سپورټ نړیوال کرکټ

د کرکټ بې رحمه توپ وهونکی دوبۍ ته رسیدلی دی !

د نړیوال کرکټ مشهوره څهره آبراهم بینجیمن ډیویلیرز پاکستان سوپر لیګ ۴ م پړاو ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د لوبیدو په موخه متحده عربي امارتو ته رسیدلی دی.

 د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې دغه پخوانی لوبغاړی، چې نږدې ۹ میاشتې وړاندې یې په حیرانونکې توګه له نړیوال کرکټ څخه استعفاء کړه؛ له هم په تجارتي لیګ سیالیو کې لوبیږي.

 ای بي ډیویلیرز تازه د بنګله دیش ۲۰ اوریزه لیګ سیالیو څخه ستون شوی، چې ښه ټچ کې ښکاري.

نوموړي د رانګپور رایډرز لوبډلې په ګټه د ډهاکه لوبډلې خلاف په ۵۰ بالونو چټکه سلیزه هم جوړه کړه، خو خپله لوبډله یې د اتلولۍ جام ګټلو ته و نه رسوله.

 ډیویلیرز چې اوس مهال دوبۍ ته رسیدلی، ۴ م پړاو پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې به د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره ولوبیږي.

 د (PSL) یا پاکستان سوپر لیګ سیالیو څلورم پړاو لوبې نن په متحده عربي اماراتو کې پیل کیږي، چې په لمړۍ لوبه کې یې اسلام اباد یونایټید لوبډله د لاهور قلندرز سره سیالۍ کې مخ ده.

پاکستان سوپر لیګ په نوم دا لوبې به د ۳۴ سیالیو وروسته د راتلونکې مارچ میاشتې په ۱۷ مه نېټه پای ته ورسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی