افغانستان رسنۍ سیاست

پر شاه حسین مرتضوي د عبدالله نیوکه؛ وایي د غني په ستاینو یې معاش حرامیږي

لیکنه: صادق طارق

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نه یوازې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته د عجیب و غریبو دریځونو له کبله جالب دی؛ بلکې د مشهورو سیاسي څېرو پام یې هم ځانته اړولی.

ډاکټرعبدالله او مرتضوي

دا ځل پر مرتضوي د ملي یووالي حکومت اجرایه ریس ډاکټرعبدالله کنایوي تبصرې کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې د عبدالله یوه خپره شوې ویډیو، چې یوې غونډې ته پکې وینا کوي، د مرتضوي مخالفینو ته جالبه موضوع ګرځیدلې ده.

په دغه وینا کې ډاکټر عبدالله وایي:

«موږ کولای شوو، ځانته تدابیر ونیسو او رحیمي صاحب( خپل ویاند ښيي) چې سهار شي ترماښامه سر نه ترپښو زموږ ستاینې وکړي. خو دا کار نه باید وشي، ځکه هغه معاش له ملت نه اخلي او په دې کار ورته حرامیږي.»

د همدې ویډیو په یوه برخه کې د حکومت اجرایه ریس له نوم اخیستو پرته د شاه حسین مرتضوي کنایوي یادونه کوي.

هغه وایي: ځینې کسان له حکومتي دندې مخکې د رسنیو د حقونو مدافعین وو، ماسره یې یو مجلس کې خورا توند حکومتي دریځ درلود، خو یوه اونۍ وروسته چې پر دندې شول، ټول دریځونه او مخالفتونه یې یو سل او اتیا درجې بدل شول.

ولې هدف یې مرتضوي و؟

مرتضوي د ولسمشر د ویاند تر مرستیال ټاکل کیدو مخکې د کابل د یوې مشهورې ورځپاڼې (هشت صبح) مرستیال او دغه راز د رسنیو د حقونو د یوه دفتر له مخکښانو څخه و.

هغه په منظم ډول حکومت نقدوه او پر کارونو یې توندې نیوکې کولې.

په ارګ کې تر مقرریدو وروسته مرتضوي د ډېرو منتقدینو په باور یې یو دم بدل او هغومره د حکومت افراطي ستایونکی شو، څومره یې چې افراطي مخالف و.

شاه حسین مرتضوي د ډاکټرعبدالله د دغو خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ډېرځله له ولسمشر سره د هغه د ناندریو پر وخت پر عبدالله توندې نیوکې کړي.

مرتضوي څوک دی؟

شاه حسین مرتضوي ۴۳ کلن او د غزني د جاغوري ولسوالۍ استوګن دی.

هغه په ایران کې د مهاجرت پروخت زده کړې کړي او بیا یې کابل کې د هشت صبح ورځپاڼې ترڅنګ ځینو رسنیو سره کار کړی.

مرتضوي د ولسمشرغني د مطبوعاتي دفتر ترټولو زیات مطرح ویاند دی.

هغه په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېر فعال دی او تر بل هر حکومتي ویاند زیات د حکومت او شخصاً د ولسمشر زیاته دفاع او د مخالفینو مخالفت یې کوي.

د مرتضوي په اړه د یاران وېب پاڼې دا لیکنه هم لوستی شئ:

https://yaraan.com/cactus-shahhusian/?fbclid=IwAR1o9Espzd5-pz2E27t487ELMBdWRjiLPNR3O3bKv9Z6tx1O4cgZ1lKZuuE

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق