سیاست له نړۍ

دغه امریکايي ویلي؛ په ۴۰ کلونو کې یې لږ تر لږه ۹۰ کسان وژلي

لیکنه: غازي عابد

د امریکا متحده ایالاتو په کلفورنیا ایالت کې یو کس ویلي چې په څلورو لسیزو کې یې لږ تر لږه تر ۹۰ پورې کسان وژلي.

د نوموړي ددې ادعا په اړه چې دومره شمیر کې کسان یې وژلي، ځینو وژنو په اړه یې دلته معلومات مشخص شوي او د نورو په اړه یې قدم په قدم څیړنې روانې دي.

دا سړی سیمیول لیټل نومیږي، چې پلټوونکو په خپله ګناه د هغه د اعتراف له امله د هغه د څلورو وژونو په اړه، ناحل شوې قضیې تړلي.

دی په سیمیول مکډویل هم پیژندل شوی، ۷۸ کاله عمر لري او مخکې یې هم محکمې ته په دریو وژنو اعتراف کړی و.

چارواکو ویلي لیټل په هوما او لوزینا کې د ددوو وژنو په اړه معلومات ورکړي چې تر اوسه دا دوه معلومې شوې وژنې دي.

۵۹ کلن ډوروټو ریچارډ چې په ۱۹۸۲ کال کې وژل شوی و او ۴۰ کلن ډیاسي مکګوایر چې جسد یې په ۱۹۹۶ کال پیدا شوی و، دواړه د زندۍ کولو په مرګ وژل شوي ول.

چارواکي هڅه کوي چې د هغه د نورو وژنو په اړه هم ترې معلومات واوري.

ځايي ولسوال بایب کاونټي د تیرې جمعې په ورځ په خپلو خبرو کې ویلي چې د لیټل اعترافونو پلټوونکو ته زمینه برابره کړه چې د هغه د ۱۹۷۷ او ۱۹۸۲ کلونو دوه قضیې وتړي.

په ۱۹۸۲ کال قضیه کې د فریډونیا سمیت جسد د ماکونو سیمې د یوې حویلۍ ترڅنګ پیدا شوی و، چې هغه هم د زندۍ په ډول وژل شوی و. د ۱۹۷۷ کال پیدا شوی جسد تر اوسه نه دی پيژندل شوی، د هغه د وجود سکیلیټ هم د ځايي سیمي په یوه کور کې په لرګیو کې موندل شوی و.

بابي کاونټي ویلي چې د هغوی ادارې له نوموړي وژونکي ځیني مشخص جزیات او معلومات ترلاسه کړي چې له پورته دواړو وژنو سره هم اړیکه لري.

د اعتراف کوونکي سمیت کورنۍ هم د هغه د نویو اعترافونو په اړه خبره کړای شوې ده.

له سمیت د بیلابیلو مرګونو او وژونو په اړه څیړنې روانې دي چې معلوم کړي، رښتیا یې هم ۹۰ کسان وژلي او که نه !

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد