سپورټ نړیوال کرکټ

ای بي ډویلیرز پاکستاني لیګ کې لوبیدو ته زړه ښه کړ 

د کرکټ په ډګر کې د بالرانو خلاف د توپ وهنې بې رحمه توپ وهونکی د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی «ای بي ډیویلیرز»، چې په وروستیو کې یې د کرکټ مینه والو ته د نړیوال کرکټ څخه د ګوښه کیدو بد خبر واورو؛ یو ځل بیا کرکټ ته راستنیږي.

 نوموړي د خپلې رسمې ټویټر پاڼې څخه په ټویټ کې د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې د لوبیدو خبر ورکړی دی.

 «ای بي ډیویلیرز» شاوخوا درې میاشتې وړاندې د هندوستان په کورني کرکټ غوره «آي پي ایل» سیالیو کې د لوبیدو وروسته د نړیوال کرکټ د درې واړو فارمټونو (ټیسټ، ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه) سیالیو څخه استعفاء وکړه، خو د کرکټ په مشهوره سوداګریزو لیګ سیالیو کې یې د لا هم د لوبیدو خبر ورکړ، چې یې په دغه پریکړه د کرکټ بې شمیره مینه وال خواشیني کړل.

 د پاکستان د کورني کرکټ سوپر لیګ سیالیو څلورم پړاو لوبې د راتلونکي ۲۰۱۹ م کال د فیبرورۍ میاشت کې پیل کیږي، چې پکې «ای بي ډیویلیرز» د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره ولوبیږي.

داسې هم ویل کیږي، چې د لاهور قلندرز لوبډلې مسولین په دغه پړاو کې د ډیویلیرز لوبډلمشرۍ ته هم په تمه دي، خو تر دې مهاله نور څه نه دي ویل شوي.

 د «PSL» یا پاکستان سوپر لیګ په نامه ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ په پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، خو وروسیتیو دوه کلونو کې پاکستانی کرکټ بورډ د دغه لیګ وروستۍ لوبې په پاکستان کې ترسره کوي، چې په دغه کار ورسره ډیر شمیر بهرنيو لوبغاړو پاکستان ته له ورتګ څخه انکار وکړ.

د څلورم پړاو لوبو کې هم د تیر په څیر ۶ لوبډلې پیښور زلمي، اسلام اباد یونایټیډ، کراچۍ کینګز، لاهور قلندرز، کوېټه ګلیډ ایټرز او ملتان سلطانز ګډونوالې لوبډلې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی