بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د ژوند څلورګوني اصول

اعلان

راټولونه: احمد فرهاد توتاخیل

له څلور ډوله کسانو سره جفا مه کوه:
۱. پلار
۲. مور
۳. ورور
۴. خور

له څلورو شیانو څخه ځان وژغوره:
۱. غم
۲. بیځایه تشویش
۳. کمزورتیا
۴. بخیلي

د څلور ډوله کسانو پر وړاندې سختي مه کوه:
۱. یتیم
۲. بې وزله
۳. مسکین
۴. ناروغ

په څلورو شیانو کې کوښښ وکړه:
۱. زغم
۲. نرمي
۳. علم
۴. عزت

څلور شیان خپل کړه:
۱. اخلاص
۲. وفاداري
۳. ښه اخلاق
۴. رښتینی اوسیدل او رښتیا ویل

د څلورو کسانو خبره مه منه:
۱. دروغجن
۲. غل
۳. کینه ساتونکی
۴. په ځان غره (خودخواه)

له څلورو کسانو سره مینه وکړه:
۱. میرمن/خاوند
۲. اولاد
۳. د کورنۍ غړي
۴. ملګري

څلور څیزونه کم کړه:
۱. خوب
۲. خوراک
۳. خبرې
۴. بیځایه ناسته پاسته

څلور څیزونه مه پریږده:
۱. لمونځ
۲. د قرآن کریم تلاوت
۳. ‌ذکر
۴. خپل خپلوان

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل