سیاست

د پاکستان پوځ د افغان چارواکو سره د ترهګرۍ پر ضد د ګډې همکارۍ ټینګار کړی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ یې په اسلام اباد کې د خپل سفیر ډاکتر عمر زاخلیوال له لارې پاکستاني چارواکو ته د پاکستان په خاوره کې د هغو ۳۲ تروریستي روزنیزو مرکزونو یو نوی لیست سپارلی چې د افغانستان پر ضد فعالیت کوي.

افغان چارواکو له پاکستان څخه غوښتي چې ددې مرکزونو پر ضد دې اقدامات وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي” پاکستاني چارواکو ته یې په نوي لیک کې یو واربیا د طالبانو، حقاني شبکې او نورو وسلوالو ډلو د ۸۵ مشرانو یو لیست هم ورکړی او دا هغه کسان دي چې په افغانستان کې د خلکو پر ضد په جنایاتو کې لاس لري. “

په لیک کې له پاکستاني چارواکو په ټینګار غوښتل شوي چې یاد کسان ونیسي او افغانستان ته یې وسپاري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي” ددې لیستونو په وړاندې د پاکستاني چارواکو لومړنی عکس العمل مثبت و او دوی هیله لري چې ددې کسانو پر ضد به عملي اقدامات وکړي. “

افغان چارواکو هیله ښودلې چې د پاکستان حکومت سره به د څلور اړخیزو غونډو د پریکړو په چوکاټ کې د لیستونو او د دواړو خواوو د اندېښنو په اړه مسولانه اقدامات وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی دی که چیرې د افغانانو پر ضد تاوتریخوالی دوام پیدا کړي، افغان حکومت به د نړیوالو چوکاټونو له لارې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له لارې پر ترهګرو او د ترهګرو پر ملاتړو د نورو بندیزونو لپاره هڅې زیاتي کړي.

زاخیلوال وايي نن یې پاکستاني چارواکو سره رغونکې خبرې کړي

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخلیوال پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د پاکستان د پوځ مرکزي ادارې ته یې ( په دې هیواد کې د ۳۲ تروریستي روزنیزو مرکزونو) په اړه سند سپارلی .

نوموړې زیاته کړې چې له کابل څخه تر ستنیدو وروسته یې د پاکستان د بهرنیو اړیکو له لوړپوړي چارواکي سرتاج عزیز او د پاکستان د پوځ له چارواکو سره رغوونکې خبرې کړي.

ښاغلي زاخیلوال وايي، تمه ده چې ددې هڅو به نتیجه کې به د دواړو خواوو ترمنځ وروستي ترینګلتیا کمه او د شریکې همکارۍ لپاره غوره چاپیریال رامنځ ته شي.

د پاکستان پوځ د افغانستان سره پر ګډه همکارۍ ټینګار کړی

تر دې مخکې د پاکستان د سند ایالت په یو زیارت کې له خونړۍ چاودنې وروسته پاکستاني لوري افغانستان ته د ۷۶ مشکوکو کسانو یو لیست سپارلی و چې د پاکستان د پوځ په وینا افغانستان کې پټ دي او په پاکستان کې وروستیو بریدونو کې لاس لري.

مرستندویه ټولنې وايي، راکټي بریدونو خلک بې کوره کړي

پاکستاني پوځ همدارنګه په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمیر هغو ولسوالیو چې د ډیورنډ پر کرښه پرتې دې ، ظاهرا ددې مشکوکو کسانو د په نښه کولو لپاره راکټي بریدونه هم روان ساتلي ، چې په کونړ او د ننګرها په څو ولسوالیو کې یې ځايي خلکو ته پراخ زیانونه اړولي دي.

راپورونه وايي، سلګونه کورنۍ د ګوشتې او لال پورې پر ولسوالیو د پاکستان د راکټي بریدونو له کبله د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د ناروي د کډوالو د شورا ( ) په حواله ویلي، د دوو سوه په شا او خوا کې کورنۍ د پاکستاني راکټونو له کبله له خپلو کورنو څخه وتلو ته اړ شوي. په عین حال کې دې کیمټې د پاکستاني راکټونو له کبله دغلته ملکي مرګ ژوبله هم تایید کړې او دقیق شمیر یې نه دی ښودلی

له بلې خوا پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې پاکستان پوځ د تورخم پولې ته درنه توپخانه او ټانکونه خوځولي دي.

افغان چارواکي وايي، دوی هم د ننګرهار د ګوشتې او لال پورې ولسوالیو ته اضافي سرتیري او توپچي ځواکونه استولي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */