سپورټ نړیوال کرکټ

د کرکټ دغه ماسټر نړۍ حيرانه کړې

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

د کرکټ په نړۍ کي ډير مشهور لوبغاړي سته او ځيني لوبغاړي بيا داسي ريکارډونه له ځانه سره لري چي يې بل هيڅ لوبغاړی نه سي ماتولای.

خو د سويلي افريقا ځوان تقاعد سوی لوبغاړی د هندوستان تر مهندرا سينګ ډهوني د اسټراليا تر شين ورن، د انګلیستان تر سټوارټ بروډ او دپاکستان تر شاهد افريدي لا جذاب دی.

اې بې ډيولرز هغه لوبغاړی دی چي د خپل د تقاعد په اعلان سره يې د کرکټ نړۍ ولړزوله.

په ۳۶۰ درجو مشهور لوبغاړی اې بي ډيولرز په ۱۹۸۴ز کال کي وزيږيدی.

د سويلي افريقا دغه پخوانی لوبډلمشر په يو ورځنيو لوبو کي د تيزي نيمه سليزي، د تيزي سليزي او تيزو ۱۵۰ منډو ريکارډ لري.

او همدارنګه اې بي په نړيوال کرکيټ کي د ۲۰۰۱۴ منډو په کولو سره تر سنګکارا وروسته د ډيرو منډو ريکارډ لري.

په يو ورځنيو لوبو کي يې ۲۵ سليزي وهلي.

اې بي په ټيسټ کرکيټ کي ۸۰۰۰ منډي کړي چي ۲۲ سليزي او ۴۶ نيمه سليزي پکښې شاملي دي.

دغه افسانوي کرکيټر د ټیسټ په ۷۸ لوبو کي په صفر کي د نه سوځيدو ريکارډ هم لري.

ماسټر ډيويلرز يوازنی کرکيټر دی چي په يو ورځنيو لوبو کي يې تر ۵۰ لوړ اوسط او تر ۱۰۰ لوړ سټرايک ريټ په درلودلو سره تر ۵۰۰۰ ډيري منډي کړي.

نوموړي ۳ ځلي د کرکيټ د نړيوالي شورا د کال غوره لوبغاړي جایزه ګټلې،دغه ايوارډونه ده ته په ۲۰۱۰ز، ۲۰۱۴ز او ۲۰۱۵ز کلونو کي ورکول سويدي.

د سويلي افريقا دې لوبډلمشر خپل نړيوال کرکيټ په ۲۰۰۴ز کال کي د انګلستان په وړاندي ټيسټ لوبه کي پيل کړ،يو ورځنۍ لوبي يې په ۲۰۰۵زکال او شل اووريزي لوبي يې په ۲۰۰۶ز کال کي پيل کړلې.

د کرکيټ بې مثاله ماسټر د ۲۰۱۸ز کال د می په ۲۳مه نيټه پداسي حال کي د نړيوال کرکيټ څخه تقاعد اعلان کړ چي د نړۍ په هر ګوټ کي د کرکيټ د هيڅ مينوال زړه ته نه لویدل او ورته نه منونکې وه.

خو مينوال يې پدې هم خوشحاله دي چي په شل اووريزو ليګونو کي لوبيږي.

ډیویلرز او میرمن یې

ډيولرز د کرکيټ ترڅنګ ښه ګيتار هم ږغوي او سندرغاړی هم دی، په ۲۰۱۰ز کال کي يې د سندرو البوم هم بازار ته عرضه سوی وو.

په فوټبال کي يې د منچيسټر يونايټيډ لوبډله خوښه ده،او دخوښي فوټبالر يې ميسي دی.

په باليووډ کي د شاهرخ خان سرسخت مينوال دی.

اې بي ډيويلرز په ۲۰۱۲ز کال کي خپلي معشوقې ته د هندوستان په تاج محل کي د کوزدې وړانديز وکړ، او په ۲۰۱۳ز کال کي يې د همدې ډانيلي سوارټ سره واده وکړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورتي برخه کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي مدثر د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.