ټولنیز ژوند

د انسان د ژوند و بدن په اړه څو عجیبې خبرې

لیکنه: ياران

ژباړه او راټولونه: مریم محمدي

۱- د انسان پوستکی:
د انسان بدن په يوه فوق العاده پوښ سره پوښل شوی، چې پوستکی (پوټکی) ورته ويل کېږي، د انسان پر پوستکي په هر ساعت کې ۳۰ ميليونه ميکروبه کښېني، چې ۲۹ ميليونه يې وژل کېږي او هرو ۲ ساعتو کې د ۳۰ ميليونو څخه یوازې ۷ زره پاته کېږي.

۲- مقاومت:
د څیړنو له مخې د انسان بدن حيرانوونکی مقاومت لري چې کولای شي د ۴۴ تر ۴۵ درجو تودخه وزغمي او که په تدريج سره ګرمي پرې ډېره شي کولای شي په وچه فضا کې حتی د ۱۵۰ څخه تر ۱۶۰ درجو حرارت لا تحمل کړي.
همدارنګه په يخنۍ کې انسان کولای شي تر منفي ۲۷ درجو لا ژوندی پاته شي، البته بې له کالیو ( جامو).

۳- په اوبو ژوند:
څیړونکي وايي که چیرې انسان ته خواړه ونه رسیږي او اوبو ته لاس رسی ولري، نو کولای شي ۵۲ ورځې يوازې په اوبو ژوندی پاته شي.

۶- خواړه:
په متوسط توګه هر انسان په سلګونو ټنه خواړه خوري. که د انسانانو وزن د ۷۵ څخه تر ۸۰ کیلو پورې وبلل شي نو ويلی شو چې هر څوک په خپل ټول ژوند کې تر خپل وزن د ۱۲۵۰ څخه تر ۱۳۳۵ چنده پورې خواړه خوري.

۷- تنفس:
انسان په یوه ورځ یا ۲۴ ساعتو کې ۱۰۰۰ لېټره هوا تنفسوي او زړه يې په هره دقيقه کې ۸۰ تر ۱۰۰ وارې پورې غورځي، نو په دې اساس د انسان زړه په ټول ژوند کې ۲ ميليارده او ۵۸ میليونه واري، بې له دمې او اغلباٌ بې له کومې ستونزې، غورځي یعنې دربيږي.

۸- سترګې:
روغتیاپالان وايي د انسان په وجود کې تر ټولو حساس غړی سترګه ده، چې کولی شي د ۱۰زرو رنګونو تشخيص وکړي.
دغه راز د ماشومانو سترګې تر ۸ میاشتنۍ پورې دنیا توره او سپينه ويني.

۹- تګ یا لاره:
په اوسطه ډول انسان په یوه ورځ کې ۲۰زره ګامه اخلي، چې په کال کې ۷ ميليون ګامه کیږي. په ۷۰ کلنۍ کې بیا د دغو ګامونو شمېر ۵۰۰ ميليونو ته رسېږي، يعني ۵۰۰ زره کيلومتره لار په وهل کيږي.
په دې حساب نو انسان په ژوند کې کولای شي چې په پښو ۹ واري د دنیا پر کره راوګرځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران