سینما او موسیقي

د کنګنا رناوټ له ناوړه تورونو د فلم لوبغاړي ادیتیا پنچولي وېره

اعلان

د هندي سینما مخکښ او د ځانګړي سټایل لرونکی فلم ستوری ادیتیا پنچولي په ممبي کې پولیسو ته شکایت کړی او ویلي یې دي چې که پولیس په سملاسي ډول د فلم لوبغاړي کنګنا رناوټ په خلاف اقدام ونه کړي نو دی به په ستونزو کې پرېوځي.

ادیتیا پنچولي له لومړیو د جنسي ځورونې او د غیري مناسبي رویې د اختیارولو د تورونو په وړاندې د کنګنا په خلاف د هتک عزت قضیه پرانیسې وه.

خو اوس دغه فلم ستوري یو ځل بیا پولیسو ته شکایت کړی چې وېریږي چې په ده د (جسني تیري) تور ونه لګول شي.

هندوستان ټایمز د رپوټ له مخې، ادیتیا پنچولي په ممبيې کې ورسووا پولیسو مرکز ته بیا په تازه شکایت کې ویلي که چېرته پولیس دده پر شکایت ژر اقدام ونه کړي نو په ستونزو کې به ښکیل شي.

ادیتیا پنچولي پولیسو ته په څو شکایتونو کې وېره ښودلې چې کنګنا رناوټ به پرې د جنسي تیري تور ولګاوي.

د فلم لوبغاړي پنچولي په خبره که چېرته نوموړي د کنګنا رناوټ پر خلاف داېره شوې د هتک عزت عریضه بېرته وانخلي نو وېره ده چې پرې نوموړي به د درواغو تورونه پورې کړي.

د یادولو ده چې د کنګنا رناوټ او ادیتیا پنچولي تر منځ د څو میاشتو راهیسې لفظي جنګ روان دی او رناوټ پرې درانده تورونه هم پورې کړي دي.

کنګنا رناوټ په تېر کې د ادیتیا پنچولي په شمول پر هرتیهک روشن او ځینې نورو فلم لوبغاړو باندې د جنسي ځورونې، غیرې مناسبې رویې، درواغو ویلو، بلک میل کولو(یا په لومه کې ګېرولو)، او درواغو وعدو ورکولو تورونه لګولي دي.

کنګنا رناوټ د خبرو له مخې، د فلمي ژوند پيل سره سم دواړو تر منځ اړیکې وې او په خبره یې چې اداکار پنچولې يې په وړاندې نامناسبه رویه غوره کړې وه او دوکه یې ورکړې.

د دې سربېره کنګنا په بل فلم ستوري هرتیهک روشن باندې د نامناسبې رویې غوره کولو، په لومه کې ګېرولو او د واده د درواغو وعده ورکولو تورونه لګولي دي.

هرتیهک روشن هم د تورونو په مقابل کې پر کنګنا د بلک میل کولو قضیه ثبت کړې وه.

د کنګنا رناوټ او هرتیهک روشن تر منځ په ۲۰۰۹ څخه نیولې تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې اړیکې وې او دواړو په کرش او کائیټ په څېر فلمونو کې هم سره یوځای کار وکړ خو وروسته یې اړیکې د اختلافاتو ښکار شوې.

کنګنا رناوټ دعوه کړې چې هرتیهک روشن ورسره د واده وعده کړې وه خو په خبره یې چې مکر یې کاوه او دروغ یې ورته ویلي وه.

د دې سربېره یې پر نوموړې د غیرې مناسبې رویې تورونه هم لګولي وه چې وروسته بیا هرتیهک روشن هم د نوموړې په خلاف به ممبيې کې د پولیسو په مرکز کې قضیه ثبت کړې وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی