سیاست

غني او عبدالله؛ ګډ ټاکنیز ټیم به یې څه لوړې ژورې ولري؟

وروستي راپورونه او بدلونونه څرګندوي، چې د ملي یووالي حکومت دوه مشران شریکان ( ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله) د راتلونکي واک د بیا خپلولو لپاره پر یوه ګډ ټاکنیز ټیم په خبرو بوخت دي.

تمه کیږي، چې ډاکټر عبدالله به د ۲۰۱۹ په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډاکټر غني د ټاکنیز ټکټ لومړۍ مرستیالي ومني. د ښاغلي غني د دویم مرستیال موضوع لا روښانه نه ده، چې سرور دانش او که د کریم خلیلي په مشرۍ د حزب وحدت اسلامي افغانستان کوم بل استازی به وي.

ویل کیږي، چې کریم خلیلي له خپل ګوندي او د غني له حکومتي مرستیال ( سرور دانش) څخه ناراضه دی او زړه یې نه دی، چې بیا یې له خپله اړخه په کوم ټاکنیز ټیم کې معرفي کړي.

دا اوازه هم ګرمه ده، چې کریم خلیلي له ښاغلي غني څخه هم ناراضه دی او غني یې په مقابل کې سرور دانش هڅولی، چې د هزاره روڼ اندو یو بل ګوند رامنځته کړي.

په دې لیکنه کې به د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله راتلونکي ټاکنیز ټیم لوړو ژورو ته نظر واچوو، د سرور دانش مسئله به بل وخت ته پرېږدو.

په دوستۍ بدله شوې دښمني
ډاکټرعبدالله په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ دواړه دورو ولسمشریزو ټاکنو کې د مقاومت حوزې ( د طالبانو پر وړاندې د احمد شاه مسعود د مقابلې جریان) کاندید و.
هغه له حامد کرزي او ډاکټر غني دواړو سره د ولسمشرۍ څوکۍ پر سر سختې ناندرۍ ووهلې، چې کرزي سره ناندریو چندانې پایله نه لرله، خو له غني سره د حکومت په نېمولو پای ته ورسیدې.

ډاکټر عبدالله او ډاکټر غني، چې یو مهال دواړه د كرزي د انتقالي حکومت وزیران وو، له ۲۰۱۴ ټاکنو وروسته غالباً په نړیواله کچه د یو بل په سرسختو مخالفو سیاستوالو بدل شول. د دې مخالفت لوی دلیل د اساسي قانون خلاف او د یوه عجیب و غریب موډل حکومت مالکیت و، چې دا دواړه مخالف سیاستوال یې شریکان وو.

دوی تراوسه د خپلې نیږدې څلور کلنې واکمنۍ تقریباً تر ټولو زیات وخت له یو بل سره په ناندریو، د یو بل په تورنولو او حتا بدنامولو مصرف کړ. دا هڅې او ورسره ګډ حکومت دومره له ناندریو او عجیب و غریبو کیسو ډک و، چې د افغانانو ترڅنګ یې د افغانستان متحدین او د دوی دیپلوماتان هم ستړي کړي وو ، خو طنز جوړونکو ته یې هره ورځ د نویو ټوکو سوژې ورکولې.

دې ته په کتو سره، د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله راتلونکی ګډ ټاکنیز ټیم په دوستۍ بدله شوې دښمني ګڼل کیدای شي.

مشترکات او ګډې مجبورۍ
د ملي یووالي حکومت عجیب و غریب وضعیت، چې منتقدین یې له ناکامیو ډک یادوي، د حکومت له دواړو مشرانو د دوی د ډېرو نیږدې متحدینو د پردیتوب او حتا په سرسختو مخالفانو د بدلیدو سبب شوي.

د فیصدۍ له تفاوت سره اوس ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله تقریباً له یو ډول ګډو مجبوریو سره مخامخ دي؛ نه ښاغلی غني خپلو پخوانیو پلویانو ته هغه کاریزماتیک رهبر ګڼل کیږي، چې دوی یې په وجود کې د یوه لوی تحول او د هغې د تداوم ارمانونه لیدل او نه ښاغلی عبدالله نور خپلو پلویانو ته هغه څوک دی، چې د اصلاحاتو او همګرایۍ د شعار عملي کیدو باور پرې پاتې وي.

له په کور دننه خوابدیو ور اخوا دواړه خپلو نړیوالو متحدینو ته هم د ښې حکومتولۍ، امنیت او نورو ژمنه کړو بدلونونو په عملي کولو کې د پاتې راتګ له کبله پخوانی جذابیت نه لري. په خاص ډول ښاغلی عبدالله، چې د احمد شاه مسعود د نیږدې ملګري په توګه یې د ملي یووالي حکومت تر جوړیدو مخکې هم د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې لرلې، اوس یې د نېمایي واکمنۍ په دوره کې له افغانستان سره د سیمې د ترینګلو شویو اړیکو له کبله پخوانی باور نه دی پاتې.

ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله نور ګڼ مشترکات هم لري، دوی د یوه حکومت هغه مشران دي، چې که څوک یې بریالی ګڼي، دواړه یې په امتیاز کې شریک دي او که څوک ناکام ورته وایي، نو د ملامتۍ ګوته دواړو ته نیول کیږي.

فرصتونه او ننګونې
پرټولو چارو د ښاغلیو غني او عبدالله کنټرول، پخپله خوښه د ټاکنیزو کمیسونونو جوړول، له حکومتي امکاناتو پخپله ګټه د حکومتي امکاناتو او نړیوالو اړیکو کارونه او ورسره خوا کې په ولس کې باقي مانده سیاسي ملاتړ په راتلونکو ټاکنوکې د دوی د بریالیتوب چانس نیږدې کولای شي.

خو که یې مخالف سیاستوال پر واحد ټیم جوړولو بریالي شي او له حکومت سره معمولو مقطعه یي جوړجاړیو ته تسلیم نه شي، دوی د ملي یووالي حکومت مشران د حکومت د کمزوریو کارنامو په سر یې سخت ننګولای او د ټاکنیز شکست چانس یې پياوړی کولای شي.

دواړو ته یوه بله لویه ننګونه دا ده، چې په تېرو ټاکنو کې د دوی دوه ستر متحدین( حنیف اتمر له غني او یونس قانوني له عبدالله) څخه غالباً په سږنیو ټاکنو کې جلا روان دي. وېل کیږي، چې قانوني د اتمر د ولسمشریز ټکټ لومړۍ مرستیالۍ ته غوره شوی. د دوی په شان د دواړو لورو یو شمېر نور نیږدې کسان هم په نورو لارو تلونکي دي، چې د غني او عبدالله ټاکنیز ټیم ته خنډ کیدای شي.

یوه لویه ننګونه بله دا کیدای شي، چې که دا ځل ښاغلی غني او ښاغلی عبدالله د یوه ټاکنیز ټکټ په توګه هم ټاکنو ته لاړشي او ویې ګټي، خو د دوی لخوا د ټاکنیزو ناندریو د حل لپاره د مخکښو نوماندانو ترمنځ د واک د وېش میراث به بیا دوام کوي.

دا احتمال جدي دی، چې که ښاغلی غني جمع ښاغلی عبدالله یا بل هرڅوک، یا کوم بل ټیم راتلونکې ټاکنې وګټي، طبیعي ده چې په غوڅ اکثریت او لومړي پړاو به یې ونه شي ګټلای او که یې وهم ګټي، له دویمه درجه ټیم سره به په نیمایي یا نسبي ډول واک ویشي او ځينې غوښتنې به یې مني.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.