سپورټ نړیوال کرکټ

دری هغه لوبډلې چې تر بنګلادېش مخکې یې نړیوال جام لوبولی؛ خو اوس نشته، چیرته دي؟

لیکنه:بهار سمسور

بنګلادېش د اسیا هغه لوبډله ده چې تر ډېره په نړیوال کریکټ کې د نورو له خوا زیاتره وخت پریشر کې ساتل کیږي.

په روان نړیوال جام کې د یو څو نویو ځوانو لوبغاړو په زیاتولو او د توپ وهنې په نوبت کې په ادلون بدلون سره بیخي ښې لوبې کوي.

بنګلادېش په ۱۹۹۹ یم کال کې په لومړي نړیوال جام کې ګډون کړی و؛ خو تر هغې مخکې چې کومو کریکټ لوبډلو نړیوال جام لوبولی او اوس چیرته دي،په دې لیکنه کې یې درته معلومات درکوو:

کینیا

دا د دوهمه درجه لوبډلو له منځه هغه لوبډله ده،چې لومړي ځل لپاره په نړیوال جام کې سیمي فاینل ته ورسیده.

کینیا په ۱۹۹۶ کال کې نړیوال کریکټ جام کې ګډون وکړ او په ۲۰۰۳ کال نړیوال جام کې یې سیمي فاینل ته هم ځان رسولی و.
خو دغه لوبډله په ۲۰۱۱ کال نړیوال جام کې په ګډون د شپږ واړه ګروپ لوبو په بایللو سره رخصت شوه؛چې بیا یې نړیوال جام ته سر ورښکاره نه کړ.

د کینیا کریکټ لوبډلې کمزوري کیدل د دوی په کریکټ بورډ کې فساد او بنیادي کار نه کول و چې اوس یې نوم نه اخیستل کیږي.

متحد عرب امارات

دوی هم د دوهمې درجې له لوبډلو په نړیوال جام کې تر بنګلادېش مخکې ګډون کړی دی.

دوی په ۱۹۹۴ م کال چمپینز ټراپي هم ولوبیدل او هم په ۱۹۹۶ کال نړیوال جام کې دغه لوبډله شامله وه.

دې لوبډلې په ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کې د وروستي ځل لپاره ګډون وکړ؛خو له هغې وروسته بیا نړیوال جام ته کوالیفایډ نه شول.

کاناډا

دا هغه وخت چې افغانستان هم دوهمه درجه لوبډله وه نو کاناډا به ورسره سخته او دوه اړخیزه لوبه کوله.

کاناډا په ۲۰۱۱ کال نړیوال جام کې شامله لوبډله وه او سیالانو سره یې د کریکټ زور وواهه.

دغې لوبډلې تر بنګلادېش مخکې په ۱۹۷۹ کال نړیوال جام کې ګډون کړی دی او د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۱ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې ولوبیدل؛خو اوس د روان جام ننداره په کور کې کوي.

دا هغه دری لوبډلې وې چې له بنګلادېش مخکې یې نړیوال جام ته لار موندلې ده، لیکن اوس په نړیوالو جامونو کې شتون نه لري، خو بنګلادېش د دوی ځای ډک کړی دی.

بنګلادېش پرون هم د ویسټینډیز لوبډلې ته په نړیوال جام کې ماته ورکړه.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی