کورنی کرکټ

د کرکټ بورډ د غړو کلنۍ ناسته ترسره شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رئيس عزيزالله فضلي او د کرکټ بورډ، د بورډ غړو ترمنځ پرون د چنګاښ په ۱۵مه نېټه کلنۍ عمومي ناسته ترسره شوه، چې دغې ناسته کې يو شمېر مهمې پرېکړې هم وشوې.

د کرکټ بورډ په وېنا؛ کلنۍ عمومي غونډې دغه پرېکړې په افغانستان کرکټ بورډ کې په یوه خبري ناسته کې له رسنيو سره شريکې شوې، چې په دغه ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عزيزالله فضلي په ګډون د کرکټ بورډ غړو هر یوه ګلالۍ نور ساپۍ، فریدون الهام، محمد جواد پېکار، ضیاءالحق امرخېل، شکرالله عاطف مشعل او نوریالی ابراهیمي د عبدالرحمان الکوزي په استازیتوب ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې عمومي مشر فضلي رسنيو ته د کرکټ بورډ نوي څلور غړي معرفي کړل، چې پکې نوي غړي هر یو محمد جواد پېکار، ضیا الحق امرخېل، شکرالله عاطف مشعل او ګلالۍ نور ساپۍ شامل دي.

تر هغه وروسته عزيزالله فضلي د کلنۍ عمومي غونډې پرېکړې له رسنيو سره شريکې کړې چې په لاندې ډول وې:

د سرپرست اجراييه رييس اسدالله خان، د پخواني غوراوي کمېټې مشر دولت خان احمدزي او د ملي لوبډلې مدیر نويد صايم دندې وځنډول شوې، د دوی د کارونو د ارزونې لپاره د بورډ له غړو ضيا الحق امرخېل، فريدون الهام او عاطف مشعل څخه يوه کمېټه جوړه شوه، چې هغوی به په دوه اونيو کې د يادو کسانو اړوند خپل راپور د افغانستان کرکټ بورډ راتلونکې غونډې ته وړاندې کوي، چې د دوی په اړه به له هغه وروسته وروستی تصمیم ونيول شي.

د افغان کرکټ بورډ په خبره؛ په دغې ناسته کې غوښتنه وشوه چې د اجراييه رييس د بست لپاره دې وړ کسان خپل غوښتنليکونه د جولای تر اتمې نېټې پورې کرکټ بورډ ته ورولېږي، چې تر ۱۴ م جولايي مخکې د افغانستان کرکټ بورډ لپاره اجرايیه رييس وټاکل شي او د کرکټ نړيوالې شورا په راروانه غونډه کې ګډون وکړي.

د کرکټ بورډ غړو همدا راز تصمیم ونیوه، چې خپلې غونډې به په وخت ترسره کوي او د ضرورت پر مهال به فوق العاده غونډې هم کوي او د يادو غونډو ټولې پرېکړې به له ولس سره شريکوي.

کرکټ بورډ وایي، تېر کال د افغانستان غوره لیګ کې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د یو شمیر کسانو په اړه ځیني موارد د افغانستان کرکټ بورډ ته ویل شوي وو، چی د افغانستان کرکټ بورډ هغو ټکو ته جدي پام وکړ او په اړه یی لازمې پریکړې وکړې او له هغې وروسته د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه وکړه چی د افغانستان غوره لیګ روڼ ا و شفاف ومنل شو او همدا راز یادې څېړنې پای ته رسیدلي دي.

د افغانستان غوره ليګ دويم پړاو به د روان کال په اکتوبر مياشت کې ترسره شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی