رسنۍ سیاست

کابل د جګړې کرښه؛ د مسعود پلویانو نن څه وکړل؟

ارشاد رغاند

کابل ښار نن د یوې پلازمېنې پرځای د یوې سترې جګړې د لومړي خط بڼه لرله. د ښار دوکانونه بند، سړکونه له عامو خلکو تش او یوازې هغه موټرونه پکې لیدل کیدل، چې ګڼ پکول لرونکي وسله وال له برګو واسکټونو سره پکې سپاره ول.

دغو وسله والو جمیعت تنظیم ته منسوب ځانګړي بیرغونه، د احمد شاه مسعود عکسونه او په غاړه کې دسمالونه له ځانه سره لرل.

پر ځینو موټرونو اوږده لوډسپیکرونه هم لګول شوي وو، چې د مسعود په ستاینه ویل شوې سندرې او ترانې پکې غږول کیدې. پر ښار حاکمې چوپتیا د لوډسپیکرونو د غږ له لوړوالي سره لامرسته کوله. یوازینی مزاحمت، چې دغه غږ یې ټکنی کاوه او موټرسپاره وسله وال یې د خپګان پرځای لاخوشالول د دوی یا شاوخوا نورو موټرو څخه د وسلو ډزې وې.

کابل مېشتي کلونه کیږي، چې د دې ډزو له غږونو سره اشنا دي. دوی دا ډېره موده پردې ډزو د لسګونه تنو د ټپي کیدو او حتا وژل کیدو شاهدان دي.

سږ کال هم د روغتیا وزارت د لومړنیو معلوماتو له مخې لږ ترلږه ۱۳ تنه ملکیان په دغو هوایي ډزو ټپیان شوي.

د کورنیو چارو وزارت بیا د ډزو او عامه نظم د اخلال په تور تر یونیم سل تنو د نیولو خبر ورکړی.

مسعود بیا_ بیا وژل کیږي!

د مسعود پلویان له سکه وروره یې نیولې تر نیږدې ملګري ډاکټرعبدالله پورې یې هریو هرکال ظاهرآ د دې حرکتونو مخالفت او په نه ترسره کیدو ټینګارکوي.

سږکال خو یې ډاکټرعبدالله په تلین غونډه کې وویل، چې په بې ځایه هوایي ډزو هرکال د مسعود اروا بیا وژل کیږي.

له دې سره بیا هم چا نه د مسعود د ورور په خبره غوږ وګراوه او نه یې د عبدالله په خوله د هغه له اروا وژلو لاس واخیست.

د مسعود د پلویانو ترمنځ له ډېرو جدي او استثنایي نا همغږیو څخه یوه ممکن همدا د تلین غونډې په ورځ یې د خبرو او عمل دا جدي توپیر وي.

دا به ستونزمنه وي، چې څوک له دغو حرکتونو څخه د مسعود د لوړپوړو سیاسي وارثینو د نه ملاتړ ادعا ومني، ځکه هرکال د دغو حرکتونو په تور، چې کابل ښاریان یې “لنډه غري” ګڼي د لسګونه تنو د نیول کیدو خبر ورکول کیږي، خو دا چې د دوی د قانوني برخلیک او مجازاتو مسئله د همدې ورځې په سبا بیرته هېره وي، د ډېرو په ګومان همدې سیاسي مشرانو یې ملاتړ کړی وي.

خوابدونکې رخصتي

د سنبلې ۱۸ مه ممکن یوازینۍ رخصتي وي، چې کابل ښاریان ورته د خوشالۍ پرځای خواشیني وي.

دا ورځ د احمد شاه مسعود د وژل کیدو کلیزه ده. په دې ورځ د مسعود سلګونه پلویان وسله په لاس د موټرو له بې شمېره کاروانونو سره د کابل ښار لارې کوڅې نیسي.

کابل مېشتي حتما په دې ورځ دعا کوي، چې یا یې سیمو ته دا کاروانونه لاړنه شي یا دوی ته داسې عاجله اړتیا پیدا نه شي، چې ښار ته په تګ یې مجبور کړي.

د حکومت تشه

د سنبلې ۱۸ مه هرکال په کابل کې په واقعي مانا د حکومت تشه وي. په دې ورځ ډیری هغه خلک، چې عمرونه یې ډېر او د تنظیمي جګړو پروخت په کابل کې وو، د هغه وخت د خپلسریو یاد او خاطرې ور تازه کیږي. حکومت هرکال هم واردمخه د “لنډه غرۍ” د مهار ژمنه او خبرداری ورکوي او هم وروسته له عاملینو سره جدي چلند سینه ډبوي، خو په عمل کې یې یو ځل هم دوی سره په دې ورځ د جدي چلند او خپل واقعي موجودیت نمایش نه دی ورکړی.

بیا هم ښه ورځ وه!

د مسعود دا کلیزه له ټولو بدو پېښو سره، چې څه د ده پلویانو رامنځته کړې او څه د ده پر پلویانو رامنځته شوې، د ځینو په نظر بیا هم ښه ورځ وه.

دې ورځې ته د “ښه” ویلو دلیل په دې پېښو د خوشالۍ نه؛ بلکې په ددې مانا ده، چې د دومره هرج و مرج، بې بندوبارۍ او بې مسولیتۍ باوجود هغسئ بدې پېښې ونه شوې، څومره یې چې وېره موجوده وه.

دا به د کابل مېشتو دعاوې وې یا غیبي رحم، خو د حکومت د سیاسي او امنیتي رهبرۍ مېړانه یې ممکن څوک ونه ګڼي، چې په دومره ننګونکو امنیتي شرایطو او د مسعود د پلویانو په جامه کې د هرډول فاجعه زېږونکو پېښو له احتمال سره بیا هم دا ورځ په لږو مالي او ځاني تلفاتو ماښام شوه.

دا ورځ خو لاړه، مګر هغه متل به ډېرو ځان سره ویلی وي چې: ژمی لاړ، مختوري سکرو ته پاتې شوه!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.