اقتصاد بریا او پرمختګ زده کړې

د ادارې مشر ته ځان څه ډول ثابت کړو؟

لیکنه: ياران

لومړۍ برخه:

ژباړه: حمیدالله حمیدي

بریالی، نمونه او پیاوړی کارکوونکی هغه دی چې د خپل ريیس او یا هم مدیر له خوا ورسپارل شوې دنده د هغوی له تمې سره سمه سرته ورسوي. دا چې په دندو کې بریالي کېدل ځانګړي اصول لري، دغه راز له ځانه د یوه بریالي او پیاوړي کارکوونکي جوړول هم ځانګړې تګلاره لري چې دا تګلاره بيا بريالي کارکوونکي له نورو هغو بېلوي. د دې لپاره چې تاسو هم په خپله اداره کې د یوه غوره کارکوونکي په توګه وپېژندل شي، دغو ټکو ته باید پاملرنه وکړئ:

۱- اخلاق مو باید سم کړئ
هغه ځای چې تاسو پکې کار کوئ، کېدای شي شخصي دفتر، روغتون، دولتي اداره او یا هم د پېر او پلور یوه مغازه وي؛ خو دا ټول د ساعت تېرۍ ځایونه نه دي. په دنده کې د مسلکي اخلاقو درلودل د بریا یوازېنی رکن دی.

ريیسان او مدیران د ځیرکو او چل بازو کارکوونکو تر منځ توپیر په ډېرې اسانۍ سره کولی شي، ځکه هغوی دې موقف ته په اسانۍ سره نه دي رسېدلي. له شوخو کارکوونکو څخه مې موخه هغه کسان دي چې تل یې پر شونډو مسکا خوره وي.
کېدای شي تاسو هم په دې برخه کې تجربه او یا هم په خپله شاوخوا کې دغه ډول همکاران ولرئ. د دې ډول کسانو په لیدلو سره ان ستاسو روحیه پیاوړې کېږي. د مسلکي اخلاقو درلودل هغه څه دي چې په کاري چاپېریال کې ستاسو بریا تضمینوي.

۲- سینه باید لویه کړئ
کله چې له نیوکې سره مخ کېږئ، په حقیقت کې خپل کمزوري ټکي پېژنئ او لومړیتوبونو ته مو پام کېږي. که مو کله ريیس او یا هم بل همکار در باندې نیوکه کوي، ژر عکس العمل مه ښکاره کوئ، ځکه په دې سره به ستونزه لا لویه شي. ښه ده چې ځان ته وخت ورکړئ، له يو بل سره خبرې وکړئ او په ارامۍ سره یو بل ته قناعت ورکړئ.

۳- په اړونده برخه کې ځان ورسوئ
دا سمه ده چې هره دنده خپلې ستونزې او ننګونې لري. که مو دنده هر څومره اسانه او یا هم سخته وي، په دواړو حالتونو کې هڅه وکړئ چې مسلکي واوسئ. په دنده کې بریا په مسلکيتوب، وړتیا، رښتینولۍ، کاري چاپېریال او د زده کړې په درجې پورې تړلې ده. که څوک خپل دنده په سمه توګه پرمخ نه شي بېولی، ښه ده چې پر خپلې ناتوانۍ اعتراف وکړي او په یوه داسې دنده پسې وګرځي چې له سویې سره یې سمه وي او په راتلونکې کې یې د پرمختګ لامل شي.

۴- ښه چلند کوئ
هڅه وکړئ، له ټولو همکارانو سره مو اړیکې له مینې او متقابل احترام څخه ډکې وي. هر څوک په خپله دنده کې یو ځانګړی مهارت لري. کارکوونکي په کاري چاپېريال کې د يو بل مرستې او همکارۍ ته اړ کېږي، ستاسو هڅه بايد دا وي چې له همکارانو سره مو د مرستې په پار خپلې هڅې ونه سپموئ او په پوره مینې او ایماندارۍ سره یې د ستونزو په حل کولو کې مرسته وکړئ.

۵- د نویو شیانو د زده کړې په لټه کې اوسئ
که هغه اداره چې تاسو پکې کار کوئ، د خپلو کارکوونکو د ظرفيت لوړولو کوم پروګرام پلی کوي، نو ضرور پکې ګډون وکړئ، ان تر دې چې که د دغه ګډون په بدل کې پيسې هم درڅخه اخيستل کېږي، تاسو يې د فرصت په توګه له لاسه مه ورکوئ. د نویو څیزونو زده کړه، تاسو په يوه پياوړي او وړ کارکوونکي بدلوي. دغه څه هغه وخت درته ګټه رسوي چې کله مو په اداره کې بدلونونه راځي.

ښايي ډېر همکاران مو دندې له لاسه ورکړي، خو تاسو به د پياوړي او وړ کارکوونکي په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوئ. ان که خپله دنده له لاسه هم ورکړی، کولی شئ د لنډې مودې لپاره په بله برخه کې هم کار وکړئ او په ډېر کم وخت کې بله دنده پیدا کړئ. تل د نویو شیانو د زده کړې په لټه کې اوسئ.

۶- دنده مو په سم ډول تر سره کوئ
د دې لپاره چې په یوه غوره کارکوونکي بدل شئ، کار مو په سم ډول تر سره کړئ او پر وخت کار ځای ته ځان ورسوئ څو ثابته کړي چې له دندې سره مو مينه لري.

هڅه وکړئ چې خپل شخصيت وساتئ او څوک فکر ونه کړي چې وخت ته ارزښت نه ورکوي. دندې ته پر وخت نه ورځي، له دندې سره مینه نه لري او په ټوله کې د همکارانو د خبرو پر موضوع بدل شي. د اصولو ماتول، دوامداره او ډېره غيرحاضري، د کاري چاپېريال له نزاکتونو سره بې پروايي، هغه څه دي چې له کبله به يې يوه ورځ ضرور خپله دنده له لاسه ورکړي.

۷- دندې ته پر وخت ځان رسوئ
هڅه وکړئ چې هره ورځ د رسمياتو له پيل ۱۵ دقیقې مخکې کارځای ته ولاړ شئ. ځکه که پر لاره له کوم خنډ او ځنډ سره هم مخ شئ، نو دفتر ته په رسېدو کې به درباندې نه ناوخته کېږي. ښايي مراجعين او پېرودونکي مو تر تاسو وړاندې دفتر ته رسېدلي وي، له هغوی سره روغبړ او ښه رويه هم ستاسو پر بريا نېغ اغېز لري. که پر خپل وخت کار ځای ته ورسېږئ، نو تر ډېره به مو مراجعین او په ټوله کې هغه کسان چې له تاسو سره یې کار بند دی له تاسو خوښ وي.

۸- ځان پوه کړئ چې د ادارې مشره څه تمه در څخه لري
له ريیس او یا هم مدیر څخه د دې ډول پوښتنې کول په دې مانا دي چې تاسو تر نورو همکارانو یو ګام مخکې یې. کله چې در سپارل شوی کار تر سره کوئ له مشرانو څخه مو یې د پایلو په اړه پوښتنه وکړئ. دغه څه مو په کاري مخینه کې د ښو او ارزښتناکو اسنادو په څېر ثبتېږي.

۹- نوښت وکړئ
که غواړی چې یو غوره کارکوونکی شئ، نو د کار اړوند مسایلو په اړه مو بې تفاوته مه پاتې کېږئ. کېدای شي هغه څه چې تاسو یې پېشنهاد کوئ سم نه وي، خو ښه خبره دا ده چې ريیس او یا مدیر مو تاسو د یوه فعال کارکوونکي په توګه پېژني او پوهېږي چې د کار او ادارې ګټې درته مهمې دي.

دا سمه ده چې د ريیس او یا مدیر قانع کول ستونزمن کار دی، خو هڅه وکړئ، باور یې لاسته راوړئ، څو مو د بریا په لار کې پراته خنډونه له منځه ولاړ شي. لکه څه ډول چې مخکې وویل شول کېدای شي ستاسو حللاره د چا خوښه نه شي، خو هڅه به مو دا وي چې د ستونزو پر مهال ارو مرو د حل یوه لاره تاسو هم په ګوته کړئ. ځکه که تاسو هېڅ هم ونه وایۍ، کېدای شي تاسو د یوه کمزوري او بې تفاوته کس په توګه وپېژندل شئ. هغه وخت د مهمو مسایلو په اړه د پرېکړې پر مهال له تاسو سره مشوره نه کېږي. د ادارې مشران یوازې په هغه کارکوونکو پسې ګرځي چې ځیرک وي او بس.

۱۰- در سپارل شوی کار ارو مرو تر سره کړئ
در سپارل شوې دنده پر وخت سر ته ورسوئ او هېڅکله هم په کې ځنډ مه کوئ. خپل ټول توان په کار واچوئ څو کار په خپل ټاکلي وخت سرته ورسوئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران