سپورټ مخکښان نړیوال کرکټ

د کرېکېټ پیری؛ ای بي ډیویلرس مسلمان دی که عیسوي؟

لیکنه: ياران

د نړۍ په کچه د کریکېټ د هغه لوبغاړي په اړه درته معلومات درکوو، چې ډېری وخت ورته د کرېکېټ د پیري نوم اخېستل شوی دی.

بېنجامېن ابراهم ډېویلیرس، هغه لوبغاړی چې د کرېکټ په نړۍ کې یې په خپلې بې سارې توپ وهنې ۳۶۰ درجې لوبغالی بوخت ساتلی و.

ای بي ډیویلیرس د سهیلي افریقا نامتو توپ وهونکی، چې ۱۴ کلونه یې د کرېکټ نړۍ ګرمه وساتله.

هر څوک چې د کرېکېټ لوبې سره اشنایي لري، د ای بي ډیویلیرس نوم سره هم بلد دي.

ډیویلیرس هغه لوبغاړی دی، چې د کرېکېټ لوبغالي هر لوري ته یې شاټونه وهلي دي او له همدې امله هغه د ۳۶۰ درجې لوبغاړي باندې هم مشهور دی، دا چې د کرکټ لوبغالی ۳۶۰ درجې دایره وي؛ نو ډیویلېرس د دغه لوبغالي په هر لوري خپل شاټونه لوبولي او وړتیا یې درلودلې ده.

زیږیدنه
ډیویلیرس د ۱۹۸۴ م کال د فبروري په ۱۷ مه نېټه د سهیلي افریقا په (بیله بیله) سیمه کې، چې ټرانسوال ولایت پورې اړوند ده زیږیدلی.

ریکارډ ماتوونه او جوړونه
نوموړی اوس ۳۴ کاله عمر لري، هغه په ۲۰۰۴ م کال کې د سهیلي افریقا ملي لوبډلې ته راغی او تر دې دمه د چټکې سلیزې او چټکو ۱۵۰ منډو ریکارډ لري.

په ۲۰۱۵ م کال کې ای بي؛ د نیوزیلېنډي کيڼ لاسي توپ وهونکي کوري انډرسن د چټکې سلیزې ریکارډ مات کړ او دا ریکارډ یې د ځان کړ.

کوري انډرسن د ویسټ انډیز خلاف یو ورځنیو لوبو کې په ۳۶ توپونو سلیزه وهلې وه؛ خو ای بي ډیویلیرس همدغه ریکارډ په ۲۰۱۵ م کال کې د ویسټ انډیز خلاف په ۳۱ توپونو مات کړ.

ډیویلیرس په یو وروځنیو لوبو کې په ۲۰۱۵ م کال کې د ویسټ انډیز پر وړاندې په ۶۴ توپونو د ۱۵۰ چټکو منډو ریکارډ هم مات کړ، تر ده وړاندې شېن واټسن په ۸۳ توپونو دا ریکارډ له ځان سره درلود.

ای بي ډیویلیرس په شل اوریزه لوبو کې په ۱۷ توپونو د افریقا لپاره چټکه نیمه سلیزه هم وهلې ده.

ډیویلرس مسلمان و که عیسوي؟
ډېری خلک د ای بي ډیویلیرس د مذهب او دین په اړه داسې وایي، چې هغه لومړی مسلمان و او د عیسوۍ ښځې سره د واده له امله هغه هم عیسوی شو؛ خو دا ناسمه خبره ده، نوموړی له لومړي سره د عیسوي دین پیروي دی او په قوم هم کرسچین یا عیسوي دی.

د کرکټ پیری ولې ورته وايي؟


نوموړي د هر ډول شاټونو له امله د کرېکټ مینه والو په منځ کې د کرېکېټ د پیري په نوم هم شهرت درلود.

واده
هغه په ۲۰۱۳ م کال کې د ډانیئل په نوم یوې افریقایي مېرمنې سره عجیب واده وکړ؛ ډیویلیرس چې کله ډانیل سره د هندوستان په تاج محل کې مخ شو؛ ډیویلیرس هغه وخت د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې و؛ نو هغه د امنیتي ځواکونو له خوا څار کېده او انځور اخېستونکو یې د دې صحنې انځورونه اخېستل، کله چې خپلې اوسنۍ مېرمنې ډانیل سره مخ شو، چې هغه وخت یې لا مېرمن نه وه، هغې ته یې درواغ وویل، ډيویلیرس ډانیئل ته وویل، چې دا د ده ساتونکي او ده سره ګرځي؛ نو ښځه یې هم دوکه شوه او واده ته یې ورسره غاړه کېښوده.

په ۲۰۱۳ م کال کې یې د افریقا په بیله سیمه کې ، چې د ډیویلیرس پلرنۍ سیمه ده واده وکړ، ډیویلیرس دوه زامن لري، چې لومړی زوی یې په ۲۰۱۵ م کال کې دنیا ته راغی او ابراهم ډیویلیرس نومېږي او دوهم زوی یې په ۲۰۱۷ م کال کې وزېږېد، چې جان ریچارډ نومېږي.

د رسنیو د راپور له مخې که دریم زوی یې وزېږېږي، نوم به یې تاج محل وي، د نوموړي په وېنا تاج محل په ۲۱ مه پېړۍ کې خورا ښه نندارځای دی؛ نو ځکه په خپل زوی هم د تاج نوم ږدي.

ډیویلرس او سندرې
له دې سره، سره چې ډیویلیرس یو ښه لوبغاړی دی، یو ښه رباب غږوونکی او ښه سندرغاړی هم دی.

نوموړی رباب سره سندرې وایي او له ژونده خوند اخلي.

لاندې یې د سندریزې وېډیو لېنک دی، چې خپله رباب وهي او سندره وایي:

د ډیویلیرس د ملیونونو مینه والو په منځ کې اوسمهال د هغه لومړۍ مینه واله د هغه خپله مېرمن ده او د هغه لوبه یې ډېره خوښېږي.

ډیویلیرس ۱،۷۸ متره قد لري، په ښي لاس توپ وهنه کوي او منځني سرعت سره توپ اچوونه هم کولای شي.

له نړیوال کرکټ سره مخه ښه
ډیویلیرس په ۲۰۱۸ م کال کې د افریقا لپاره له نړیوالو کرکټ لوبو سره مخه وکړه، چې ډېری مینه وال یې ورپسې سخت خفه شول.

لوبې
ډیویلیرس ۱۱۴ ټېسټ لوبو کې ۸۷۶۵ منډې کړي، چې ۲۷۸ یې په یوه پاڼۍ کې زیاتې منډې دي.

نوموړي ۲۲۸ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۹۵۷۷ منډې یې پکې جوړې کړي او په یوه لوبه کې یې ۱۷۶ لوړې منډې دي.

ډیویلیرس ۷۸ شل اوریزه لوبې کړي، چې ۱۶۷۲ منډې یې پکې ترسره کړي او په یوه لوبه کې یې ۷۹ ناسوځېدلې منډې لوړې منډې دي.

نوموړی سربېره پر دې نړیوالو مشهورو سوداګریزو کرکټ لیګونو کې هم لوبېدلی، چې د مینه والو له تودو چچکو سره مخ شوی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران