سیاست

د عبدالله د وضاحت اړتیا؛ غني د کومو پارلماني نوماندانو ملاتړ کړی؟

د ملي یووالي حکومت اجرایه ریس ډاکټر عبدالله د پارلماني ټاکنو له ترسره کیدو وروسته د وزیرانو شورا په لومړنۍ غونډه کې له څرګندې اشارې پرته د حکومت نېمایي ونډه وال( ارګ) د یو شمېر پارلماني نوماندانو په ملاتړ تورن کړ.

ښاغلي عبدالله د پارلماني ټاکنو د مثبت ارزولو ترڅنګ په ټاکنو کې د پراخ ګډون له کبله د خلکو او د ښه امنیتي چاپېریال د رامنځته کولو له کبله د افغان ځواکونو سرښندنه وستایله.

د اجرایه ریس دغو خبرو ځينې پوښتنې او د یو لړ وضاحتونو د رامنځته کیدو اړتیا پيدا کړې، چې په دې لیکنه کې به ورته کتنه وکړو.

د بې طرفۍ د اصل نه مراعتیدل
ډاکټر عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې د خبرو پروخت هغه اوازه رد کړه، چې ګواکې ولسمشرغني او د راتلونکي پارلمان څوکۍ پخپل منځ کې سره وېشلي.

د حکومت اجرایه ریس په پرونیو څرګندونو کې ټینګار وکړ، چې ده د هیڅ کوم یوه پارلماني نوماند مالي او بل ډول ملاتړ نه دی، خو په وینا یې د دا ډول ملاتړ موضوع د ملي یووالي په حکومت کې موجوده وه.

ښاغلي عبدالله د خبرې د قوت لپاره یې دا هم وویل، چې د حکومت له اړخه د پارلماني نوماندانو د دا ډول ملاتړ په اړه کره اسناد ورسره شته.

واقعیت ته نیږدې ادعا
له پارلماني نوماندانو څخه د حکومت او په خاص ډول د ارګ د ملاتړ ادعا نوې خبره نه ده؛ تر دې مخکې د حکومت ځینو منتقدینو او پارلماني نوماندانو ادعا کړې وه، چې د ارګ د چارو ادارې د مخکیني مشر داود نورزي په مشرۍ ارګ د (دیموکراسي د افغانستان لپاره) په نوم یوه اداره جوړه کړې او د هغې له لارې پرخپلو شرایطو برابر پارلماني نوماندان مومي او هر اړخیز ملاتړ یې کوي.

ارګ او ښاغلي نورزي په مشخص ډول د دغه تور په اړه څه نه دي ویلي، خو د ارګ ویاندویانو تل د ټاکنو په روڼتیا او په دې اړه د خپلې بشپړې بې طرفۍ ډاډ ورکړی.

یو شمېر نوماندانو بیا دا منلې وه چې د یادې ادارې له لورې د کابل په ترټولو مجهزو هوټلونو کې غونډې او مرکې ورسره شوي او د ممکنه ملاتړ ډاډ ورکړل شوی.

له غفلت وروسته مسولیت
په دې کې شک نشته، چې نه یوازې ارګ؛ بلکې د حکومت نېمایي بل شریکوال( د ډاکټر عبدالله په مشرۍ اجرایه ریاست) به هم خامخا د ښاغلي عبدالله د ادعا برعکس د یو شمېر پارلماني نوماندانو هر اړخیز ملاتړ کړی وي.

که احیاناً ښاغلی عبدالله د ادعا له مخې یې د پارلماني نوماندانو په ملاتړ کې ښکېل نه وي او لکه دی چې وایي، پوره حق پلوه اوبې طرفه و، بیا په کار وه چې تر ټاکنو مخکې یې په ټاکنو کې د حکومت د لاسوهنې په اړه غږ پورته کړی وای.

ښاغلی عبدالله، که د ادعا له مخې یې ریښتیا په ټاکنو کې د خپل حکومتي شریکوالو د لاسوهنې په اړه کره اسناد لري، ښه به وي چې اوس یې هم د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسون او ملت سره شریک کړي.

دا به د نوموړي د هغې هیلې له پوره کیدو سره پوره مرسته وکړي، چې د ده په وینا په ټاکنو کې یې د «وجداني ارامتیا» لپاره لاسوهنه نه ده کړې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.