اقتصاد

پنځه شیان چې تر پیسو یې ارزښت ډېر دی!

ژباړه: حسیب نورمل

ډېر خلک فکر کوي چې په ژوند تر پیسو ارزښتمن شی نشته. هغوی ټول ژوند په پیسو پورې تړي او له پيسو پرته ورته ژوند ژوند نه ښکاري. دا فکر بیخي ناسم دی چې پیسې هره ستونزه هوارولی شي. زه نه وایم چې پیسې بدې دي، پیسې ښې دي، د ژوند کولو یوه وسیله ده، کيدای شي ځينې ستونزې مو هوارې کړي او په لږو مواردو کې درته د هوسا ژوند چانس برابر کړي.

ژوند په خپل ذات کې ارزښتمن دی، بیا په ژوند کې له پیسو پرته ځينې نورو شيان هم شته، چې په ساتنه کې يې بايد لټي او بې غوري و نه شي. دلته یوازې د پینځو هغو شیانو لنډه یادونه کوم چې باید ورته تر پیسو ډېر پام وشي.

۱: وخت
وخت تر ټولو ارزښتمن شی دی. وخت په پیسو نه شو اخیستلی؛ خو په وخت پیسې پیدا کولای ش. وخت ته په کم نظر مه ګورئ او بې ځایه یې مه تېروئ.

۲: روغتیا
روغتیا نیمه پاچاهي ده، چې پاچا وې هرڅه ستا دي؛ پیسې، شهرت، واک … او داسې نور. روغتیا مو په پیسو مه ورکوئ، بلکې پیسې مو د روغتیاپالنې لپاره ولګوئ. روغتیا ته ډېر پام وکړئ، که سړی په سټه روغ نه وي، چې هر څه د ده وي، خوند به ترې وا نه خلي.

۳: کورنۍ
مور، پلار، خويندې او وروڼه په پیسو نه اخیستل کیږي؛ خو د دوی په مرسته پیسې پیدا کيدای شي. د پیسو له امله مو کورنۍ مه خپه کوئ، هغوي ته ارزښت ورکړئ؛ ځکه دا داسې شتمني ده چې بل څوک یې نه شي درکولای.

۴: زده کړې
مخکې له دې چې د پیسو د پیدا کولو په اړه فکر وکړئ، د زده کړو په اړه مو فکر وکړئ. پیسې هر وخت پیدا کولای شی، آن په بوډاتوب کې؛ خو په بوډاتوب کې زده کړې کول له يوې خوا ستونزمن کار دی او بلې خوا په لوړ عمر کې زده کړې کول په درد نه لګي. غوره دا ده چې زده کړې هم پر خپل وخت کې وشي.

۵: ابرو او عزت
که په یوه ټولنه کې څوک ډېره شتمني او پیسې ولري، خو ابرو او عزت ونه لري ارزښت به يې له صفر سره ضرب وي؛ ځکه پیسې پخپله د ابرو او عزت پر وړاندې بې ارزښته دي. عزت مو مه پلورئ، ځکه د دې شي پيرل ناشوني دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */