دوه هندي اکټران د یوې فلمې صحنې ډکولو ووژل

د هندوستان د کندايي ژبې د سینما دوه لوبغاړې هغه مهال مړه شول چې د یو فیلم د کلایمکس د صحنې د ډکولو لپاره یې له الوتکې څخه د اوبو منځ ته ودانګل او پر وخت ونه ژغورل شول .

د فلم ثبتولو دې ډلې د ( مستي ګوډي ) په نوم د فلم د اوج صحنه ډکوله چې دوو فلمي اکټرانو رګوف اودي او انیل ورما د یو بل فلمي اکټر سره د اکشن د صحنې د یوې برخې په توګه له هیلوکوپټره د اوبو منځ ته ودانګل .

په سیمه کې د پولیسو یو چارواکي ویلي د دواړو مړه شويو اکټرانو لامبو نه وه زده او له هیلوکوپټرې څخه د ټوپ وهلو پر مهال یې، ژغورونکې جاکټونه په تن نه وو او هغه وړه کښتې چې ټاکل وه له ټوپ کولو وروسته به ددوی ژغورنې پسې ورځي هم خرابه وه او کار یې نه کاوه .

د کندايي ژبې د سینما یو بل وتلی اکټر دنیا ویجي هم له هیلوکوپټرې څخه په دې ټوپ کې شامل و خو نوموړې په لامبو ځان ژغورلی دی .

د کنادايي ژبې یو تلویزون هغه مرکه خپره کړه چې یو ټوپ وهونکې اکټر انیل له ټوپ وهنې مخکې په صحنه کې ورته ویلي چې لامبو یې نه ده زده . لومړی ځل یې دی چې له هیلوکوپټره ټوپ وهي او ویریږي ، خو د ډایرکټر غوښتنه ده او دا هیله لري چې هر څه به سم ترسره شي .

بل وژل شوي فلمي لوبغاړي رګوف اودي له هیلوکوپټر څخه په اوبو کې له دانګلو مخکې هندي رسنیو ته ویلي وو چې له لوړې ویریږي . هغه زیاته کړه :” ددې صحنې لپاره ځانګړی چمتوالی نه دی نیول شوی یوازې همدومره پوهیږم چې موږ باید له هیلوکوپټر څخه د اوبو منځ ته ټوپ ووهو .“

پولیس وايي د فلم د ډایرکټر او د فلم د پروډیوسر خلاف یې جرمي دوسیه ثبت کړې ده .

په کنادايي ژبه د هند په جنوب کې د کارناتاکا په ایالت خلک خبرې کوي او سیمه ایزه غوړیدونکې سینما لري .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.