سپورټ نړیوال کرکټ

ډي ویلیز د پاکستان سوپر لیګ سره مخه ښه وکړه، وايي پاکستان ته نه ځي

د سویلي افریقا توپ وهونکی ابي ډي ویلیئرز د پاکستان سوپر لیګ سره مخه وکړه او د خپلې لوبډلې د ملتیا په خاطر پاکستان ته لاړ نشو.

پاکستان سوپر لیګ په وروستیو مرحلو کې دی او هره لوبډله هڅه کوي چې په نوملړ کې د ځای لپاره ښه پواینټونه واخلي او مخکې ولاړه شي.

لاهور قلندر، کراچي کینګز او ملتان سلطانز تر منځ به وروستۍ سیالۍ سختې وي خو په داسې مرحلو کې د یوه لوبډلمشر محمد حفیظ وروسته دغې لوبډلې خپل دویم لوبډلمشر هم له لاسه ورکړی.

ډي ویلییئرز اعلان کړی چې د ټپونو له امله نشي کولی نور د پاکستان سوپر لیګ ولوبوي.

د رپوټونو له مخې، د سویلي افریقا زړور توپ وهونکی او پخوانی لوبډلمشر او په پي ایس ایل کې د لاهور قلند لوبډلمشر ای بي ډي ویلیئیرز د ټپونو له امله له دغې سیالیو سره مخه ښه کړې ده او نوموړی به ونشي کولي چې په ابوظبۍ او د پاکستان په کراچۍ کې تر سره کېدونکو سیالیو کې برخه واخلي.

پاکستانی رسنیو د نوموړي له خولې لیکلي، د پاکستاني مینوالو په وړاندې د نه لوبېدو له امله ډېر ناهیلی دی خو په خبره یې بدقسمتي یې ده چې د ملا په برخه کې ورته ټپونه پيدا شوي چې نه شي کولی په کراچۍ کې کېدونکو سیالیو کې برخه واخلي.

ده ویلي ډاکټرانو ورته د دوو اوونیو د استراحت مشوره ورکړي چې په دغه موده کې د کرکټ له کولو منعه شوی خو وایي هیله لري چې لاهور قلندر لوبډله ښې سیالۍ تر سره کړي.

بل لورته د لاهور قلندر لوبډلې منیجر ثمین رانا منلې ډي ویلیئرز د ملا د ټپونو له امله له دوی سره مخه ښه کړې ده او په خبره یې د دوی لپاره بد خبر دی.

د معلوماتو له مخې، افریقایې توپ وهونکي ډي ویلیئیرز د لاهور قلندر لوبډلې سره د اوو سیالیو د لوبېدو تړون لاسلیک کړی وه.

دغه راز ویل شوي چې نوموړي سره د تړون له مخې ویل شوي وه له متحده عربي اماراتو رخصت اخلي، خو ایکسپریس نیوز لیکلي چې د پاکستان کرکټ بورډ په ځانګړي دعوت یې منلې وه پاکستان ته به د سیالیو لپاره ځي.

تر ډي ویلیئیرز وړاندې د لاهور قلندرز لوبډلې بل لوبډلمشر محمد حفیظ هم د ګوتې د ټپ له امله له خپلې لوبډلې جلا شوی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی