13566959_1708943856026154_4074566632369947227_n

د شهيدو سرتېرو خون د چا په غاړه دی؟

له سرخط ورځپاڼې

ـ مياشت مخکې افغان کشفي ارګانونو ته راپور رسېدلی و چې پر نظامي فارغېدونکيو محصلينو به بريد کېږي، خو بې‌غوري او د ځينو کړيو مداخالې د دې لامل شوې چې په کابل کې پر فارغو شويو پوليس محصلينو بريد وشي او درنه مرګ‌ژوبله واړوي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ سهار اووه بجې او دېرش دقيقې د چمتلې دښتې په استقامت دوه راکټونه د مارشال فهيم پر پوهنتون ولګېدل، په پوهنتونو کې يې څوک خوږ نه کړل، خو کله چې د راکټونو د توغولو استقامت کشف شو، د ملي پوځ او پوليسو رنجر موټر پسې ووتل، په چمتله دښته کې ورته ماينونه اېښودل شوي وو.

په دې وروستيو کې جوړې شوې شوراګانې او هغه کړۍ چې په حکومت کې د همدې شوراګانو د ګټو له‌پاره کار کوي، نېغ په نېغه د دې بريدونو تر شا لاس لري. ښه بېلګه يې د ميدان وردګو امنيه قومندان اندرابي دی.

سرخط ته رسېدلي مالومات په ډاګه کوي چې په کابل کې د نظامي څلور کلنې اکاډمۍ، د افسرانو له يو کلنې اکاډمۍ او همدا ډول د ميدان وردګو د پوليسو د اکاډمۍ د فارغينو له‌پاره يو ګډ پروګرام نيول کېده، ولسمشر هم ورسره کتل، خو وړاندې تر دې چې دا پروګرام چمتو شي، د ميدان وردګو له اکاډمۍ فارغ شوي پوليس يې د کابل په کمپنۍ کې قرباني کړل.

د سرخط په واک کې د يوې امنيتي ادارې له لوري ورکړل شوي مالومات ښيي چې د دغه بريد په تړاو مياشت مخکې کشفي ارګانو ته خبر ورکړل شوی و، خو نه پاملرنې او د ځينو کړيو مداخلو هر څه ته په اسانۍ سره لار برابره کړه.

تر لاسه شوي مالومات ښيي چې د دې بريد تر شا په ميدان وردګو کې د ځينو “برحاله امنيتي چارواکيو” او د نويو راپيدا شويو شوراګانو لاس دی.
هغه کسان چې په حکومت کې تر نورو ډېرې د پنځم ستون چيغې وهي، په خپله د پنځم ستون رول لوبوي او يا يې هم بړېڅي د ولس ژواند ګواښي.

همدا اوس اوس جوتېږي چې په حکومت کې ځينې لاسپوڅي کسان د حکومت په تخريب او د وسله‌والو په پاللو او هغوی ته په امکاناتو برابرولو اخته دي. همدوی خپله د پنځم ستون چيغې وهي، خو په اصل کې پنځم ستون څوک دي؟

د دې ډلو ټپلو ښه بېلګه د ميدان وردګو “ځينې چارواکي” دی چې په يوه وخت کې يې د ځينو شوراګانو او ان طالبانو له منځه سر راوځي.
پوخ باور دا دی چې شايد دوی د فارغېدونکيو پوليس محصلينو او د هغوی د لېږد په اړه له وړاندې مالومات لېک کړي وي.

تر همدې بريد يوه ورځ مخکې د چهارشنبې په سهار، د مارشال فهيم پر پوځي پوهنتون هم د چمتلې د دښتې په استقامت دوه راکټونه راتوغول شوي، مرګ ژوبله يې ځکه نه ده اړولې چې محصلين او د اکاډمۍ د ساختماني کمپنۍ کارکوونکي په خپلو خونو کې وو.

چمتلي دښته هيڅ طالب نه لري، خو پخواني جهاديان په‌کې په پېخر دي.
په مارشال فهيم پوهنتون کې يوه باوري سرچينه وايي، کله چې د بريد استقامت مالوم شو، د پوليسو او اوردو رنجر پسې وايستل شول، نو په چمتله دښته کې ورته ماينونه اېښودل شوي وو، رنجر يې والوځول، خو په همدې کسانو پسې تړليو رسنيو ورباندې خوله پټه ونيوه.

د چمتلې دښته د کابل ښار د خيرخانې څنډې ته پروت هغه ځای دی چې د ښاروالۍ موټر خپلې خځلې او چټلۍ په‌کې خالي کوي. هورې طالب نه‌شته او نه هم په دغو ساحو کې طالب فعاليت لري، نو ځکه خو يې ګڼې پوښتنې راولاړې کړې دي.

شنونکي په دې باور دي چې دا بريدونه د يو شمېر کسانو او نويو شوراګانو په خوښه او غوښتنه تنظيم شوي، ځکه چې ځينې ډلې ټپلې او افراد سخت په وېره کې دي او هره ورځ یې ګټې تر پوښتنې لاندې راځي.
“په اوسنيو حالاتو کې طالب او ځينو نويو راټوکېدليو شوراګانو لکه د حراست هغه ته ځکه په يوه نظر کتل کېږي چې دواړه د حکومت له منځه وړلو، کمزوري کولو او واک ترلاسه کولو له‌پاره لاسونه يو کړي، د حکومت د تضعيف ډنډوره غږوي.”

وړمه ورځ سرخط ورځپاڼې داسې مالومات خپاره کړل چې د حراست او ثبات شورا د دولت او حکومت د بې‌ثباتۍ پر داسې پلان کار کوي چې پر مټ يې د ملکي نافرمانۍ پر ليکه کورنی اغتشاش رامنځ‌ته او بيا په پغمان کې د دغه اغتشاش د مخنيوي په پلمه، په يوه جعلي لويه جرګه کې موقت حکومت اعلان کړي.

د عمر داوودزي وروستۍ څرګندونې چې ګواکې د سنبلې په اخېر کې حکومت مشروعيت بايلي، د دغه پلان برخه بلل شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.