سرپاڼه / موسیقي او تصویر / فلم او سینما / دوم3 فلم د هندي سینما نوی ریکاډ
فلمي څارونکي فکر کوي چې د فلم د بریالیتوب لامل په فلم کې د عامر خان شتون دی.
فلمي څارونکي فکر کوي چې د فلم د بریالیتوب لامل په فلم کې د عامر خان شتون دی.

دوم3 فلم د هندي سینما نوی ریکاډ

د عامر خان ( دوم3 ) فلم د هندي سینما د فلم په صنعت کې تاریخي بازار کړی او نور يې تر خپل ځان ډېر شاته پريښي دي.

د هندوستان تر ټولو ډېر لیدل شوي دوم3 فلم تر اوسه پورې پنځه سوه کروړه هندي پیسې ګټلي دي، چې تر دې وړاندې د سینما په تاریخ کوم فلم په دې اندازه بازار نه و کړی.

فلمي څارونکي وايي د هندي سینما په تاریځ لومړی ډېر کتل شوی فلم دوم3 دی. دغه فلم تر خپل ځان د سینما ډېر فلمونه چې ورسره په یو کال کې خپاره شوي وو، ورسته پرېښودل او د شاروخ خان چینايي ایکسپریس ریکاډ يې هم مات کړ.

دوم3 د بالیووډ په تاریخ تر ټولو ډېر کتل شوی فلم دی دا خبره د هندوستان د فلم جوړونې د مشهور پروډکش یش راج مسولینو رسنیو ته کړې ده. فلمي څارونکې هم د یش راج فلم د خبرې تایید کړی دی او دغه فلم يې د سینما تر ټولو ډېر کتل شوی فلم یاد کړی دی.

د بالیووډ څارونکي، د فلم د بې ساري کامیابۍ لامل په فلم کې د عامر خان شتون یادوي، دوی باور لري چې عامر خان یو لوی نوم دی او ګڼ کسان فلم د همدې نوم په خاطر هم ګوري.

په 2010 کال د عامر خان یو بل ( تیريډي ) نومي فلم هم تاریخي بازار کړی و او د هند د بریالیو فلمونو نه هم مخکې و، چې تر درې کلونو پورې یې ریکاډ په خپل ځای پاتې و.

په دوم3 کې د عامرخان سربېره ابیشک بچن او کترینه کیف هم لوبیدلي دي.

د هندي سینما د سوداګریزې برخې څارونکي ( کارکومل نهته ) ویلي دي، د فلم بې ساري بریالیتوب د سینما لپاره یوه لویه او ستره لاسته راوړنه ده.

د عامر خان دوم3 ) د تېر کال د ډيسمبر میاشتې په 20 مه خپور شي چې په هندوستان کې په 4400 او له هندوستانه بهر په 750 سینماګانو نندارې ته ښودل شوی دی.

ستاسو تبصره

ستاسو د ایمیل پته به نه خپریږي

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>