخنیوي لپاره، هېڅکله باید دا ۱۰ جملې ونه وایئ:

۱ ـــ ما خپل کار پای ته ورساوه، اوس څه وکړم
کله چې تاسو د خپل کار له پای ته رسولو څخه وروسته دا پوښتنه کوئ، په حقیقت کې خپل مسؤولیت لا پسې ډېروئ. تاسو باید په خپله پوه شئ، چې د خپل کار له ترسره کولو وروسته، باید بل کوم کار ترسره کړئ. کار ښوونکي هغه کار مندان ډېر خوښوي، چې خپله د کار پیلونکي دي او د بېکارۍ پرمهال د ترسره کولو لپاره ځانته کار پیدا کوي.

۲ ـــ ډېر ستړی یم
( ډېر ستړی یم ) د هغو کلمو له جملې څخه ده، چې باید د کار کولو پرمهال، له ویلو څخه یې په کلکه ډډه وکړئ. کله چې تاسو خپله ستړیا بیانوئ، په دې مانا ده، چې تاسو د ستړیا په صورت کې، په هرځای کې ځان آزادوئ. که چېرې د کار پرمهال مو ستړیا احساس کړه، نو د یوې نوې ننګونې په لټه کې شئ، خپل مدیر ته دا توضیحات ورکړئ، چې په کار ځای کې د لا ډېرې انګېزې لپاره، لا ډېرو پروژو او نویو تجربو ته اړتیا لرئ.

۳ ـــ د دې پروژې د بشپړولو لپاره، پرون شپه تر ډېره وخت ویښ وم
که چېرې فکر کوئ، چې د دې جملې په ویلو سره، خپل رییس تر اغېزې لاندې راولئ، نو تېروتنه کوئ. مدیران له هغه کارمند سره ډېره زیاته مینه لري، چې کولای شي په لږ وخت کې خپل کار پای ته ورسوي، که چېرې په دې لټه کې یاست، چې د خپل رییس پام ځانته راواړوئ، نو د اغېز ښندلو لپاره، د نویو لارو چارو په لټه کې شئ.

۴ ـــ زه د دې کار لپاره نه یم جوړ شوی
یوازې په دې دلیل، کوم کار چې ترسره کوئ ستاسو اصلي دنده نه ده او په دې کې تخصص نه لرئ، نه شئ کولای، چې پرېیږدئ او ترسره یې نه کړئ. اجازه ورکړئ، که بل وخت مدیر او همکارانو مو له تاسو څخه د یوې پروژې د ترسره کولو مرسته وغوښته، ستاسو او ستاسو د کړنو او فعالیت په اړه پراخ او پرانیستی ذهن ولري.

۵ ـــ ( پلانی ) د دې پروژې مسؤول و؛ نه زه !
کله چې تاسو په کار ځای کې د خپلو کارونو مسؤولیت نه منئ، نو په حقیقت کې له مدیر او همکارانو سره به مو ستونزې او ناسم پوهاوي را منځته شي. لارښوونکي په حقیقت کې له کارمند څخه تمه لري، چې د خپلو کارونو مسؤولیت ومني او ځواب ویونکی واوسي او کله چې په کار ځای کې کومه تېروتنه کوي، په اړه یې رښتینی واوسي. د پروژې د نه بشپړېدو او یا د هر ډول تېروتنې د رامنځته کېدو په صورت کې، نور ګرم مه بولئ.

۶ ـــ نه شم کولای، چې ترسره یې کړم
( نه شم کولای ) هغه کلمه ده، چې باید هر کارمند یې د خپلو لغتونو له دایرې څخه لرې کړي. که نه پوهېږئ، چې یو کار څنګه ترسره کړئ، نو غوره ده، چې له بل کوم کس څخه مرسته وغواړئ او د یوه نوي مهارت په توګه یې زده کړئ.

۷ ـــ کافي وخت نه لرم
ډېری وخت په کار ځای کې دا جمله یو دروغ دی. کله چې مدیر مو تاسو ته ډېر کارونه در سپاري او تاسو یې د ترسره کولو لپاره کافي وخت نه لرئ، نو باید پوه شئ، چې دا ستاسو مسؤولیت او دنده ده، چې وکولای شئ، په یوه خلاق کارمند باندې بدل شئ. که چېرې واقعاً تاسو د دې پروژې د بشپړولو لپاره کافي وخت نه لرئ، نو له خپل مدیر څخه وغواړئ، چې دندې مو د لومړیتوب له مخې ترتیب او تنظیم کړي؛ دا له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو په ښه او سازمان شوې بڼه خپل کارونه ترسره کړئ او په مهمو پروژو باندې تمرکز وکړئ.

۸ ـــ فکر کوم، چې تېره اوونۍ مې تاسو ته ایمیل کړی و
توپير نه کوي، څه ستاسو مدیر وي، څه مو همکار او څه ستاسو مشتري، هڅه وکړئ، چې تل لومړنی کس واوسئ، چې کارونه منظموئ. که چېرې له کوم کس سره، د اړیکې له نیولو څخه څو ورځې تېرې شوې وي، نو یو ځل بیا هغه ته برېښنا لیک ور واستوئ او یا ټیلیفون ورته وکړئ او د پایلې اخیستو په هڅه کې شئ.

۹ ـــ آیا کومه ځانګړې نظریه لرئ
پر ځای د دې، چې له خپل همکار څخه وپوښتئ، کومه موضوع مو چې تشریح کړې وه، ورته متوجه شوی دی او که نه، له هغه څخه وغواړئ، چې د موضوع په اړه خپل نظر بیان کړي؛ د بېلګې په توګه: له خپل کارمند څخه پوښتنه وکړئ ( آیا تاسو کومه ځانګړې پوښتنه، نظر او آیډیا لرئ؟).

۱۰ ـــ تاسو باید …
په ګوتې سره اشاره کول یا د همکارانو رټل، په کار ځای کې د اړیکې ټینګولو منفي تګلاره ده، د بېلګې په توګه: پر ځای د دې، چې ووایئ ( سلمه! کله چې سباناري ته تللې، نو ماته هم ووایه) غوره ده، چې ووایئ ( سلیم! د مهربانۍ له مخې، مخکې تر دې چې سبا ناري ته لاړ شې، نو ما هم درسره خبر کړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل