ټولنیز ژوند ساینس او ټیکنالوژي سفر

په افغانستان کې د لویو ټرافیکي پيښو مخنیوی: د یوه افغان ځوان ارزانه او ګټوره طرحه

دا لیکنه او طرحه د سافټ ویر انجینر اغا ملوک سهار لیکلې او وړاندې کړې !

تیر کال مې یو ځاي ولوستل چې د احمدشاه ابدالی په نوم د شرکت موټرو د ټکرونو په پایله کې تراوسه ۳۰۰۰ زره کسان مړه سوي او په زرګونه نور ژوبل سوی. ډیری وخت ډیری بدي او لویې پیښې هم له دی بس موټرونو د بې احتیاطي له امله رامنځته کیږي، لکه دوه دری کاله مخکې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د تیلو د یو ټانکر او بس موټر ترمنځ ټرافیکې پیښه وسوه، چې وروسته دواړه اور واخیست چې پکې سپاره ټول مړه او زخمیان ایره سول. په دی ډول په لویو لارو د سورلیو د لویو او وړو موټرو د بې احتیاطي له قبله تراوسه په زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي.

په افغانستان کې له جنګ څخه وروسته په دوهمه درجه کې مرګ ژوبله له ټرافیکي پیښو څخه ده.

دقیقې شمیرې نشته خو په افغانستان کې تر پنځه میلیونو زیات موټرونه شته، چې له دې ډلې یې له اته لکه تر یو میلیون موټرونه اسناد نلری او یا په جعلي اسنادونو ګرځي.

ډیره وخت لویې ترافیکې پیښې د کابل-هرات په لویه لار رامنځته کیږي، دا چې ولي دلته به یې ستونزې او حل لارې راوسپړو.

ددي پیښو یو اړخ د منظم ټرافیکی ستم نشتون او د سړکونو خرابوالی دی، خو له دی سره لوی لاملونه یې دادی چې ددی شرکتونو اکثریت موټروانان نالوستی او اکثریت یې په ډول ډول نشیې توکو معتاد دی، په تیره بیا د سفر په مهال یې ډیری نشه کوي، او ډیر اوږد سفر او خرابه لار باندی یوازې یو کس په لوړ سرعت ډریورې کوي. دا ډریوران اکثریت په ټرافیکی سستم نه پوهیږي، او نه دا شرکتونو په دوي لمړنۍ زده کړې کوي او نه یې ددوی د روغتیا او کار لپاره شرایط او کړنلارې وړاندې کړي، په داسې حال کې چې د کابل مزار او شمال نور ولایتونو ته هم دا ډول بس موټرونه ځي راځی خو هیڅکله یې په دې اندازه مرګ ژوبله نده اړولی. نه هم د ترافیکیو ریاست او ټرانسپورت وزارت په دی برخه کې څه کړي.

تیر کال په کورنیو چارو وزارت کې له یو کس سره مخ سوم نوم یې جنرال تارموز وو چې د استونیا هیواد اسیدونکی وو، او د ناټو په ماموریت کې یې په افغانستان کې دنده اجراءکوله. ده یوه طرحه د کورنیو چارو وزارت ته ورکړی وه، ماته یې هم ددی طرحې یوه کاپي راکړه، ځکه زه هغه ورځ دې مجلس ته ددي لپاره وربلل سوی وم چې ما د ټرافیکو ریاست لپاره یو اپلیکشن جوړ کړی وو. باوجود ددی چې هغه د مخابراتو وزارت او کورنیو چارو وزارت تایید کړ خو دوی عملی نکړ. جنرال تارموز د طرحې لنډیز که درته ووایم هغه غوښتل چې د استونیا هیواد د ټرافیکو د سیستم موډل په افغانستان کې عملی کړي، چې په اووه کاله کې سیستم جوړیدو او لس میلیارده ډالرو ته یې اړتیا درلوده. چې په اوسنیو حالات کې ستونزمنه وه ځکه لمړی خو دومره امکانات او تخنيکي ټيم دلته نسته او دوهم دا په لویو لارو او ښارونو کې د پایو، سکنرونو او نورو وسیلو نصب ول او ټول یو پلفارم ته اړول وو،او تر ډیره په هارډویر ولاړ وو چې د اوس لپاره به یې عملي کول خورا ستونزمن وي.

دوهمه طرحه زما وه چې ډیری برخه یې په سافټویر ولاړه وه، ځکه عملي کول یې اسانه وو او دوهم په ډیره کمه بودیجه دا کار کیدو. ما هغه وخت دوی ته په عملي بڼه وښودل چې دوی هم تایید کړ، زما د طرحې لنډیز دا وو، دي سیستم دوه برخې درلودي، یوه یې د ښارې ترافیکی سیستم لپاره وه. او بله د لویو لارو د ترافیکو د سیستم لپاره.

په ښار کې باید هر ترافیک په سمارټ فون کې دغه اپلکیشن درلودای. په دی اپلیکشن کې اکوونټ درلود. او د موټر نمبر پلیټ په وهلو سره د موټر او مالک مشخصات ټول ورته ښودل که هغه موټر او هغه کس چې په سیستم کې ثبت وای، نو د تګ اجازه یې ورکوله. او که نه وای نو درول یې هم او انلاین جریمه کول یې او دا کس باید بانک ته هغه جریمه پیمنټ کړی وای، نه ترافیک ته، او که تښتيدلي وای نو په دی ډول په بله څلور لار کې بل ترافیک درول او جریمه کول یې. نو د کابل په ښار کې په سلګونه ترافیک پولیس دی. چې دا به ډیره ستونزمنه وه چې له دی ټولو ترافیکو دي ځان تیر کړي، ځکه دې سیستم دا وړتیا هم درلوده چې د ترافیکو ریاست کې حداقل لس کسانو د هیواد ټول ټرافیک پولیس ددی سیستم په وسیله څارل چې چیرته ده؟ انلاین دی کنه؟ نن یې څومره سرچ کړی؟ څومره کسان یې جریمه کړي او ریپورت کړي؟ او نژدې ترافیکیو پولیسو سره یې همکاری، هماهنګې او ریپورټنګ څومره ده؟ آډمین پنل او دیته ورته نور ټول فعالیتونه،…

دوهم په لویو لارو باندي د بس او نورو موټرونو کنټرول او څارل وو چې په موټرو کې لمړی د جي پی ایس ډیوایس نصب کیدل وو چې د ترافییکو ادارې او اړوند شرکتونه خپل موټر څارلای او کنټرولولای سي، چې په د سره به شرکتونه او ټرافیکو پولیسو کولای سوای چې موټرو له لیري خاموش او چالاند کړي، سرعت او رفتار یې کنټرول کړي. لوی بریک ،ډیر ریز، د تیلو،غږ، برق سیستم، حرارت او نور ډیر څه کنټرول کړی،دا ټرکرونه دوه سیمکاروته خورې، که چیرته یوه سیمکارت سنګنال نه ورکولای نو بل ته اتومات سویچ کیدو. او که په هغوی سیمو کې چې هیڅ دوی دوه کار نه کولای. ټرکر ډیټا ځان سره ذخیره کوله او کله چې انټرنیت سره وصل سوای وای نو ټوله یې سرور په یو ځل ته لیږله، د اړیتا په وخت کې په موبایل اپلیکشن برسیره په اس ایم اس هم کنټرولای سوای.

دوهم په دې موټرو کې کمرې نصب ول، چې دې کمرې نه انترنټ ته او نه اپلکېشېن ته اړتیا لرله، ځکه دا ځان سره یو ټي بي ډرایو لري، کمره د موټر مخ او شا کې نصبیږي، د یوی میاشتي لپاره اوتومات ویډیو ریکارډ کوي، له دیرش ورځو وروسته ډیټا په اتومات ډول بیرته ډیلیټ وي. که چیرته موټر ټرافیکي پیښه کړي وای او بل هرڅه په دی ویډيو ریکارډ کې هرڅه معلومیدو. دا کمره خپله له د موټر له بطرۍ چارچیده، چې د انسان له مداخلی پرته هرڅه کوي. که چیرته موټر اور هم واخلی نو دا ریکارد خوندي دی، که موټرو پیښه کړی وای او نورو حالاتو کې له دې تخنیک نه به سلامت او ملامت په ډيره اسانه معلومیدل. او نور….

دا موږ ازمویله حللاره دوی ته وښوده، چې په کابل او لویو لارو لپاره په دې سیستم ټول مصرف تر یو میلیون ډالر ډیر ندی، ځکه کمره او جي پی ایس ډیوایس باید هر بس او بل لوی موټر خپله ځانته اخیستی وای، دا یو میلیون ډالر د سیستم د جوړولو او څارولو لپاره کافي وو او دي.

خو دوی دا ونه کړل، په داسې حال کې چې موږ د خپل شرکت له لارې په ولایتونو او کابل کې ډیری شخصي موټرو او شرکتونو ته دا جي پی ایسونه او کمري لګولي، نه یوازې دوی خپل موټر کنټرولوي او څارې بلکې موږ ورته وایو چې تاسو خپل موټر د سړک په سر ودروئ او کلې هم په کې پریږيدئ او دروازې خلاصې پریږدئ. څوک یې نه سي غلاکولای ځکه موږ نه یوازې د اپلیکشن له لارې په موټر برق بندوو بلکې د تیلو سیستم یې قطع کوو، چې کلې هم له غله سره وی، نه یې سي غلا کولای…

نو که خبرې سره رالنډې کړو په پورته لارښوونو برسیره به لاندې لارو ددی ستونزې مخنیوی کولای سو:

د ټولو لویو بسونه ډریورې لوستو کسانو ته سپارل.

معتاد کسان له ډریورې او کليدنرۍ څخه لیرې کول.

په موټرو کې د ټرکننیګ ډیوایسونه او کمرې نصبول.

د څار لپاره به کابل یا ولایتونو کې څو کسانو ته سیستم سپارل.

د بس او نور سورلیو موټرو لپاره محدودیتونه ایښودل.

د ټرافیکی سیستم او نورو اصولو د زده کولو لپاره ډریورانو ته زده کړی ورکول.

ډرویوران، موټرونواو شرکتونه په اپډيت او کم لګښته ټکنالوجې سبمالول.

دیته ورته لارې به پلې کولو سره زه باورې یم چې تر ۹۰٪ د دا ډول پیښو مخنیوی کیږي.

که اړتیا وه زه به زموږ د جي پې ایس ډيواسونو ، اپلیکېشنونو او سیستم په اړه تاسو په بله لیکنه کې پوره معلومات او څنګه یې ډانلوډ کړي او ګټه ترې واخلي، درته بیان ولیکم. یاران تعقیب کړئ، نورو لیکنو کې به یې انشاالله ولولئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

اغاملوک سهار