ټولنیز ژوند ژوند بڼه

له دغو ۳۰ لارو څخه مو د ټول عمر له پاره پر نفس باور زیات کړئ!

اعلان

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

کوم کسان چي پر ځان باورمند دي ځانونه او نور ښو کارونو کولو ته تشویقوي او د ښو انسانانو په توګه د ښه اوسېدو او نورو پېژندلو له پاره کوښښ کوي. هغوی چي پر ځانو باندي باور لري، کوښښ کوي چي ځانونه پر نورو باندي ګران کړي او د نورو له لوري خپل ارزښت وساتي. ځانو ته هم توجه کوي او نور هم له پامه نه غورځوي. د نورو خبري اوري. د ځان او خپلو شاوخوا کسانو د شناخت په خاطر خپل ارزښت ساتي. لاندي به پر نفس باندي د باور زیاتېدو ۳۰ حللاري وړاندي کړل سي:

۱ـ خپلو وړتیاوو ته په کمه سترګه مه کورئ. پر خپلو وړتیاوو باور ولرئ او مطمئین اوسئ چي زموږ په دیني امورو کي انسان ته هسي ناحقه د اشرف المخلوقات لقب نه دئ ورکول سوی او کولای سي چي په اراده او سخت کار سره د بریالیتوبو نامحدودو لوړو څوکو ته ورسېږي.

۲- په سختو او ستونزمنو حالاتو کي، څو دقیقې له ځانو سره خلوت وکړئ او کوښښ وکړئ چي د ځان اندېښمنوونکو لاملونو زېږنده مو پیداکړئ او بیا همغه لاملونه رفع کړئ. مه پرېږدئ چي منفي افکار مو پر ذهن او دماغ باندي حمله در وړي. ځان ته ډاډ ورکړئ او پرېکړه وکړئ چي خپلي هڅي به نه پرېږدئ.

۳ـ پر خپلو ماشومانو باندي له حده زیات سختګیر مه اوسئ او په خشونت سره له هغوی سره چار چلند مه کوئ. کوښښ وکړئ چي د ځانو او هغوی ترمنځ مو صمیمانه او دوستانه اړیکي جوړي کړئ او که هغوی کومه سهوه او غلطي کوي، پر ځای او په خورا دوستانه ډول هغوی متنبه (تنبیه) کړئ.

۴ـ د هر کار د عملي کولو دمخه د هغه څخه پر حاصلېدونکو عواقبو باندي ښه سم فکر وکړئ، لارښووني ته د اړتیا پر مهال، د مثبت فکرو، واقع ګراه او آګاه کسانو سره مشورې وکړئ او د غیرمنطقي او غیراصولي کارونو له کولو څخه چي کولای سي د نورو په ماته یا رټني تمام سي، پرهېز وکړئ.

۵ـ که د نورو د احترام غوښتونکي یاست، اول خپله ځانو ته احترام وکړئ.

۶ـ کوښښ مه کوئ چي له غیر انساني او د ارزښتونو ضد کارونو له لاري بریالیتوب ترلاسه کئ. ځان ته ووایاست هغه بریالیتوب چي د انساني ارزښتونو د پایمالولو په نتیجه کي حاصلېږي، یو موقتي او ناپایداره بریالیتوب دئ.

۷ـ ستاسي کارځای د یوې کوچنۍ دهکدې یا ناحیې په شان دئ. فکر مو وي چي ستاسي د همکارانو په اړه ستاسي هره لویه یا کوچنۍ خبره حتمن تر هغوی پوري ور رسېږي. نو هر وخت خپلو خبرو او رفتارونو ته متوجه اوسئ. کېدای سي يوه ناسنجوله سوې او ناسمه خبره، د همېشه له پاره ستاسي د ښه دوست او مهربان او لایق همکار ترمنځ اړیکي پرې کي او تاسي هیڅکله د دغه معنوي خسارې جبران ور نه کړای سي.

۸ـ له کینه ګرو او بدبینو کسانو سره مشورې مه کوئ.

۹ـ تر ټولو مهم نه ویل زده کړئ: ډېری کسان، د نه ویلو قدرت نه لري او دغه مورد د هغوی له پاره خورا ډېري ستونزي زېږولي دي. که داسي وړاندیز یا درخواست درته وکړل سي چي تاسې منلو ته تمایل نه لرئ، په قاطعیت خو په احترام سره ورته نه ووایاست.

۱۰ـ فکر وکړئ چي بې ساری پر نفس باور لرئ: هیڅکله ځان ته دا روحیه مه ورکوئ چي پر ځان باور نه لرئ، همېشه کوښښ وکړئ چي د ځان په اړه مثبت او ستر فکرونه ولرئ. که فکر وکړئ چي پر ځان باندي باور نه لرئ، څنګه له نورو څخه تمه لرلای سئ چي هغوی مو پر نفس باندي باورمند وبولي. مې هېروئ چي څنګه فکر کوئ، هغسي به درسره کېږي. که فکر کوئ چي د کار کولو توان نه لرئ حتمن بې هم نه لرئ یا بې نه سئ کولای. څه چي مهم دي، یوازي ستاسي افکار دي.

۱۱ـ پر لاره د تللو سرعت مو زیات کړئ: څوک چي پر نفس باندي باور لري محکم ګامونه آخلي او په خپل هدف پسي ځي. پیاوړي، پُر انرژي او قدرتمند اوسئ.

۱۲ـ سر مو لوړ ونیسئ: دا کار سبب کېږي چي وینه له زړه څخه مغز ته (پاکه وینه) او له مغز څخه زړه ته (ناپاکه وینه) په آسانۍ سره ورسېږي. د رګونو حجم زیات سي او په عینی واحده کي، زیات اکسیجن له ویني سره تبادله سي. د هوا لاري تر یوه حده په یوه امتداد کي راسي او تنفس، آسانه سي، د لیدو اندازه زیاته سي، د شخص د ظاهري لطافت سره مرسته وکړي او تر ټولو مهم، د شخص پر نفس اعتماد زیاتوي.

۱۳ـ له خپلي وېري سره مخامخ سئ: مطمئن اوسئ له چشي څخه چي بېرېږئ څوندي چي تاسي فکر کوئ هغوندي بد نه دي. له هغه څه سره مخامخېدل چي ورڅخه وېره لرئ پر نفس د باور زیاتېدو سبب کېږي.

۱۴ـ مجلس وکړئ: ډېری وختونه د يوه چا سره په ځینو محاکمو او قضاوتو کي راګيرېږو چي سهی نه دي، که شک، تردید یا سوال لرئ او هغه حل یا رفعه نه کړئ، دغه شک ستاسي رفتار اغېزمنوي.

۱۵ـ ماته مه منئ: بل شی انتخاب کړئ. تاسي د یوې ناکامي تجربې سره نه مغلوبېږئ، پر دې فکر وکړئ چي آیا هیچا هم تر بریالیتوب دمخه ماته خوړلې نه ده. یوازیني شي ته چي تاسي اړتیا لرئ هغه یوه متفاوته لاره ده.

۱۶ـ بهانې او عذر لټول مه کوئ: د هر مثبت تغیر په وړاندي چي ډېره بهانه کېږي، دا ده چي: زه طبیعتاً همداسي یم یا دغسي را لوی سوی یم. ستاسي دغه ډول بهانې او عذرونه د منلو وړ نه دي.

۱۷ـ له نورو سره د ځان له پرتلني څخه پرهېز وکړئ او یوازي ځانونه د خپل تېر سره مقایسه کړئ – وګورو که موږ شاته یا وروسته پاته سوي یوو، د هغوی په لېري کولو کي ګام واخلو او همېشه د ځان د پرمختګ او ودي میل مدنظر ونیسو.

۱۸ـ پر ځانو او خپلو وړتیاوو باور ولرئ او پر نورو باندي له غیر ضروري اتکاء څخه پرهېز وکړئ.

۱۹ـ له ځان کمزوره او ناکام ګڼلو څخه پرهېز وکړئ او حتی په دغه مورد کي د نورو تر منفي تاثیراتو لاندي را نه سئ.

۲۰ـ هره ناکامي د بریالیتوب په لور یو پُل وګڼئ. له خپلو غلطیو څخه درس واخلئ او د ځان یا نورو رټلو پر ځای، د شرایطو د بهترېدو په لور په یوه مناسبه لاره پسي وګورئ او توجه وکړئ چي کړي اشتباهات هیڅکله بیا تکرار نه کړئ.

۲۱ـ د سقراط په خبره چي هیڅکله له ځان یا نورو څخه تر حد زیاته توقع مه لرئ.

۲۲ـ عاجزي زموږ ټولو له پاره یو خوښ او ستایل سوی صفت دئ. خو عاجزي د ځان خوار او حقیر ګڼلو په معنا مه آخلئ او ځان بې ارزښته مه ښکاره کوئ.

۲۳ـ د مهمو او هغو کارونو په کولو کي چي جبران ئې مشکل دئ، د حواسو له تمرکز او زیات دقت څخه مرسته وغواړئ. د هغو کارونو په کولو کي چي تکرار یا جبران نه لري، تر ټولو ډېر دقت ولرئ.

۲۴ـ ځان او نورو ته د اشتباهاتو د جبران موکې ورکړئ. کېدای سي یو نوی پیل، یو نوی ژوند درته په زېري کي راوړي.

۲۵ـ خپل ماشومان د هغوی د ملګرو او کورنۍ غړیو په مخ کي مه تنبیه کوئ او د ټولو په مخ کي د هغوی د غلطیو په تشرېح کولو سره هغوی مه خجالتوئ.

۲۶ـ که هرڅوندي کوښښ کوئ خو مقصد او هدف ته نه رسېږئ؟ لږ صبر وکړئ او خپلو غوښتنو ته له نوي زاویې څخه وګورئ، کېدای سي چي نوري دروازې تاسي ته را خلاصي سي.

۲۷ـ په کارځای کي مو د خپلو غلطیو د ضریب کمولو له پاره، د خپل کارځای له معیارونو څخه اطاعت وکړئ.

۲۸ـ که ستاسي په شاوخوا یا دوستانو کي داسي څوک وي چي ستاسي له روحیې سره سم نه دئ او یا یو له بل سره تفاهم او توافق نه لرئ، په تدریجي ډول د هغه شخص سره د خپلو اړیکو په کمولو سره، هغه د خپلي راشي درشي له دایرې څخه وباسئ.

۲۹ـ د نورو ظاهر او شخصي سلیقې ته بې احترامی مه کوئ.

۳۰ـ له نورو سره د هغوی د معقولو او ښایستو ځانګړتیاوو په ښکاره کولو کي مرسته وکړئ.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي