سپورټ نړیوال کرکټ

په ایمیرجینګ کپ هندوستان د پاکستان او سریلنکا بنګله د دیش سفر پای ته ورسوو

د کرکټ اسیایي شورا یا (ACC) لخوا د ایمرجینګ یا ځوان غوړیدونکو لوبغاړو ترمنځ د ۲۰۱۸ م کال سیالیو کې هندۍ لوبډلې د پاکستان ایمیرجینګ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره رخصت ورکړ.

په دغه سیالیو کې د هند، پاکستان، سریلنکا، افغانستان، بنګله دیش، هانګ کانګ، عمان او متحده عربي اماراتو لوبډلو څخه هندوستان له پاکستان او سریلنکا د بنګله دیش خلاف نیمه پای لوبو ته لار پیدا کړې وه، چې په لمړۍ نیمه پای لوبه کې هندۍ لوبډلې پاکستان ته په ۷ ویکټو سره ماته ورکړه.

همدا راز په دویمه نیمه پای لوبه کې کوربه سریلنکا لوبډلې بنګله دیش ته په ۴ ویکټو سره په ماتې ورکولو ځان تر پای لوبې ورسو.

د نن ورځ په لمړۍ سیالۍ کې هندوستان د پاکستان خلاف د ۱۷۳ او په دویمه سیالۍ کې سریلنکا د بنګله دیش خلاف ۲۳۸ منډې ترلاسه کړې.

د کرکټ ایمیرجینګ ګپ سیالۍ د روانې ډیسمبر میاشتې په ۶ مه نېټه د ۸ لوبډلو په ګډون د پاکستان کراچۍ کې پیل شوې، چې وروستۍ لوبه به یې د روانې میاشتې په ۱۵ مه نېټه د هند او سریلنکا ترمنځ د سریلنکا په کولمبو کې ترسره شي.

افغان لوبډلې هم په دې سیالیو کې ونډه درلوده، خو د هند او سریلنکا څخه په ماتو او د عمان خلاف په بریا سره یې ګډون لا د وړاندې پای ته رسیدلی و.

د کرکټ اسیايي شورا سره دا ۵۰ اوریزه سیالۍ د (لیست ای) لوبو حیثیت یا درجه لري او د ګډون کونکو هېوادونو له ۲۳ کلونو څخه د کم عمر لرونکو لوبغاړو پکې ګډون کړی و، چې پکې ۵ د بشپړ غړیتوب لرونکې او ۳ د کرکټ دویمې درجې غړو هېوادونو لوبډلې وي.

د دې لوبو په تیر پړاو کې هم سریلنکا لوبډلې په وروستۍ سیالۍ کې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ جام ګټلی و او دا ځل به هم له خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی