ټولنیز ژوند روغه سټه

د درېمې سترګې د پرانستیا نښې نښانې

اعلان

ژباړه: نسیمه محمدي

درېمه سترګه هغه کلمه ده چې څو ځلي مو اورېدلې مګر فکر نکوئ چې تاسې هم شاید دا سترګه ولرئ. له اوږدو کلونو راهیسې د درېمې سترګې درلودل د ډېری قومونو او فرهنګونو لپاره د درناوي وړ وه.نن ورځ ورته صنوبري غده هم ویل کېږي مګر بیا هم خلک یې د درېمې سترګې په نوم پېژني.

درېمه سترګه له شک پرته واقعي شتون لري، خو نشي کېدای په بشپړه توګه درک شي غوره ده ووایو هر څوک خلاصه درېمه سترګه نلري. د درېمې سترګې درلودل د بدن او روح تر منځ اړیکه ده چې ځانګړي قدرت ته اړتیا لري. کله چې پایدار تفکر ولرو درېمه سترګه پرانېستل کېږي او داخلي لارښود قوي کېدای شي.

د دې پنځه نښو په درلودلو ډاډه اوسئ ستاسې درېمه سترګه پرانیستل شوې ده.

۱: د دوه وریځو تر منځ ساحه کې د ستړیا احساس

په ټوله کې کله چې درېمه سترګه پرانستې وي د هوښ اړیکه د دوو وریځو تر منځ ټينګېږي. داسې لکه څوک چې ورو، ورو حرکتونه لمسوي او کله هم د کوچني حرکت سره د تودوخې د ځغلېدو احساس پیدا کوي.

۲: د اوږد مهاله فکرونو لوړتیا

د درېمې سترګې په پرانستیا به تاسې د بېلابېلو پېښو په درک بریالي اوسئ. د هغه څه پوهېدل چې ګمان کېږي پېښ شي. په زړه پورې ده چې پوه شئ درېمه سترګه له تاسې سره مرسته کوي هغه څیزونه ووینئ چې د لیدلو وړ نه وي. له تجربو موډېره ګټه اخلئ او ستونزې مو له لرې واټن حس کوئ.

۳: د رڼا په وړاندې حساسیت

د دوو سترګو په پرتله د درېمې سترګې د لیدلو قوه او د رنګونو درک ډېر لوړ دی. د رنګونو او درېمې سترګې تر منځ اړیکه په ډېری پخوانیو کتابونو کې څېړل شوی.

هغه کس چې درېمه خلاصه سترګه لري رڼا د ستورو او پ ګرده بڼه ویني او حتی د ورېځو تر شا رڼا هم لیدلای شي.

۴: د همېشګي بدلون د اړتیا احساس

دا چې ولې متفاوت احساس لرئ درک یې سخت دی، یواځې دا حس کوئ. دا بدلون ممکن په تدریجي یا یو ځلي رامنځته شي. کېدای شي هغه څيزونه چې وړاندې مو ترې خوند اخیست اوس مو خوښ نشي، یا له هغه څیزونو خوند واخلئ چې مخکې مو نه خوښېدل. دا اړتیا او د خوښې بدلونونه د درېمې سترګې د خلاصېدو نښې دي.

۵: د سر درد ډېرېدل

هغه فشار چې په سر کې پیدا کېږي د هغه درد چې د وریځو تر منځ یې احساسوئ، ډېر دی. درېمه پرانستې سترګه د هغه چا لپاره چې وړاندې یې نه وي تجربه کړي، سخته تجربه وي.

د درېمې سترګې خلاصېدل ممکن د فشار او درد لامل شي. د لمنځه وړلو لپاره یې غوره لار په آزاده هوا کې قدم ووهل دي.

د درېمې سترګې د خلاصېدو لپاره ځینې ټکي:

د درېمې سترګې په خلاصېدو تاسې د خپل روح سره په خبرو پېل کوئ او د تفکر او تمرکز عالي مرحلې ته رسېږئ. د حافظې زیاتېدل او د بصیرت پراختیا د درېمې سترګې د پرانستل کېدو ګټې دي.

د درېمې سترکې د پرانستل کېدو لپاره لارې چارې

  • ډېر او ژور فکر کول.
  • د امکان تر حده له خوږې او لبنیاتو ډډه کول.
  • په پراخ چاپېریال کې فکر کول په ځانګړې توګه په چمن کې.
  • په طبېعت کې قدم وهل.
  • د نیلي، بنفش او طاووس بڼکو ته ورته رنګ لرونکو کالیو اغوستل.
  • د ظریف کارۍ چارې تر سره کول لکه نقاشي، رنګول او په لوړ دقت هنري فعالیتونه تر سره کول.

سرچینه: نمناک

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.