له نړۍ

د نړۍ د تر ټولو ستر هېواد روسیې په اړه څو ټکي

حشمت الله نوري

روسيه د اسیا په شمال او د اروپا په ختیځ کې د شمالي کنګل سمندر، اروپا او شمالي ارام سمندر تر منځ د ختیځ طول البلد د ۲۸ تر ۱۷۰ درجو او د شمالي عرض البلد د ۴۲ تر ۸۲ درجو په منځ کې موقعیت لري.

پراخوالی یې (۶۵۸۶۶۳۱۵) میله مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ لومړۍ درجه هېواد ګڼل کېږي.

د روسيې شمال ته شمالي کنګل سمندر، جنوب ته یې شمالي کوریا، منګولیا، قزاقستان اذربایجان او د کسپین سمندرګی، جنوب ختیځ ته یې چین، ختیځ ته یې شمالي ارام سمندر او لویدیځ ته يې بيا اوکراین، سپینه روسیه، فنلنډ، ناروې او تور سمندرګی موقعيت لري.

د کریمیا د ټاپووزمې له جنوبي سواحلو او قفقاز ته د روسیې له ځینو نږدې پرتو سیمو پرته، د دغه هېودا د نورو ټولو سيمو هوا وچه ده. په روسيه کې ژمی خورا اوږد وي ان تر دې چې په ځينو سيمو کې يې د ژمي اوږدوالی اتو مياشتو ته رسېږي.

د اروپایي روسیې شمالي برخې او د مسکو شاوخوا سیمې ډېرې واورینې دي او په مياشتو مياشتو په وارو کې پټې وي.

روسیه د نړۍ تر ټولو ستر هېواد دی چې د اروپا ختيځه او د اسیا شمالي برخه یي نیولې ده. د دغه هېواد پلازمېنه د مسکو ښار دی، نفوس يې ۱۴۴،۵ ميليونو تنو ته رسېږي چې په هر کيلومتر مربع خاوره کې يې ۸،۴ تنه مېشت دي.

د روسيې ۷۴ سلنه خلک په ښاري او پاتې نور يې بيا په کليوالي سيمو کې ژوند کوي. اوسيدونکي يې له روغتيايي پلوه ډېر ښه وضعيت لري او هر نفر پکې په منځنۍ کچه ۷۱ کاله عمر کوي.

د روسيې ۷۸ سلنه خلک د سپين روسي نژاد، ۳ سلنه يې د تاتاري نژاد، ۲ سلنه يې د اوکرايني نژاد او پاتې يې د مختلفو نژادونو درلودونکي دي.

په روسيه کې د ۱۹۰ نژادونو اړوند خلک ژوند کوي چې افغانان هم پکې شامل دي.

د دغه هېواد لويه برخه يا ۷۰ سلنه خلک له مذهبي پلوه کومه عقيده نه لري، خو ۱۲ سلنه يې د ارتودوکس، ۱۲ سلنه يې د اسلام او پاتې يې د يهوديت پيروان دي.

د روسيې رسمي ژبه روسي ده چې د دغه هېواد ۹۶ سلنه وګړي پرې خبرې کوي. پر دې سربېره جرمني، چيچينيايي او تاتاري ژبه هم په روسيه کې ويونکي لري.
لیکبڼه یې د سیریلیک په نوم يادېږي.

روسیه ۴۶ ولایتونه، څلور کورواکې سیمې، دوه فدرالي ښارونه او یو کورواک ولایت لري.

سنټ پيټرزبورګ، کازان، کویبیچف، والګاګراد او روستوف د روسيې مهم ښارونه دي.

د روسیې پر اوسني اساسي قانون په ۱۹۹۳ زېږديز کال کې له سره کتنه وشوه. دغه قانون لا هم پر دغه هېواد واکمن دی. د روسيې د حکومت بڼه جمهوري ده او اوسنی ولسمشر يې ولاديمير پوتين نومېږي. په دغه هېواد کې ولسمشر د خلکو په مستقيمو رايو د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي او يو کس کولای شي چې يوازې دوې دورې په روسيه کې ولسمشري وکړي.

روسيه لومړی وزير او هر لومړی وزير بيا اته مرستيالان هم لري. لومړی وزير، د هغه مرستيالان، د کابينې غړي او نور لوړپوړي چارواکي په روسيه کې د حکومت برخه ګڼل کېږي. ياد مقامات د ولسمشر له خوا ټاکل کېږې خو لومړی وزیر بايد د ولسې جرګې (دوما) له لوري هم تائيد شي.

د روسیې ولسمشر یو اداري دفتر لري چې ولسمشر ته تګلارې او پرسونل برابروي. دا دفتر دغه راز دنده لري چې د ولسمشر فرمانونه ولیکي او د بېلا بېلو اداري واحدونو او حکومتي ادارو تر منځ همغږي رامنځته کړي. روسیه د امنیت یوه مهمه شورا هم لري چې د خپل کار راپور ولسمشر ته وړاندې کوي.

د روسیې مقننه قوه دوې جرګې لري: لومړۍ يې د فدراسيون شورا چې ۱۶۶ غړي لري او په څلورو کلونو کې يو ځل ورته ټاکنې کېږي. دويمه جرګه يې بيا د دوما مجلس دی چې ۴۵۰ غړي لري او د روسيې له مختلفو سيمو څخه د نفوس په تناسب ټاکل کېږي.

په روسيه کې ټول خلک په ټاکنو کې د رايې ورکولو حق لري، خو په دې شرط چې د اتلس کلنۍ عمر یې بشپړ کړی وي.

د دغه هېواد حقوقي نظام پر مدني قوانینو ولاړ دی. د اساسي قانون محکمه، ستره محکمه او د قضاوت محکمه د روسيې تر ټولو لوړ قضايي ارګانونه دي.

د اساسي قانون محکمه يې یو مشر او ۲۳ قاضیان، ستره محکمه يې یو قاضي القضات او ۱۹ قاضیان او د قضاوت محکمه يې بيا یو مشر او څلور مرستیالان لري.

د دې محاکمو قاضیان د روسیې د ولسمشر په وړاندیز د فدراسیون شورا له خوا د ټول عمر لپاره ټاکل کېږي.

د روسیې فدراسیون کمونېست ګوند، د روسیې لېبرال ولسواک ګوند او متحده روسیه د روسيې مخکښ سياسي ګوندونه دي.

روسیه د هغو هېوادونو له ډلې ده چې ډېر ستر اقتصاد لري. دغه هېواد تر ۱۹۹۰ زېږديز کال پورې د شوروي اتحاد په چوکاټ کې سوسیالېستي نظام او اقتصاد درلودل. خو د شوروي اتحاد تر وېشل کېدو وروسته، روسيې هم خصوصي سکټور ته د ودې او پراختيا زمينه برابره کړه او په دې توګه يې سوسيالېستي اقتصاد د ازاد بازار پر اقتصاد بدل کړ.

نړیوال اقتصادپوهان په دې اند دي چې روسیې په تېرو شلو کلونو کې ستر بریالیتوبونه تر لاسه کړي او پرمختګ يې کړی دی.

روسیې له تېرو دوو لسيزو راهيسې پرلپسې هڅه کړې، چې د اقتصاد د بنسټیزو جوړښتونو په اصلاحاتو کې ګړندي ګامونه اوچت کړي او د اقتصاد په راتلونکي پرمختګ او غوړېدنه باندې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګه والو اعتماد زیات کړي.

تېل، طبیعي ګاز، فلزات او لرګي د روسیې د صادراتو ۸۰ سلنه برخه جوړوي.
روسیه په نړۍ کې د تېلو او ګازو ستر تولیدوونکی او صاردوونکی هېواد دی. اوسپنه، پولاد او المونیم په ترتيب سره د روسيې نور توليدات دي.

د روسيې د ناخالص کورني تولید کلنی ارزښت درې ټرېليونه ډالره دی، چې دغه ارزښت هر کال تر دوه سلنه پورې وده کوي.

په دغه هېواد کې د خلکو د سړي سر کلني عاید کچه ۱۰۸۸۵ ډالره ده، خو سره له دې هم د روسيې پنځه سلنه وګړي وزګار دي.

اټومي بټۍ، اټومي برېښنا او اتومي وسلې، د هوا پوهنې، هوا څېړنې او ستورپېژندنې وسایل، بېړۍ، د کانونو د پلټنې، سپړنې او پروسس ماشينونه، د تېلو او ګازو د چاڼ او لېږد ماشینونه او نللیکې، نقلیه وسایط، چورلکې، لوی او کوچني موټر، درندې او سپکې وسلې، راز راز پوځي مهمات، فلزي تولیدات، اورګاډي او د اورګادو پټلۍ، د اوسپنې او پولادو ویلې کول، مخابراتي سپوږمکۍ، مخابراتي وسایل، د برېښنا د تولید فابریکې، کیمياوي توکي، خوراکي توکي، لرګي، کاغذ، کرنیز وسایل، ساختماني توکي، سپورټي وسایل د نساجۍ ماشینونه، ټوکران، استهلاکي وسایل، د پاکولو مواد او طبي وسایل د روسيې د صنعت لاسته راوړنې دي.

د روسیې اته سلنه ځمکه د کرنې وړ ده، ۴۰ سلنه يې ځنګلونو، نهه سلنه يې څړځایونو او پاتې نوره يې بيا غرونو، غونډیو، دښتو، سیندونو د کار او تولید ځایونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده.

کرنه په روسیه کې ۱۰۰ سلنه ماشیني او علمي ده. اوسمهال د دغه هېواد نهه سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي.

روسيه د ډبرو سکرو د زېرمو له پلوه په نړۍ کې لومړی، د اوسپنې، تېلو او سرو زرو د کاني زېرمو د لرلو له پلوه دويم ځای لري. روسيه پر دې سربېره د کرومو، فاسفېټو، المونیمو، سرپو، ګوګړو، منګنیزو، ټیټانیمو، مسو، الماسو او نورو قيمتي ډبرو غني زېرمې هم لري.

د روسيې د صادراتو کلنۍ کچه ۵۵۵ ميليارده ډالره ده، په داسې حال کې چې يوازې د ۳۴۱ ډالرو په ارزښت واردات لري.

هالنډ، ايټاليا، چين، بلاروس، اوکراين، جرمني او ترکيه د روسيې لوی تجارتي شريکان دي.

د پیسو واحد يې روسي روبل دی، مالي کلونه يې له عيسوي کلونو سره يو ځای پيل کېږي او د همدې کلونو په ختمېدو سره پای ته رسېږي.

روسيه د ۸۷۱۵۷ کيلومترو په اوږدوالي سره د اوسپنې پټلۍ، ۱۲۱۸ هوايي ډګرونه او ۶۸۰ لويې سوداګريزې بېړۍ لري.

د روسيې د ټليفون کوډ ۰۰۷ او د انټرنېټ کوډ يې بيا RU دی. د روسيې ۴۱ ميليونه وګړي انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري.

دغه هېواد شپږ ملي او ۳۰۰۰ سیمه ییز ټلوېزيوني چينلونه لري، چې ۳۴ سلنه يې د خصوصي سکټور اړوند دي. پر دې سربېره په روسيه کې ۲۸۵ ورځپاڼې او ۲۷۵۰ اونيزې، مياشتنۍ او مهالنۍ مجلې خپرېږي.

روسيه له افغانستان سره ډېرې پخوانۍ اړيکې لري. د دغه هېواد لومړنی پلاوی د تیموري شاهرخ په زمانه کې هرات ته راغلی و. د دراني احمدشاه بابا په وخت کې هم د روسیې یوه رسمي پلاوي هرات ته سفر کړی و.

د اعلیحضرت امیر امان الله خان په وخت کې د دواړو هېوادونو مناسبات په بله بڼه له سره پیل شول.

روسیه لومړنی هېواد و چې د افغانستان خپلواکي یې په رسمیت وپېژندله او تر دې مهاله يې له افغانستان سره یې په بېلا بېلو برخو کې مرسته کړې ده، چې د کابل سېلو او ژرنده، د جنګلک فابریکه، د پلخمري – شېرخان بندر لویه لار، د سالنګ تونل او ګالري، کابل پوليتخنیک پوهنتون، د بګرام او شینډنډ هوایي ډګرونه او د کابل د کور جوړولو فابریکه یې ښې بېلګې دي.