ژوند او ژواک

جاپاني سړي له خپلې ښځې سره شل کاله خبرې نه کولې

دا واده شویو جوړو لپاره ډیره طبیعي ده چې کله ناکله د ځینو مسلو پر سر د ناندریو له کبله د څه وخت لپاره خپلو کې خبرې ونه کړې. خو یو جاپاني سړي له خپلې ښځې سره د خبرو نه کولو ریکارډ جوړ کړی.

نوموړې شل کاله له خپلې میرمنې سره خبرې نه دي کړې. او ددې علت د ښځې او میړه ترمنځ ناندرې هم نه دي.

اوتو یومي د جاپان د ناري سیمې یو سپین ږیری دی چې له خپلې میرمنې کتایما او درې بچیانو سره اوسیږي.

د نورو لپاره دا یوه نورمال جاپاني کورنۍ ده چې سره ګډ ژوند لري خو د اوتو بچیان وايي پلار یې له تېرو شلو کلونو راهیسې له خپلې ښځې سره خبرې نه دي.

ویل کیږي چې په دې شل کلونو کې یې میرمنې کتایما څو ځل هڅه کړې چې له خپل خاوند سره خبرې وکړي، خو نوموړې ترې ځان په اشارو خلاص کړی او ځواب یې نه دی ورکړی.

د دوی تر ټولو کشره لور اتلس کلنه ده او یوشیکي نومیږي. یوشکي ددې لپاره چې د خپل پلار او مور ترمنځ د اوږدې مودې دا شخړه هواره کړي، د جاپان د یوې مشهورې تلویزوني خپرونې څخه مرسته وغوښته.

دې تلویزوني خپرونې ته یوشیکي وویل” زما پلار زما له مور سره خبرې نه کوي. خو زما مور ورسره نورمال خبرې کوي.“ په دې تلویزوني خپرونې کې ویډیويي کلیپونه ښيي چې اوتو ته یې چې کله ښځه کور ته د ننوتو پر مهال هرکلی وايي، هغه ترې پام بله خوا اړوي. کله چې ورته د جوسو ګیلاس وړاندې کوي، ګیلاس اخلي خو بیا هم خبرې نه کوې .

یوشیکي او ددې دوه نورې خویندې چې یوه یو ویشت کلنه او بله پنځه ویشت کلنه ده وايي، هیڅکله یې په یاد نه دي چې ددوی مور پلار دې خپلو کې خبرې کړې وي. خو وايي پلار له خپلو ماشومانو سره منظمې خبرې کوي.

ښځه او میړه یې سره هماغه پارک کې مخ کړی شول چیرې یې چې د لومړي ځل لپاره لیدلي و.

ددې لپاره چې دا ښځه او میړه خپلو کې خبرو کولو ته وهڅوي. د خپرونې چلونکو د اوټوو او کتایما لپاره په هماغه پارک کې د لیدنې زمینه برابره کړه چیرې چې دوی د لومړي ځل لپاره مخ شوې و.

یوشیکي او خویندو یې دا لیدنه په پټه څارله. دوی حیران شو چې اوتو بالاخره له خپلې میرمنې سره خبرې وکړې.

” یو څه ډیر وخت وشو چې ما او تا خبرې نه دي کړي.“ هغه خپلې خبرې شل کاله وروسته په دې جملو پیل کړې.

میرمن یې ځواب ورکړ: هو ، زه پوهیږم

اوټوو خپلې میرمنې ته وویل ” تا ماشومانو ته ډيره اندېښنه لرله او تر اوسه هم ورسره ډیره ستونزه ګالې، زه غواړم تاته ووایم چې زه ددې هرڅه منندوی یم.“

نوموړې ومنله چې د هغې ډيرې پاملرنې له کبله یې حسادت کاوه چې میرمن یې ماشومانو ته کوله. اوتو وايي” کله چې ماشومان پیدا شول، زما میرمنه د ماشومانو له پالنې او روزنې سره ډيره بوخته وه . چې زما ورسره حسادت راتلو او یوه ډول غوسه وم.

اوتو وویل، نور غواړي چې له خپلې میرمنې سره خبرې وکړي. هغه خپلې میرمنې ته وویل” ما هم غوښتل خبرې وکړم، له دې وروسته به موږ له دې ځایه خپلو کې کار کوو.“

داښې ښکاري چې اوتو په سمه لاره لږې هڅونې ته اړتیا لرله.

د دوی ماشومانو د پردې تر شا شل کاله وروسته د خپل مور او پلار ترمنځ د لومړي ځل لپاره خبرو وژړول

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */