ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د منفي ګرا خلکو پېښې مه کوئ

لیکنه: مریم شریفي
اعلان

ژباړه: مریم شریفي

موږ زده کړي چې ډېر کله په ذهن کې د ګډوډۍ له مخې عمل کوو. کېدای شي له هغه کسانو سره چې تاسو لوی شوي یاست منفي و.

دا هم دلیل نه شي کېدای چې تاسو د منفي شی. کېدای شي ملګرو مو لویې هیلې نه درلودې. دا هم دلیل نه شي کېدای چې تاسو هم له خپلو هیلو لاس په سر شی. ځکه تاسو یو کاملا ازاد انسان یاست. دا طبعي نه دي. یوازې له دې کبله چې د کورنۍ غړي مو روږدي و ستاسو فکر هم هغې اړخ ته اوښتی.

دا هغه ویروسونه دي چې ستاسو ذهن یې ککړ کړی دی، اغېز یې در باندې کړی او ان ستاسو ژوند یې تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی. خدای پاک تاسو د پرمختګ، له باور سره ژوند کولو، خپلواک، روغ، مثبت او خوښ پیدا کړي یاست. تاسو یوه لویه داخلي نړۍ لری چې په بیا پروګرام کولو سره کولی شي ډېر لوی لوی کارونه تر سره کړی.

د یوې حامله سپۍ په اړه مې کیسه اورېدلې، چې له سړک څخه د تیرېدو پر وخت موټر ووهله او د شاه دوه پېښې یې ماتې شوې. په کش کولو کش کولو یې ځان د سړک څنډې او بیا کور ته ورساوه.

له اونیو وروسته یو څه ښه شوه، که څه هم چې لا یې د پښو هډوکو سم ځوښ نه و خوړلی او په خپلو پښو نه شوای تلای، خو بیا به یې هم ځان کشاوه. میاشت وروسته یې بچي وزېږول، بچي یې ټول سالم او کولی شوای چې په خپلو پښو ولاړ شي، خو دا چې مور یې ځان کشاوه دوی هم ددې پر ځای چې پر خپلو پښو ولاړ شي د مور په څېر تګ به یې کاوه.

د سپۍ څښتن ددې کار په لیدلو سره حیران شو، له ځان سره یې فکر وکړ چې کېدای شي د پېښې پر مهال د سپۍ په خېټه کې یې بچیانو ته هم زیان اوښتی وي. کونګري یې د حیواناتو ډاکټر ته د معاینې لپاره بوتلل، ډاکټر ولیدل چې د ګونګریو د شا پېښې هېڅ ستونزه نه لري او د تګ پرمهال یوازې د خپلې مور پېښې کوي. د کونګریو لپاره یې د مور تګ یوه نمونه وه. دوی فکر کاوه چې کېدای شي د تګ لپاره دا یوازنۍ لار وي.

دا هغه پېښه ده چې موږ ډېر تر اوسه پورې ور سره مخ شوي یو او لا هم مخ کېږو. موږ د هغو کړنو پېښې کوو چې د بېلګې په توګه مو لیدلي او وده ور سره کوو. هغه چا چې موږ ستر کړي یو ښه انسانان و، خپله هڅه یې کړې ده. خو په ځینو برخو کې یې یوازې پښې پر ځمکه کشولې او موږ له هغوی څخه په تقلید (پېښو) هغه کارونه کړي دي. هغوی تر ډېره منفي او ستړي کوونکي و. همدا لامل دی چې اوس موږ منفي او له جیګرخونۍ سره ژوند کوو. هغوی پر ځان د نه باور پر لوړې کچې کې روږدي شو. موږ هم اوس له هغې ستونزې سره مخ و. کیدای شي هغوی د اړیکو په برخه کې ښې ټاکنې نه درلودی او له ناوړه کسانو سره په اړیکه کې و. موږ هم اوس په هغو مسایلو کې ښکېل یو. موږ ولیدل چې هغوی په یوه منځنۍ کچه کې ژوند کاوه. موږ هم پر هماغه څه اخته شوي و او په منځنۍ کچه ژوند کولو کې عادي شوي یو.

خو له نیکه مرغه باید و وایم چې موږ هم د هماغه کونګریو په څېر د شا په پښو کې ستونزه نه لرو. دا هر څه یو ناسم ذهنیت دی چې موږ ور سره مخ شوي یو. کله مو چې فکر سم کړ، پېښې مو هم سمې درېږي. خدای پاک تاسو عیبي نه یاست پیدا کړي، خدای پاک تاسو په منځنۍ کچه کې نه یاست پیدا کړي. خدای پاک تاسو په خپل لوی قدرت او له خپلې خوښې سره سم په ډېره اعلی درجه پیدا کړي یی. تاسو د خدای پاک شهکار یاست او په خپلې لویۍ سره یې له کماله ډک او له پوره وړتیا سره پیدا کړي یاست. تاسو ته یې یوه روښانه راتلونکې له پوره، روغتیا، وړتیا، خوښۍ او ایمان سره په پام کې نیولې ده. کله چې خدای پاک تاسو ته له قوته ډکې پېښې درکړې دي، نو بیا ولې ددې پر ځای چې استورا قدمونه واخلئ پښې پر ځمکه کشوي؟ تاسو باید له حقارت، بدبینۍ، وړو هیلو او پر ځان کم باور سره ژوند ونه کړئ. تاسو په اصل کې دا ډول نه یاست پیدا شوي. تاسو باید یو نوی ژوند پیل کړی هغسې چې خدای پاک په لومړي سر کې جوړ کړي وی او د ذهن سافټویر مو ویروس نه و هلی. د ذهن سافټویر مو دویم ځلي د منځني ژوند لپاره نه، بلکې کمال ته د رسېدو لپاره پروګرام کړئ. هغه داسې پروګرام کړئ چې د خلکو لاس نیوی وکړئ نه داسې چې خپله خلکو ته لاس اوږد کړئ. هغه داسې پروګرام کړئ چې خپلواک وای، نه روږدۍ او په خلکو پورې تړلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي