سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

په دریو لیګونو کې د افغان لوبغاړو برخلیک

افغان لوبغاړي د درې لیګونو پرانېستل کېدو او په هغوی کې د لوبېدو لپاره سټرګې په لار دي، دغه درې لیګونه د نړۍ په کچه ډېر مشهور دي، دوه یې بیا نو د کرکټ ټول مینه وال ګوري او خوښوي یې.

د دې لیګونو په منځ کې یو یې یوه ورځ وروسته یعنې سبا پېلېږي او دوه نوریې بیا په ۲۰۱۹ م کال کې پېلېږي.

بېګ باش نارینه کرکټ لیګ د روانې میاشتې په نولسمه نېټه پېلېدونکی دی، د اسټرالیا بېګ باش لیګ که د هندوستان له آی پي ایل څخه مخکې او ګرم نه وي؛ نو کم هم ترې نه دی.

دې لیګ کې اته لوبډلې دي او په درې لوبډلو کې یې درې افغان لوبغاړي لوبېږي.

د دې لیګ پرانیسته د مجیب ځدران دوی او محمدنبي عیسی خېل دوی په لوبه کېږي، برېسبېن هیټ لوبډله کې مجیب ځدران او مېلبورن رېنېګېډز لوبډله کې بیا عیسی خېل لوبډله کې لوبېږي.

کریس لیئن د برېسبېن هیټ لوبډلې لوبډلمشر دی او ټراوېس هېډ بیا د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې لوبډلمشر دی.

محمدنبي عیسی خېل او راشدخان تېر کال په دغه لیګ کې خورا ښه وځلېدل.

راشدخان په ټول لیګ کې غوره بالر و، ۱۷ وېکټې یې اخېستې وې، مجیب ځدران سږ کال د لومړي ځل لپاره په دغه لیګ کې لوبېږي.

د بېګ باش لیګ اتلولي تېرکال اډیلایډ سټرایکرز ګټلې وه او سږ کال له خپلې اتلولۍ دفاع کوي، په دې لوبډله کې راشدخان هم لوبېږي.

دوهم لیګ:
د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ یا بي پي ایل، دا لیګ هم د ۲۰۱۹ م کال د جنوري په ۵ مه نېټه په بنګله دېش کې پېلېږي، چې تر دې وړاندې پکې افغان لوبغاړي لوبېدلي وو، محمدنبي عیسی خېل،


سمیع الله شینواری، ګلبدین نایب، حمید حسن، شاپورځدران او ځېنې نور افغان لوبغاړي په دغه لیګ کې لوبېدلي وو.
سږ کال یو ځل بیا افغان لوبغاړي په دغه لیګ کې لوبېږي. دا لیګ د فبروري میاشت کې پای ته رسېږي.

سېلهېټ سېکسرز، ډاکه ډاینامېټس، رنګپور رایډرز، کامېلا وېکټورینز، چېټاګانګ وېکېنګز، کولنا ټېټانز او راج شاهي کېنګز لوبډلې په دغه لیګ کې لوبېږي ( ټولې ۷ لوبډلې دي).

د دغو لوبو اتلولي تېر کال رنګپور رایډرز لوبډلې ګټلې وه، چې شهزاد محمدي هم ورسره لوبېدلی و.

۲۰۱۹ کال کې د دغه لیګ شپږم پړاو ترسره کېږي.

درې لوبغالي چېټاګانګ کې ظهور احمد چوهدري لوبغالی، ډاکه کې شیري بنګله لوبغالی او سېلهېټ کې سېلهیټ لوبغالی د دې لوبو کوربانه دي.

بي پي ایل کې ټولې ۴۶ لوبې کېږي، چې ۱۰ لوبې په چېټاګانګ کې، ۲۸ لوبې په ډاکه کې او ۸ لوبې په سېلهېټ کې ترسره کېږي.

دریم لیګ:
دا لیګ د نړۍ په کچه خورا مشهور کرکټ لیګ دی، دا لیګ د هندوستان کرکټ بورډ له خوا په ۲۰۰۷ م کال کې د آی پي ایل یا انډینز پریمېئرلیګ په نامه تاسیس شوی دی، چې ۲۰۱۹ م کال کې یې دولسم پړاو ترسره کېږي.

۲۰۱۷ م کال کې یواځې راشدخان او محمدنبي عیسی خېل ولوبېدل؛ خو په ۲۰۱۸ م کال کې ۴ افغان لوبغاړي اخېستل شوي وو، چې ظاهرخان بیا ټپي شو او ونه لوبېد.

سږکال به درې افغان لوبغاړي په بیګ باش کې ولوبیږي

مجیب ځدران له کېنګزایلیون پنجاب لوبډلې سره ولوبېد او ۱۱ وېکټې یې واخېستې، چې بیا وروسته هغه هم د سونېل نرېن د شاټ په توپ ټپي شو او نورو لوبو څخه پاتې شو.

آی پي ایل کرکټ لیګ د مارچ په میاشت کې پېلېږي، سږ کال د دغه لیګ په بولي کې ۸ لوبغاړي هم پېرته وړاندې کېږي.

لوبډلې:
چینای سوپرکېنګز، سن رایزرزحېدراباد، کېنګزایلیون پنجاب، راجستان رویالز، رویال چلېنجرز بنګلور، ډیلي ډېئر ډیوېلس، کلکته نایټ رایډرز او ممبيي انډیئنز لوبډلې په دغه لیګ کې لوبېږي.

د دغو سیالیو اتلولي درې ځله چینای سوپرکېنګز، دوه ځلې کلکته نایټ رایډرز او درې ځلې ممبيي انډیئنز لوبډلې ګټلي دي.

اوس نو په ځېنو دغو لیګونو کې ځېنې افغان لوبغاړي اخېستل شوي او ځېنې به لا اخېستل کېږي.

ډېری افغانان سترګې په لار دي، چې خپل کرکټ ستوري وګوري او لا وځلېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې