که دغه ۳۰ کارونه وکړئ، د خلکو نه خوښیږئ

ژباړه: مریم محمدي

د انسانانو ځیني عادتونه داسې وي، په نورو ښه نه لګیږي، راځئ دغه کارونه له نن وروسته مه کوئ، تر څو د خلکو په زړه کې ځای ولرئ، او یو عزتمن شخص اوسئ:

۱- نورو ته په ټوکو کې هم بدې خبرې مه کوئ، هر شخص ته په درنه سترګه وګورئ.

۲- هر څه له نورو مه غواړئ، لکه: پیسې، موټر، کمپیوټر، تلفون، کالي، بوټ او داسې نور

۳- په کار خو دا ده، چې د نورو په مخکې ژاوله ونه ژوئ، خو که ژوئ یې هم نو غږ یې مه باسئ.

۴- د چا په شخصي کار کې کار مه لرئ، یعنې د پټو رازونو په اړه یې پلټنې مه کوئ.

۵- نامناسب کالي مه اغوندئ، هر ځای ته په کتو جامې انتخاب کړئ، په غم کې سنګینه یا نرم کالي واغوندئ، په خوښیو کې بیا ښکلي او تازه رنګ وټاکئ.

۶- که چیرې له چا سره په ستونزه کې مرسته نشۍ کولای، خندا هم مه کوئ.

۷- د خبرو په وخت کې له ناوړه یا هم د زشتو کلیمو له استعمال نه په کلکه ډډه وکړئ.

۸- سګرټ سربیره په دې چې ځاني تاوان لري، په ټولنه کې هم شخصیت ته زیان رسوي، ښه ده، د نورو په مخ کې ونه څښئ.

۹- ځان خپه مه نیسئ، په مجلس کې په خپل نوبت خبرې وکړئ، ترڅو فعاله ښکاره شئ.

۱۰- د نوبت پر مهال بې نظمي مه کوئ، خپل نوبت ته منتظر اوسئ.

۱۱- دوستانو او خپلوانو ته مو له لیدولو مخکې خبر ورکړئ.

۱۲- که له چا سره کینه لرئ، د نورو په مخ کې یې مه ښکاره کوئ.

۱۳- د ستړي مشي یا سلام په وخت کې ډېرې پوښتنې مه کوئ.

۱۴- نارینه دې د سلام په وخت کې ښځو ته لاس نه اوږدوي.

۱۵- د ستړي مشي په وخت کې ډېر کلک لاس مه ورکوئ.

۱۶- د خبرو اداب زده کړئ، د نورو خبرې مه پریکوئ.

۱۷- له خپل صفت او د خلکو له غیبت نه لاس واخلئ.

۱۸- د بې وسه خلکو په مخ کې ځان لوړ مه حسابوئ.

۱۹- په مجلس کې ګونګې خبرې او پټه خندا مه کوئ.

۲۰- په پزه، خوله، مخ او ویښتانو کې لاس مه وهئ.

۲۱- د نورو په مخ کې اولادونو ته نصحت مه کوئ.

۲۲- د خبرو په وخت د مقابل لوري مخ ته وګورئ.

۲۳- که خیر مو چا ته نه رسیږي زیان هم مه رسوئ.

۲۴- د میلمستیا پر وخت ډېر خواړه مه خورئ.

۲۵- کثافت په خپل ځای کې واچوئ.

۲۶- د چا په اړه بې ځایه قضاوت مه کوئ.

۲۷- په ډکه خوله خبرې مه کوئ.

۲۸- له تیلیفون نه ډېر کار مه اخلئ.

۲۹- توهین او کنایه مه وايئ.

۳۰- احساساتي کړنې مه کوئ.

سرچینه: روانشناسي براي همه