کلتور او هنر له نړۍ

په کابل کې د عبدالرحمن مسجد

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدالله

د عبدالرحمن مسجد، چې د کابل په ښار کې له پارک زرنګار سره نېږد موقعیت لري، د افغانستان له عصري او لویو مسجدونو څخه شمېرل کېږي.

د دغه مسجد دبنسټ ډبره په ۲۰۰۱ کال کې د افغان سوداګر حاجي عبدالرحمن لخوا کېښودل شو، نو له همدې کبله مسجد هم د نوموړي په نوم نومول شوی دی.

مسجد په ۲۰۱۲ کال کې د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو، د پرانیستې په مراسمو کې پر پخواني ولسمشر حامد کرزي سربېره ګڼ شمېر دولتي چارواکو او مخورو ګډون کړی و. د لومړي ځل لپاره په کې د جمعې لمونځ ادا شو، چې له پنځلس نیولې تر شل زره کسانو په کې ګډون کړی و، په داسې حال کې چې مسجد پر یو وخت د ۱۰ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري، ګڼ شمېر کسان له مسجد څخه بېرون په پارک او د مسجد شاوخوا کې پر لمانځه ولاړ و.

د مهندسۍ چارې یې خپله افغان انجینیرانو پر مخ وړې دي. دغه مسجد درې تالارونه او یوه سر خلاصې صوفه لري، چې پر یو وخت په کې ۱۰۰۰۰ لمونځ کوونکو لمونځ کولی شي. په ټول مسجد کې۲۰ کندیلونه ځای پر ځای شوي، چې لوی هغه یې ۳۳۰۰ کیلو ګرامه وزن لري.

د عبدالرحمن مسجد ټول ټال۲۰ ګنبدې او دوه لویې منارې لري، چې لوړوالی یې ۶۲مترو ته رسېږي.

مسجد د ۱۶۰۰ متره مربع په پراخوالي سره یوه طهارت خونه لري، چې پر یو وخت په کې ۵۰۰ تنه اودسونه کولی شي.
پر نورو ملحقاتو سره بېره دغه مسجد یو لوی کتابتون هم لري، چې اوس مهال په کې ۱۵۰۰۰۰ ټوکه کتابونه موجود دي. دغه راز مسجد د قران کریم د زده کړې او حفظ مرکز هم لري، چې ګڼ شمېر کسان په کې د قران کریم حفظ کوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران