افغانستان سیاست

کونړ؛ پر ولسي تړون نسبي ارامي او حکومتي بې پروايي

لیکنه: ياران

لیکنه: اتل سالارزی

د طبعي ښکلاګانو ښار کونړ ته د میاشتني سفر یادښتونه؛ ددې ولایت د خلکو محرومیتونه، ستونزې او وروسته پاتې والی دلته درسره شریکووم.

– د ختیځ افغان نابغه ټاټوبي کونړ د ځوانې طبقې فیصدي لوړه؛ خو د سواد د کچې ټیټوالی یې زړه بوږنوونکی او د خوابدۍ وړ دی. د نړۍ د روان ساینسي او علمي کاروان سره یې د یوځای کېدو لپاره ډیر څه نه دي شوي او لا هم ویل کیږي پکې تر شپېته سلنه پورته وګړي د بې سوادۍ په سخت حالت کې ژوند کوي، چې همدې چارې بې کارۍ ته زمینه سازي کړې.

– په دې ولایت کې روغتیايي ستونزې له شمېره وتي او له نږدې یې د کتو توان ستونزمن دی. د نږدې پنځه سوه زره وګړو پر سر یو کم کاره او بې کیفیته روغتون لري، چې د خلکو تقاضاوې نشي پوره کولای. په لرو پرتو سیمو کې صحي خدمات په نشت حساب دي. د مور او ماشوم د مړینې کچه یې پورته او کوچنیان یې لا هم د ګوزڼ له مرګونې ناروغۍ رنځیږي.

– د سیمې او افغانستان په کچه بې مثاله سیند یې بې ګټې بهېږي. په شته پراخه اوبو کې یې خلک تیارو ته ناست او برېښنا نه لري، چې د یویشتمې پېړۍ په پرمختللي عصر کې نه مننونکې خبره ده. د شویو ملي او نړیوالو سروې ګانو لمخې، که پر دې سیند منظم برېښنا بند جوړ شي، د افغانستان د ټولو ولایتو سربېره، د سیمې هېوادونو ته هم د برېښنا د ورکړې جوګه دی او همدا درک افغانستان ته یوه لویه عایداتي سرچینه ګرځېدای شي.

– سره ددې، چې د کونړ خاوره کرنیزه او کښت ته جوړه ده؛ خو فصلونه یې د حکومت لخوا د نه بازار موندنې او پاملرنې له کبله کافي ګټه نشي ترلاسه کولای، چې بزګران هم د خپلو لاسونو تڼاکې بې ګټې بولي. پراخ او سرسبزه ځنګلونه یې د سیمه ایزو زورواکانو لخوا په بې رحمۍ وهل کېږي او لرګي یې په ناقانونه ډول نورو ځایونو ته قاچاق کیږي، چې همدا ګټه زورواکان لاپسې پر ځان بسیا او پړسوي.

– د بیارغونې کارونه په ټپه ولاړ دي. د ښاري ماسټر پلان د نشتوالي له کبله یې ودانیزې چارې خپلسرې او ناسمې دي، چې د ښاري ساحې کړۍ یې راتنګه او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي. لرې پرتو سیمو ته پاخه سړکونه د ګوتو په شمېر دي. تفریحي پارکونه، مېله ځایونه او ښاري ښکلا په هېڅ ده.

– په روان انټرنیټي عصر کې یې مخابراتي خدمات تر ټیټې کچې بې کیفیته او ناکاره دي. زده کوونکي او زده کړیالان یې تر ډېره دې برخې ته لاسرسی نه لري او نشي کولای، چې د ورځې له تازه پرمختګونو او تحولاتو ځان پوه او اګاه کړي. حکومتي مامورین یې لا هم اکثره په کمپیوټري زده کړو نه دي سمبال او نشي کولای، چې ورکړل شوي برېښنايي سیستمونه په سمه توګه وکاروي.

په ټوله کې د کونړ لپاره، هغه څه چې هیله بخښوونکی دی، نسبي امنیت او آرامي ده. علت یې له حکومت سره د خلکو همکاري او همغږي ده. مرکز او څنګ ته پرتې ولسوالۍ یې له ډاډمن امنیت څخه برخمنې دي او خلک یې په ارامه زړه تګ ـ راتګ کوي؛ خو د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د یوشمېر وسله والو ډلو فعالیتونه لا هم د اندېښنې وړ دي او ویره ده، چې ددغو ډلو په همداسې پرېښودو به دوی لا تقویه او ددې ولایت امنیت ته ستونزې جوړې کړي.

په مجموع کې حکومت او په ملي شورا کې ددې ولایت استازي مسئول دي، چې ددې وروسته پاتي ولایت د لا ځلېدا او خلکو ته د ممکنه سهولتونو په برابرولو کې خپل ټول توان په کار واچوي. حکومتوالي رڼه او کارنده کړي. په ګمارنو کې آهل او په کار پوه اشخاص وټاکي. د رغنیزو او پرمختیايي پروژو د راتګ لپاره د نورو لایتونو ترڅنګ دې ولایت ته هم لابي وکړي او اعتدال په پام کې ونیسي.

کونړیانو تل قرباني ورکړې او پر حکومت یې ننګ کړی؛ خو په مقابل کې یې حکومت تل بې غوري کړې او دا خلک یې په تش ډاګ پرېښودي، چې هیله ده، دا برخورد نور پای ته ورسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران