اقتصاد

پنسي هو؛ د هانګ کانګ تر ټولو بډايه مېرمن

دا ځل د نړۍ په کچه د يوه لوى سوداګريز ښار هانکانګ تر ټولو بډايه مېرمن درپېژنو.

(پنسي هو) چې پوره نوم يې (Pansy Catalina Ho Chiu-king) دى د ١٩٦٢ زېږديز کال د اګېسټ په ٢٦ مه د دغه ښار په يوه بډايه کورنۍ کې زېږېدلې ده.

پلار يې (سټېنلي هو) په هانګ کې مخکښ سوداګر و. نوموړى چې وروسته نه يوازې د هانګ کانګ بلکې د اسيا په کچه په سترو شتمنو کې راغى خپل کار يې له يوې جاپانۍ کمپنۍ سره پيل کړى دى.له دې کمپنۍ سره چې د صادراتو او واراتو په برخه کې يې کار کولو تر لږ کار وروسته د کمپنۍ د اعتماد وړ کس وګرځېد.له دې کبله چې څلور ژبې يې زده وې په ٢٢ کلنۍ يې له کمپنۍ سره شراکت پيل کړ.ويل کېږي چې نوموړي خپله لومړۍ پانګه د ماکاو له کورواکې سيمې څخه چين ته د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د تجملي توکو له قاچاق څخه تر لاسه کړې ده.

ده په ترلاسه کړو پيسو د لومړي ځل لپاره په ١٩٤٢ زېږديز کال يو د نفتو او بل د ساختماني چارو شرکت پرانيسته. له دې کبله چې دغه مهال په هانګ کانګ کې د رغنيزو چارو دوره وه نوموړي ښه ګټه تر لاسه کړه.د نوموړي د ١٧ اولادونو ترمنځ پنسي هو اوس د هانګ کانګ تر ټولو بډايه مېرمن ده. نوموړې د امريکا په کلفورنيا ايالت کې ښوونځى لوستى او وروسته يې په همدې ايالت کې له ( سنتا کلارا) پوهنتون څخه د بازار موندنې او سوداګرۍ په برخه کې لېسانس اخيستى دى. پنسي په لومړيو کې په هانګ کانګ کې د سرګرميو د صنعت په برخه کې کار پيل کړ. په دې برخه کې تر دوه کاله کار وروسته د يوه مستقل کار په فکر کې شوه. ٢٦ کلنه وه چې د سازمانونو او افرادو ترمنځ د اړيکو رامنځته کولو يو بنسټ يې رامنځته کړ. دې دغه راز د پلار له مخالفت سره سره خپله خور وهڅوله چې د سندرو په برخه کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

هو اوسمهال د (MGM Grand Macau) ونډواله ده. MGM Grand Macau د چين په مکاو کې د استراحت لپاره ځانګړى رېسورت (هوټل) دى چې ٦٠٠ خونې لري. د فوربس د شمېرو له مخې په 2018 م کال کې د فنسي هو خالصه پانګه څه کم 5 میلیارده ډالر ګڼلې ده. . په اېم. جي. اې ګرونډ ماکاو کې د فنسي هو ونډې تېر کال ٧٠ سلنې ته لوړې شوې دي.نوموړې وروسته له هغې د هانګ کانګ تر ټولو ستره شتمه شوه چې درى کاله وړاندې يې (کازينو) په هانګ کانګ کې عمومي شوه. فنسي هو دوه کاله مخکې، وروسته له دې د جيټ سټار عامله مديره شوې چې قنتاس ګروپ او چينا اېسټرن اييرلاين د جيټ سټار له دريو يوه برخه د هو د کورنۍ پر کمپنۍ ( شن ټک) باندې وپلورله.

هو په 2018 م کال کې د نړۍ د پنځه سوه سترو میلیاردارنو لیست کې شامله وه. او همدارنګه په خپل هیواد کې د شل سترو پانګوالو څخه ده.

شپږ پنځوس کلنه فنسي هو اوسمهال په هانګ کانګ کې اوسي او له خپل مېړه څخه يې طلاق اخيستى دى.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

همیانۍ ورځپاڼه