ژوند او ژواک

د کامیابو او ناکامو خلکو ترمینځ ۱۰ توپیرونه

 

لیکواله: چلیو چونګ
ژباړه: شاهین

د ژوند په ګڼو برخو کې بریالیتوب او لاس ته راوړنې د هر یو کس هیله او غوښتنه ده؛ خو هر څوک نه شي کولای، چې بریالی شي. ژمن او مبارز خلک یواځې خپلو هیلو ته رسیدلای شي.

خو پوښتنه داده، چې ولې ځينې خلک بریالي او ځینې نور بیا پاتې دي؟!

د کامیابو او ناکامو خلکو ترمینځ توپیر په دې (۱۰) څیزونو کولای شو:

۱ـ
کامیاب خلک اوږد فکر کوي او د خپلو افکارو لپار لویه حوصله لري.
ناکام خلک بیا لنډ فکر کوي او حوصله يې تنګه او لنډه وي.
۲ـ
کامیاب خلک باور لري، چې د بریالیتوب راز يې په سخت کاراو خوله تویولو کې دی. دوې په دې پوهیږي، چې کامیاب هغه څوک دی، چې هڅه کوي، زحمت ګالي او له وخت څخه مناسبه ګټه پورته کوي.
ناکام خلک وايي، چې بر یالیتوب بخت دی. دوې یواځې بخت ته په تمه ناست وي. بخت ته په تمه پرې میاشتې او کلونه تیر شي، خو هماغسې ناکام پاتې وي.

۳ـ
کامیاب خلک مسولیت منونکي وي. دوې تل د خپلو سمو او ناسمو کارونو مسؤلیت په خپله غاړه اخلي. دوې، د نورو د ملامتولو او هغوې ته د ګوتې نیولو کوښښ نه کوي.
ناکام خلک د خپل ناسمو کړونو پړه په نورو اچوي؛ له مسولیته تښتي او تل نورو ته ګوته نیسي.

۴ـ
بریالي کسان تل عاجزه خوي لري او همیشه يې هڅه دا وي، چې یو څه له چا نوې زده کړي. دوې تل د زده کړې په هڅه کې وي.
ناکام خلک بیا فکر کوي، چې دوې په هر څه پوهیږي او هیڅ ضرورت نه لري، چې له کوم بل چا څه زده کړي.
۵ـ
کامیاب خلک تل د نورو سره په نویو خبرو او نوي نظریاتو بحث کوي. دوې یو له بل سره وروستي او نوي مالومات شریکوي.
ناکام خلک بیا تل خپل وخت د نورو خلکو په اړه په خبرو کولو ضایع کوي. دوې د خبرو لپاره کومه نوې موضوع نه لري؛ دوې کوم نوې نظر هم نه لري؛ همیشه يې وخت د نورو په اړه په خبرو کولو تیریږي.
۶ـ
کامیاب خلک په موخو او ماموریت پسې ګرځي. یعنې خپلې موخې تعقیبوي او غواړي، چې خپل ټارګیټ ته ورسیږي. دوې د شهرت وږې نه وي.
ناکام خلک بیا له موخې ډیر د خپل سټایټس او شهرت په غم کې وي. دوې تل غواړي، چې په نورو خپل ځان ومني او ځان ریس، ریس وښيي.
۷ـ
کامیاب خلک همیشه د ځان د پرمختګ په لټه کې وي. دوې غواړي، خپل شخصیت لوړ کړي او سړلوړی ژوند ولري.
ناکام خلک بیا په پیسو چلیږي. دوې یواځې دا هڅه کوي، چې له کومې ممکنه لارې ډیرې پیسې وګټي. دوې د پیسو زیات لالچ کوي.
۸ـ
بریالي خلک د نورو په بریالیتوب خوشالیږي او تل د نورو سره مرسته کوي، څو خپلو موخو ته ورسیږي. بریالي خلک د نورو خلکو سره د هغوې په بریالیتوب کې مرسته کوي.
ناکام خلک د نورو بریالیتوب نه شي زغملای او د هغوې په بریالیتوب يې رخه راځي. دوې کوښښ کوي، چې د نورو خلکو لپاره خنډونه جوړ کړي او هغوې له خپلو موخو څخه وروسته پاتې کړي. ناکام خلک نور خلک هم ناکام غواړي.
۹ـ
کامیاب خلک همیشه د مثبت بدلون په لټه کې وي. دوې بدلون ته په ورین تندي هرکلی وايي او په دواړو لاسو ورسره روغبړ کوي. دوې بدلون د پرمختګ په لور لومړی ګام بولي.
ناکام خلک له بدلونه ویریږي او بدلون يې نه خوښيږي. دوې د تغیر په وړاندې مقاومت کوي او همیشه یکنواخته ژوند کوي.
۱۰ـ
بریالي خلک د نورو صمیمي او له زړه نه ستاینه کوي. نور تشویقوي او د هغوې په ځای ستاینه کوي.
ناکام خلک بیا برعکس، په نورو باندې انتقاد کوي او د نورو خلکو په اړه ورسره رغونکی نظر نه وي. دوې تل په منفي ټکو پسې ګرځي.

په ژوند کې د بریالیتوب لپاره موږ اړه یو، چې مثبت افکار ولرو؛ په مثبت ټکو پسې وګرځو او له مثبتو او رغوونکو خلکو سره راشه درشه ولرو. په ځان باور او موخو ته ژمنتیا هم د بریالیتوب راز ګڼل کیږي.
له نورو دوستانو سره د یاران د لیکنو شریکول مه هېروئ

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */