ټولنیز ژوند

دا ۹ څیزونه هېڅکله خپل رییس ته مه وایئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

په کار ځای کې دنده ایزې اړیکې ډېرې زیاتې حساسې دي او کوچنۍ تېروتنه کولای شي، د دندې د له منځه تګ لامل شي. په ځانګړې توګه له رییس سره د کارکوونکو اړیکه، له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه ده او باید تل په یاد ولرئ، چې له خپل رییس سره د خبرو پرمهال، اړینه ده، چې ښه او مسلکي چلند ولرئ، ترڅو خپله دنده له ګواښ او خطر سره مخامخ نه کړئ. د دې لیکنې په دوام په هغو ۹ څیزونو باندې رڼا اچوو، کوم چې هېڅکله یې باید خپل رییس ته ونه وایئ:

۱ ـــ د دې کار لپاره وخت نه لرم
کله چې رییس مو له تاسو څخه د کوم کار د ترسره کولو غوښتنه کوي، هېڅ دلیل شتون نه لري، چې هغه ته ( نه ) ووایئ، حتا که چېرې ډېر زیات بوخت هم یاست، ځکه د نورو پروژو په ترسره کولو باندې بوخت یاست او فکر کوئ، چې د دې ټولو کارونو د ترسره کولو لپاره کافي وخت نه لرئ، له خپل رییس څخه وغواړئ، ترڅو له تاسو سره د کارونو په لومړیتوب بندۍ کې مرسته وکړي، ترڅو وپوهېږئ، چې کوم یو یې لومړی ترسره کړئ. په دې ترتیب سره به مو رییس دې ته متوجه شي، چې تاسو د مثبت لید لرونکی کارمند یاست.

۲ ـــ زما نیمګړتیا نه وه، د همکار مې وه
د نورو د رټلو او سپکولو لپاره، له دې خائنانه او ماشومانه تګلارې څخه ډډه وکړئ. که چېرې ګرم نه یاست، نو د لامل په اړه یې خپل رییس ته توضیحات ورکړئ، هېڅکله هڅه مه کوئ، چې له خپل یو همکار سره خیانت وکړئ، په ځانګړې توګه که نیمګړتیا ستاسو په کار کې وي. که چېرې رییس مو دې ته متوجه شي، چې د هرې مسئلې په اړه، هر وخت د تور لګولو ګوته د نورو په لور پورته کوئ، ښایي تصور وکړي، هغه څوک، چې د سزا وړ دی، تاسو په خپله یاست.

۳ ـــ په نوي کار پسې ګرځم
البته ټول رییسان پوهېږي، چې ځینې کارمندان یې د نوي کار په لټه کې دي، خو دا مسئله له هغه وخت سره، چې رییس مو په دقیقه توګه وپوهېږي، تاسو د نوي کار په لټه کې یاست، توپیر کوي. د خوښې په یوه نړۍ کې، تاسو باید وکولای شئ، خپل رییس ته خبر ورکړئ، چې دم ګړۍ د یو نوي کار په لټه کې یاست، خو حقیقت دا دی، چې ډېری رییسان دا مسئله یو سخت لفظي ګوذار ګڼي. غوره ده، کله مو چې نوی کار پیدا کړ، نو له خپلې استعفا څخه دوه اوونۍ وړاندې یې خبر کړئ.

۴ ـــ نه پوهېږم، چې څنګه دا کار ترسره کړم
که چېرې رییس مو تاسو ته کومه دنده در سپاري، خو ډاډه نه یاست، چې څنګه باید دا کار ترسره کړئ، نباید په پرېکنده ډول ووایئ، چې د دې کار د ترسره کولو لپاره کومه آیډیا نه لرئ، په بدل کې یې له خپل رییس څخه وغواړئ، چې لارښونه درته وکړي، چې څنګه کولای شئ، دا کار ترسره کړئ، د بېلګې په توګه: آیا د همکارانو له ډلې څخه مو کوم څوک کولای شي، چې تاسو ته لارښوونه وکړي؟ یا په انټرنېټ کې د دې کار د ترسره کولو په اړه کومه لارښوونه شتون لري، چې وکولای شئ ترې ګټه واخلئ؟ په دې کار سره، پرته له دې، چې اقرار وکړئ، د درسپارل شوې دندې په اړه کافي معلومات نه لرئ، کولای شئ دا وښیئ، چې له زده کولو سره یې مینه او لېوالتیا لرئ.

۵ ـــ اقتصادي وضعیت مې ښه نه دی، ډېرو امتیازاتو ته اړتیا لرم
دا په دې مانا نه ده، چې هېڅکله له خپل رییس څخه د ډېرو امتیازاتو غوښتنه وکړئ، خو کله چې د خپلو امتیازاتو د ډېرښت په اړه خبرې کوئ، نو هېڅکله مه وایئ، چې د اقتصادي ستونزو له امله ډېرو امتیازاتو ته اړتیا لرئ، دا کار مو رییس نه راضي کوي، کله چې قصد لرئ، چې د خپلو امتیازاتو د ډېرښت غوښتنه وکړئ، د خپل رییس د راضي کولو لپاره، له خپلو دنده ایزو بریاوو څخه د یو سند په توګه کار واخلئ او په دې مسئله کې مو شخصي ژوند مه شریکوئ.

۶ ـــ پخواني رییس مې دا کار داسې نه ترسره کاوه
په بشپړه توګه له دې سره لېوالتیا نه لرئ، چې رییس مو تاسو له خپل پخواني کارمند سره پرتله کړي او دا مسئله ستاسو د رییس په اړه هم صدق کوي، سر بېره پر دې ښایي رییس مو داسې تصور وکړي، چې تاسو یوازې په یوې تګلارې سره کړنې ترسره کولای شئ، نه شئ کولای، چې له بدلونونو سره په ښه توګه همغږي شئ او انعطاف منونکي نه یاست، دا مسئله کولای شي، د دې سبب شي، چې له جدي پروژو او ماموریتونو څخه څنګه ته شئ، ځکه د معلوماتو له مخې د بدلونونو د مدیریت وړتیا نه لرئ.

۷ ـــ کار مې پای ته ورسېده، نن ژر او وخته ته ځم
که چېرې روغتیایي ستونزه لرئ او غواړئ کار ځای ژر پرېږدئ او ترې لاړ شئ، کومه ستونزه نه شته، خو هېڅکله نباید په دې دلیل، چې کار مو ژر پای ته ورسېده او نور د ترسره کولو لپاره کوم کار نه لرئ، له خپل رییس څخه وغواړئ، چې ژر کار ځای پرېږدئ او ترې لاړ شئ. مدیران دې ته ډېر لېواله دي، چې کارمندان یې د عمل ابتکار ولري، له دې امله، که چېرې په کاري ساعتونو کې مو تش وخت لرئ، نو باید په دې لټه کې واوسئ، چې کومې نوې پروژې شتون لري، چې کولای شئ، پکې ګډون وکړئ.

۸ ـــ بې حوصلې یم
تاسو د دې لپاره، چې په خپل کار ځای کې ګټور واوسئ او په ډېرې لېوالتیا سره کار وکړئ امتیازات تر لاسه کوئ او دا ستاسو د رییس دنده نه ده، چې ستاسو د کار د جذابیت او په زړه پورې کېدو لپاره کومه لاره پیدا کړي. پر ځای د دې، چې ووایئ، بې حوصلې یم، نو داوطلب شئ، چې په نوې او جذابه پروژه باندې کار پیل کړئ یا له خپل رییس څخه وغواړئ، چې لا ډېرې دندې در وسپاري.

۹ ـــ د پرون شپې د مېلمستیا له امله ډېر ستړی یم
که چېرې له خپل رییس نږدې او دوستانه اړیکه لرئ، ښایي داسې تصور وکړئ، ستونزه نه شته، چې د پرونۍ شپې د مېلمستیا په اړه له هغه سره خبرې وکړئ، خو دا ډول نه ده. که چېرې دا پېښه څو ځله په پرله پسې توګه را منځته شي او څو دقیقې ناوخته خپل کار ته ورسېږئ، ښایي رییس مو داسې فکر وکړي، چې ځنډ مو د مېلمستیاوو له امله دی. تل په یاد ولرئ، که هرڅومره هم له خپل رییس سره صمیمي اړیکه لرئ، نوموړی هغه کس دی، چې ستاسو د امتیازاتو د ډېرښت، ترفیع او مکافاتو په اړه تصمیم نیونه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل