سینما او موسیقي

د هالیوډ په مشهور اداکار ارنلډ شواسنیګر په جنوبې افریقا کې برید شوی

اعلان

د هاليوډ سینما مشهور ستوري ارنلډ شواسنیګر باندې برید شوی، خو کوم زیان ورته نه دی اوښتی.

ده جنوبې افریقا کې پر ده د شوي برید وروسته خپلو مینوالو ته ډاډ ورکړی چې ښه دی او تشویش دې نه کوي.

په یوه ویډیو کې ښکاري چې په فلم ستوري ارنلډ باندې د شاه لخوا برید کیږي.

دغه مشهور فلم ستوری ارنلډ اوس ۷۱ کلن دی، نوموړی د کیلفورنیا د ښار پخوا والی هم پاتې شوی.

رسنۍ د نوموړي له قوله وايي، چې په یوه غونډه کې خپلو مینوالو سره وخت و، یو کس راغی او دی یې له شاه طرفه په لغته وواهه.

بي بي سي اردو ویبپاڼه وایې برید کوونکی ځوان نیول شوی.

ارنلډ شواسنیګر د خپلو مینوالو مننه کړې چې ده ته یې د خواخوږۍ پيغامونه استولي او ویلي یې دی چې دا د تشویش کومه خبره نه ده.

په ټولنیزه رسنیو کې په ډیره خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې شواسنیګر په جوهانسبرګ کې په د یوې غونډې د مراسمو په جریان کې د خپلو مینوالو سره تصویرونو په ویستلو بوخت وي چې یو ځوان یې شا لخوا راځې او لغتې ور کوي.

په دغه برید کې اداکار ته زیات زیان نه دی رسیدلی او کس د امنیتي کسانو له خوا ژر نیول شوی.

ارنلډ شواسنیګر په خپل ټویټ کې ۴۰ لکه فالورز مخاطب کړي او ورته لیکلي؛ ما فکر وکړ چې شاید د ګڼې ګوڼې له امله په خطایې سره یې ضربه لېدلي وي، خو خبره داسې نه وه.


دی وایي له ویډیو وروسته پوه شم چې پر ما برید شوی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی