اقتصاد بریا او پرمختګ

هر مدیر که کامیابي غواړي، په دې ۸ رازونو دې پوه شي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

لکه څنګه چې ناکام مدیر اوسېدل سخت کار نه دی، یو بریالی مدیر اوسېدل هم چندان آسانه کار نه دی. تاسو کولای شئ، یو بریالی مدیر واوسئ او په ډېرې آسانۍ سره د یوه بریالي مدیر په رازونو باندې پوه شئ، خو په دې شرط، چې په بشپړه توګه په ساده او آسانه تخنیکونو باندې پوه شئ او پرته له هېڅ (خو) او (که چېرې) څخه یې ومنئ او عمل پرې وکړئ.

مدیریت یو هنر دی او مدیر د هنرونو یوه ټولګه، چې باید په ډېر مهارت سره چارې اداره او کنټرول کړي.

له موږ سره اوسئ، ترڅو د یو بریالي مدیر رازونه له تاسو سره شریک کړو، ترڅو تاسو هم که چېرې د یو سازمان، یوې ادارې او حتا د یوې کوچنۍ څانګې مدیر یاست، یا دا چې کله مو وغوښتل په دې مقام کې دنده ترسره کړئ، پوه شئ، څنګه په ممکنه غوره بڼه خپل مسؤولیتونه ترسره کړئ او د یو بېلګه ایز او بریالي مدیر په توګه په ځان باندې وویاړئ او د یو بریالي مدیر په رازونو باندې نور پوه کړئ.

مدیر اوسېدل سخت کار نه دی، خو ښه او بریالی مدیر اوسېدل هم څه آسانه کار نه دی، د دې لپاره، چې وکولای شئ، تر ټولو غوره مدیر واوسئ، باید ممکن کارونه په غوره بڼه ترسره کړئ.

لومړی راز
د یو بریالي مدیر له رازونو څخه تر ټولو لومړی او مهم راز دادی، چې فعالو، ژمنو، په کار پوه او خلاقو ځواکونو ته د یوې پانګې په سترګه وګوري. هغه کارمند چې لوړه کاري وړتیا لري، خپل کار او موخې ته ژمن دی؛ ارزښت ورکوي، د خپل ځان او شرکت/ ادارې د پرمختګ په اړه فکر کوي او هره ورځ یو نوی ټکی زده کوي، په حقیقت کې یوه ارزښتمنه پانګه ده، چې یو مدیر باید ورته ورته بشپړه او کافي پاملرنه ولري او د هغو ځواکونو په ساتنه کې، چې دا وړتیاوې او امتیازات لري هڅه وکړي.

دویم راز
د یو بریالي مدیر له رازونو څخه دویم ټکی دا چې په یاد مو وي، تاسو هم په حقیقت کې یو کارمند یاست، که چېرې تاسو هوښیار یاست او یا بل هرڅه چې فکر کوئ، ستاسو لپاره یو امتیاز ګڼل کېږي، ترڅو له دې لارې د خپلو کارمندانو په نسبت د ځواکمنتیا احساس وکړئ. دا هرڅه لرې کړئ او د خپلو کارمندانو ترڅنګ په ښه توګه کار وکړئ. تاسو یوازې دروند مسؤولیت پر غاړه لرئ، چې باید په ډېر هنر، پرته له کومې نیمګړتیا، بښنې او بهانې سره یې ترسره کړئ.

په یاد مو وي، ستاسو یوازینی امتیاز د کارمندانو په نسبت، ستاسو مدیریتي هنر دی او نور هېڅ! هغه هنر چې په نورو برخو کې به یې په بېلابېلو بڼو توضیح کړو.

درېیم راز
د یو بریالي مدیر له رازونو څخه درېیم راز دادی، چې تل په ژوند کې تر ټولو غوره ټاکنه وکړئ! څه په شخصي ژوند کې او څه هم په کاري چاپېریال کې. غوره کسان او څیزونه تل تاسو او کارمندانو ته مو انګېزه ورکوي. د ځان او خپل ټیم لپاره تر ټولو غوره همکاران وټاکئ، ښه کارمند ستاسو د ودې او پرمختګ سبب ګرځي، دغه راز غوره چاپېریال او غوره مسلک او دنده وټاکئ، که چېرې هغه مدیریتي څوکۍ، چې تاسو ته درکول کېږي، ستاسو له پوهې، تخصص او روحیاتو سره سمون ولري، نو ستاسو بریا تضمینوي.

څلورم راز
د یو بریالي مدیر له رازونو څخه څلورم راز دا دی، چې په پیل کې په ځان او وروسته په خپلو کارمندانو کې مسلکي اخلاق او کاري شراف بنسټیز کړئ، دا چې د یو رییس او څانګې د مسؤول له حضور پرته ټول کارونه په مینې، لېوالتیا او وفادارۍ سره ترسره کړي او ناظر او څارونکي ته اړتیا نه وي، چې د وېرې او تکلیف په وجه کارونه په سمه توګه ترسره کړي، باید کارونه د هڅونې او ادارې/ شرکت د ودې او پرمختګ لپاره ترسره کړي.

په افرادو کې له کار څخه خوند اخیستل بنسټیز کړئ، دغه راز داسې یو چاپېریال را منځته کړئ، چې په هغه کې له اوسېدو څخه خوند واخلي، په ځان او تاسو باندې وویاړي. دا هم له هغو مهمو رازونو څخه او په حقیقت کې کولای شي د بریا کیلي واوسي.

پنځم راز
د یو بریالي مدیر له رازونو څخه پنځم راز دا دی، چې انرژي ورکړئ او انرژي تر لاسه کړئ. انګېزه ورکړئ او انګېزه تر لاسه کړئ، دا سخت کار نه دی. افراد د هغوی هڅو او کوښښونو او دغه راز د هغوی وړتیاوو ته په پام سره وهڅوئ، که چېرې له کارمندانو څخه کومه تېروتنه، یا په کار کې لټي او نیمګړتیا تر سترګو شوه، له خپل هڅونکي سیاست څخه کار واخلئ او کارمندانو ته دا ووایئ، چې هڅې یې د ځان او سازمان په ودې او پرمختګ کې تر کومه بریده اغېزمنې دي.

شپږم راز
د یو بریالي مدیر له رازونو څخه شپږم راز، چې په حقیقت کې یو ذاتي مهارت دی، دا چې باید له لوړ اړیکیز ځواک څخه برخمن واوسئ، مفاهیم په سمه توګه ولېږدوئ او د خپلو نظریاتو او لید لورو په بیانولو کې، د کارمندان هېڅ ډول سر درګرمه کول شتون ونه لري، سر بېره پر دې، له خپلو دې مهارتونو څخه په بله بڼه هم ګټه واخلئ، په دې مانا چې یوازې په کار او دندو پورې اړوندو مسایلو پورې محدود نه وي، بلکې له دې مهارتونو څخه په ګټه اخیستنې له کارمندانو سره ځواکمنه اړیکه ټینګه کړئ، ترڅو چې هغوی ستاسو په مقام او شان باندې پوهېږي او اړین درنښت وکړي، په صمیمانه توګه تاسو د ځان او خپل څنګ ته وګڼي او په ټوله مانا تاسو ته وفادار پاتې شي. د دې مهارت د پیاوړتیا لپاره، بسنه کوي، چې ځان د کارمند یا مقابل لوري په ځای کې مېشت کړئ.

اووم راز
د یو بریالي مدیر له رازونو څخه اووم راز دا دی، چې کله وخت ځان او خپلو کارمندانو ته رخصتي ورکړئ، له یو بل سره په لنډ مهالي تفریحي سفر لاړ شئ او په وجود کې یې د یوې کورنۍ اوسېدو احساس را منځته کړئ، دا هم ستاسو لپاره ښه ده او هم ستاسو د کارمندانو لپاره او مرسته کوي، چې لا ډېر د یو بل له سلیقو او لېوالتیاوو سره آشنا شئ او غوره تعامل ولرئ.

اتم راز
په پای کې د یو بریالي مدیر له رازونو څخه اتم راز دا دی، چې نیوکه منونکی واوسئ، له خپلو کارمندانو سره رښتینی واوسئ، کارمند مو له تاسو څخه بېلګه اخلي او ستاسو په څېر عمل کوي.

مطالعه وکړئ، هر کارمند د هغه چا په پرتله، چې د ګمان او توکل پر بنسټ له ځانه مدیریتي چلندونه څرګندوي، یو مطالعه کوونکی او د زده کړې په حال کې مدیر ډېر خوښوي.

خوشاله، شوخ طبع او د ښو اخلاقو لرونکی واوسئ، خو په عین حال کې جدي او درنښت لرونکی او خپلو کارمندانو ته ځانګړی درنښت او ارزښت ورکړئ، ځکه چې ستاسو چلند د هیندارې په څېر دی، هرڅه چې وکړئ، نو بېرته تاسو ته در ګرځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل