سرپاڼه / موسیقي او تصویر / فلم او سینما / هندي فلمي ستورې کاجل ولوټل شوه
Kajol

هندي فلمي ستورې کاجل ولوټل شوه

د هندي سینما د نامتو فلمي ستوري کاجل له کور څخه د سرو زور بنګړي ورک شوي دي. هغې د بنګړیو شمېر ۱۷ ښودلی دی.

کاجل پولیسو ته ويلي دي، چې د کور په المارۍ کې يې خپل د سرو زرو بنګړي ایښي وو، خو اوس نشته دی او له کوره ورک شوي دي.

نوموړې د ( جوهو ) پولیسو په ماموریت کې خپله غریضه کړې ده، د دغه ماموریت د پولیسو مشر وشواس ناګرې پاټیل رسنیو ته ویلي دي چې د ورکو شو بنګړیو په اړه يې پلټڼې پیل کړي دي.

پولیس وايي د کاجل له کوره ۱۷ دانې د سرو زرو بنګړي ورک شوي دي او دوی يې په تور ۲۲ کلنه ګیاتري دیورندا او ۳۳ کلن سړی ستوش پانډې نیولي دي.

ګیاتري او پاندې کاجل او د هغې خاوند اجي دیوګن د خپل کور د پاکارۍ لپاره نیولي وو چې دم ګړۍ د پولیسو تر پوښتنو ګرویږنو لاندې دي.

پولیسو دا هم ویلي دي چې پاڼدې او ګیاتري خپل جرم منلی دی او د هغوی نه څلور بنګړي هم ترلاسه شوي دي خو پاتې نور يې هغوی پلورلي دي.

کاجل د هندي سینما یوه هغه ښځينه فلمي ستورې ده چې د هندوستان سربیره د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې خپل ځانګړي مینوال لري. د شاروخ خان سره د نوموړي یو ځای فلمونه تر نورو ډېر کامیاب او لیدونکې يې هم زیات دي.

ستاسو تبصره

ستاسو د ایمیل پته به نه خپریږي

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>