سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

افغان کرکټ بورډ د نړیوال جام په ترڅ کې د آفتاب عالم د چلند په اړه څېړنې کوي

افتاب عالم چې د افغان لوبډلې چټک بالر دی او په نړیوال جام کې له افغان لوبډلې سره مل و؛ دا ملتیا هله پای ته ورسېده، کله چې دی په انګلستان کې د ناسم اخلاقي چلند له مخې پړ وپېژندل شو.

نوموړی هغه مهال کورته راولېږل شو، له نړیوال جام څخه ربهر کړل شو او پر ځای یې سعید شیرزاد انګلستان ته له ملي لوبډلې سره د یو ځای کېدو پر پار ولاړ.

د کرېک انفو وېب پاڼې لیکلي، افغان چټک غونډوسکه غورځوونکی افتاب عالم د انګلستان په ساوتمټن سیمه کې د یوه هوټل له ښځینه مېلمنې سره بد چلند کړی و؛ نو ځکه له لوبو رابهر شو.

د وېب پاڼې په وېنا لومړیو کې د کرکټ نړیوالې شورا وویل، چې هغه د استثنایي وضعیت پر بنسټ کورته لېږل شوی دی.

خو د افغانستان کرکټ بورډ تاید کړه، چې افتاب د کرکټ نړیوالې شورا د اخلاقو ځېنې کوډونه او پولې ماتې کړي.

د کرېک انفو وېب پاڼه وایي زمونږ موندنې ښيي، چې افتاب عالم په داسې حال کې د پولیسو له خوا له کوره را وویستل شو، چې د عادي جامې یې نه وې پر تن؛ بلکې د مېلمه پالنې لباس یې پر تن و.

وېب پاڼه وایي، دا مهال په مانچیسټر ښار کې د هندوستان او پاکستان  لوبه روانه وه، چې افتاب عالم پولیسو ونیو.

کرېک انفو زیاتوي، کله چې افتاب عالم پولیسو ونیو، نو د افغانستان کرکټ بورډ د لوبډلې د ناظم یا منېجر نوید صایم دنده سملاسي وځنډوله، کرکټ بورډ د ډیسپلین کمېټې ته امر وکړ، چې د افتاب عالم د هوټل د قضیې په هکله په یوه اونۍ کې څېړنې وکړي او راپور چمتو کړي.

عالم هغه مهال لوبو وځنډول شو او له نړیوال جام نوملړ څخه رابهر شو، دا پرېکړه د جون په ۲۷ مه نېټه کېږي.

کرېک انفو وایي، اصلي مسله په کابل کې د کرکټ بورډ په کلنۍ غونډه کې معلومه شوه.

د کرکټ بورډ د ډسپلین کمېټه پخوا لاس په کار شوې وه، دا خبره د بورډ غړي او نورو مشرانو کرېک انفو ته کړې ده.

عاطف مشعل ویلي؛ په دې قضیه کې د لوبډلې منېجر صایم پړ دی، هغه ویلي، چې نوید صایم په دې اړه معلومات له کرکټ بورډ پټ ساتلي وو.

عاطف مشعل ویلي، نو ځکه د صایم دنده وځنډېده او تر څېړنو لاندې نیول شوی دی.

مشعل زیاته کړې د صایم او افتاب عالم په اړه به وروستۍ پرېکړه هله وشي، کله چې کره راپور وړاندې شي.

د کرکټ نړیوالې شورا د فساد پر وړاندې د مبارزې برخې د افتاب عالم څېړنې افغان کرکټ بورډ ته لېږلي دي او له کرکټ بورډ څخه یې غوښتنه کړې، چې د دغه لوبغاړي د ناوړه چلند پرضد اقدام وکړي.

افتاب عالم د نړیوال جام وروستۍ لوبه د جون په ۲۲ مه نېټه د هندوستان خلاف وکړه او بیا له سیالیو رابهر شو.

افتاب په دې لوبه کې د محمد شمي له خوا په صفر بولډ شوی و.

د کرکټ نړیوالې شورا د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګه وایي، مونږ د انګلستان په ساوتمټن سیمه کې افغان لوبډله په یوه هوټل کې تعقیبوله، کله چې مو وکتل افتاب عالم نه و، دا پېښه د جون په ۲۳ مه نېټه سهار مهال شوې وه.

د کرکټ نړیوالې دا ځانګړې اداره وایي، افتاب عالم د خپل هوټل په اصلي خونه کې نه و موجود.

دا اداره وایي د ورځې په وروستیو شېبوکې هغه بیا د خپلو خپلوانو له کوره راستون شو.

له دې وروسته د افغان لوبډلې مشر روزونکي فېل سېمونس افتاب له لوبو منع کړ.

د افغان کرکټ بورډ د ځېنو مشرانو په اړه هم څېړنې کېږي.

کرېک انفو وېب پاڼه وایي، د کرکټ بورډ اجرایوي مشر اسدالله خان او د غوراوي کمېټې پخوانی مشر دولت احمدزی هم له دې کبله تر څېړنو لاندې نیول کېږي، چې هغوی د لوبډلې په تیت و پرک کولو کې رول لرلی دی.

عاطف مشعل ویلي د دوی په اړه به هم شدید اقدامات وشي.

اسد الله خان مخکې هم د ځېنو تېروتنو پر بنسټ پړ پېژندل شوی، وېب پاڼه وایي، هغه د کرکټ بورډ ځېنې اصول او پالیسۍ تر پښو لاندې کړي دي او دولت احمدزی د افغانستان ټیم د نوملړ، لوبډلمشر د بدلولو په قضیه کې دخیل بلل شوی دی.

د کرکټ بورډ پخواني رئیس او د بورډ اوسني غړي عاطف مشعل ویلي، درې کسیز هیئت ټاکل کېږي او بیا به د اسدالله خان او دولت احمدزي په اړه څېړنې وکړي.

د نړیوال جام په اوږدو کې د افغان لوبډلې روزونکي فېل سېمونس په یوه ټویټ کې ویلي وو، چې دی به له نړیوال جام وروسته ځېنې رازونه رابرسېره کړي او دولت احمدزی یې د لوبډلې په ګډوډۍ او بې ثباتۍ تورن کړی و.

د کرکټ بورډ د ځېنو مشرانو او لوبغاړو په اړه په داسې حال کې تحقیقات کېږي، چې افغان لوبډله له ۹ ماتو سره له نړیوال جام څخه پرون د جولای په ۶ مه نېټه خپل هېواد ته راستنه شوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی