سرپاڼه / روانې چارې / سیمه او نړۍ / له هر ګوټ څخه / په پاکستان کې د بیزوګانو له رزوګاره خلک خوشاله دي
1511494_583829391698848_977828531_n

په پاکستان کې د بیزوګانو له رزوګاره خلک خوشاله دي

راپور: ضیاالدین همت مل
د پاکستاني ډان ورځپاڼې درپوټ له مخې په پاکستان کې د بیزوګانو روزونکې له خپل کار او بار څخه خوشاله دي دوی داسلام اباد، سوات او مري له ځنګلونو څخه د بیزوګانو بچې رانیسې اوهغوی ته بیا روزنه ورکوي او په همدې وسیله خپلې کورنۍ ته نفقه برابروي.

۴۶کلن عطاالله نیازی چې د بیزوګانو روزونکی دی وایې چې روزل شوی بیزو د میاشتې تقریبا۲۰زره تر ۳۰ زرو پاکستانې کلدارو پورې ګټه کوي.

نوموړی وایي چې درې بیزوګان لري او هریو یې د ورځې ۵۰۰ کلداري ګټې هغه زیاتوي چې دخپلو بیزوګانو سره لکه خپل اولاد په شان چلند کوي او په سمه توګه دهغوی روزنه او پالنه کوي.

دوي په کورنۍ کې اته کسان دي چې د همدې لارې څخه دوی ته نفقه پیداکوي، خپل روزل شوي بیزوګان بازار ته د تماشې لپاره باسې او هلته له مینه والو څخه پیسې تر لاسه کوي نیازی وایي چې دې خپلو بیزوګانو ته په درې کلونو کې دسلام کولو،لاس ورکولو او دنڅا هنر ورښودلی.

هغه وايي یولس کلن و چې دې کار ته یې مخه کړي او له خپل کاره خوشاله دی، خو بل خوا دپاکستان د ځنګلاتو مسولین او د حیواناتو حقوق پوهان دا کار دقانون خلاف بولي.

پر دې ستاسو تبصره